په شارخ خان ځينې نيوکې

0 892

هر وخت چې د هندوستان او پاکستان تر منځ سیاسي اړیکې خرابېږي، د دواړو هېوادونو د سېنما اداکاران هم د ټولنیزو رسنیو د جګړې ډګر ته کته کېږي.
اوس د دې سېنما وتلي ستوري شارخ خان د داسې فلم ټرایلر پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی چې پاکستان یې د خپل ځان پر ضد بولي او په دې هېواد کې یې د خلکو احساسات راپارولي دي.
د بالیووډ پاچا شارخ خان د «بارډ اف بلډ» په نوم فلم ټرایلر کې ښکاري چې د تخت او تاج خاوند وي، خو ترهګر هڅه کوي چې د پاچاهي یې ړنګه کړي.
خو پاکستانیان وايي، د هغه فلم کې هڅه شوې ده چې مسلمانان پکې ترهګر وپېژني، ځکه په دې فلم کې د یوې برخې رول مسلمان ته ورکړل شوی.
د ماه دوران په نوم یو پاکستاني لیکلي، شارخ خان په دې فلم ثابته کړه چې هغه یو مسلمان نه، بلکې یو حقیقي هندو دی او په خبره یې هغه له خپلو پیسو او شهرت سره مینه لري.
د نتاشا کنډي په نوم ورته یو کس سپارښته کړې چې اوس ‌مهال د هندیانو او پاکستانیانو د خوشالولو لپاره ښه فرصت دی چې شارخ خان یې خپلو مینه‌والو ته څرګنده کړي.
د سعدیه په نوم یو بل ټویټر کاروونکې ورته لیکلي، د بالیووډ د فلمونو ټوله سناریو پر کرکې څرخي او هغه برخې چې زیات پکې نفرت وي، مسلمانو اداکارانو ته یې ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply