د لنډمهالي حکومت لاره ترکستان ته تللې

0 554

د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو د خبرو اترو له ګرمېدو سره هم‌مهاله د اوسني یا راتلونکي ولسواک نظام پر ځای د لنډمهالي حکومت موضوع هم د ژبو پر سر ګرځي او داسې انګېرل کېږي چې د دواړو لوریو د هوکړې په صورت کې به دا کار عملي کېږي.
اوس چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ نهم پړاو خبرې روانې دي او تمه دا ده چې په دغه پړاو کې به د دوی تر منځ د سولې په نوم د خبرو اترو روانه اوږده لړۍ بالاخره پای ومومي او بین‌ الافغاني مذاکرات به پیل شي، په کور دننه او بهر کې د ځینو رسنیو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي چې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت یا هم یوې انتقالي دورې پر جوړېدو هوکړه کړې، خو دواړو لوریو دغه اوازې ناسمې بللې او ټینګار یې کړی چې تر اوسه یې پر دې مسالې هيڅ بحث نه ‌دی کړی.
دا چې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د یوه ولسواک حکومت پر ځای، د لنډمهالي حکومت یا انتقالي دورې پر سره خبرې یا هوکړه کړې که ‌نه، خو واقعیت دا دی چې دا د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو مهمه غوښتنه ده او ورته د رسېدو لپاره به یې هلې ځلې کوي، ځکه دواړه په افغانستان کې د یوه پیاوړي نظام او ولسواک دولت دوښمنان دي او د ړنګولو یا لږ تر لږه کمزوري کولو لپاره یې بلا مبارزه کړې هم ده.
خو باید په ډاګه شي چې لنډمهالی حکومت یا انتقالي دوره نه د افغانانو په ګټه ده، نه یې غوښتنه او نه هم دا ډول پرېکړه منل کېدای شي، که څه هم امریکا، طالب یا کوم بل لوری یې کوي.
دغه ډول حکومتونه چې د ګانډیو هېوادونو د استخباراتو او ترهګریزو ډلو مستقیم لاس پکې وي، په هيڅ صورت افغانستان پر ښه لوري نه‌شې خوځولای، بلکې لا یې کمزوری کوي، له پراخو ګواښونو او لانجو سره یې مخ کوي، د ګړنګ پر غاړه یې دروي او ان په لوی لاس یې کړکېچ او ناورین ته ور ټېل وهي.
د سولې په نوم داسې یو جوړښت د افغانانو پر زیان او د افغانستان د ګاونډیانو او دوښمنانو په ګټه دی؛ نو امریکا چې د افغانستان یو سټراټېژیک همکار هېواد دی او ګډ سټراټېژیک او امنیتي تړونونه لري، باید خپلې او د افغانانو د تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو لاسته‌راوړنې په اوبو لاهو نه کړي او نه یوازې د ولسواک نظام پر ځای، د لنډمهالي حکومت یا انتقالي دورې پر سر هوکړه و نه کړي، بلکې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د دغې شومې غوښتنې پر وړاندې کلک ودرېږي.
خو که امریکا د خپلو موخو او ګټو لپاره چې د افغان سولې پر سر یې له طالبانو او پاکستان سره په معامله کې لټوي، دغه ډول هوکړه هم وکړي، افغانان به یې پر وړاندې ودرېږي او د سولې په نوم د افغانستان پر سر دا بده معامله به وننګوي.
طالبان او پاکستان دې هم دا خوبونه اوبو ته ووایي چې د تېر په څېر به په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي، ځکه افغانان اوس را ويښ شوي او د خپلو ارزښتونو او ملي ګټو د دفاع لپاره په هر حالت او له هر چا سره په کلکه مبارزه کوي.
خو یو څه چې د افغانستان راتلونکی سرنوشت ورسره تړلی، دا دی چې افغان حکومت، سیاستوال، مدني ټولنې، رسنۍ، روښنفکره پوړ، ښځې او عام خلک باید د ځان او هېواد لپاره د خپل ولسواک نظام ننګه وکړي. سوله وغواړي او ورته د رسېدو لپاره یې ګډ کار وکړي، خو د سولې په نوم د هغه پلان پر وړاندې ودرېږي چې پاکستان غواړي د طالبانو په وسېله یې په افغانستان کې پلی کړي، ځکه اسلام‌اباد هيڅکله د افغانانو په ښه نه ‌دی خوشاله او تل یې د ځپلو، کمزوري کولو او وژلو لپاره له هرې ترهګرې ډلې او هېواد سره لاس یو کړی دی.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply