په کاميابۍ او ناکامۍ کې د جنسي غریزې رول

0 1,788

عزیزاحمد عزیزي  –

د جنسي تمايل اغېز په دريو غړيو کې

هغه کسان چې طبعاً خوښ اروايې حال يې سم، په کورنۍ، ټولنه او کاري چاپېريال کې يې روابط سم وي، موږ يو روغ انسان ورته ويلای شو؛ نو د هغه په خوښې کې يوازې کورنی چاپېريال، ملګري، امنيت، اقتصادي پياوړتيا، د مسووليتونو مهالوېش رول نه لري، بلکې په دې کې ځينې مهم ټکي دي چې د سم ژوند د جوړېدو او د انسان د نارمل کېدو وړ ګرځي.

که څه هم په ټوله نړۍ کې اوس ژوند وسايلو اسانه کړی، انسان د پخوا په پرتله جسماً هوسا دی، خو بیا هم ډېر کسان غير نورمال دي، اروايې حالت يې ناسم دی، همدارنګه په شخصي او ټولنیزو کارونو کې شاته راځي.

نور ټول هغه اړخونه شاته پرېږدو چې په يو نه يو ډول د انسان په ناروغې، عصبي اختلالاتو، تشويشو کې رول لري، پرېږدو، ځکه غير نورمال حالت له نشه‌يي توکيو، ټکرونو، کورنيو جنجالونو، بې‌خوبي او له بدو پېښو څخه را منځ ته کېږي، البته ډېرې ناروغۍ چې په اصلي ژوند کې نه دې څېړل شوې، خو زیات کسان يې ښکار شوي. يو هم جنسي تمايل او پر ځينو غړيو يې اغېز دی.

لومړی؛ عموماً جنسي تمايل لومړی په مرکزي عصبي سیسټم اغېز کوي، هغه وخت چې سترګې د مقابل جنس د بدن په يوه لوڅه برخه ولګېږي؛ نو فوراً مزکزي عصبي سیسټم زړه پر فعاليت راولي، ټکان يا ضربان يې زیاتېږي چې د بدن ټولو غړيو ته وينه تېزېږي، په درېم اړخ کې تناسلي اله په حرکت راولي.

د دې برخي متخصص ډاکټران وايي، که چېرته په دغو دريو غړيو کې د جنسي تمايل مېزان په ټولو کې يو ډول پاتې شي؛ نو که په هغه مهال کوروالی وکړي نه يوازې دا چې خوند به ترې واخلي، بلکې دواړو ته ګټه رسوي دا يې له نورو ډېرو ناروغيو هم ژغورلای شي.

مګر که د جنسي تمايل توازن غير نورمال شي، لکه وار له مخه چې کوروالي ته ذهني تياری نه وي نيول شوی او فوراً دغه چاره باندې پيل وکړي؛ نو ټول زور په تناسلي الې راځي چې يو اړخيز بې‌خونده لنډمهالې او غيرنورمال کوروالی وي.

همدارنګه په ډک نس کوروالی او د هغه هڅه د زړه ټکان زیاتوي چې د عصبي سیسټم او تناسلې الې رول پکې کمېږي، ټول زور او د جنسي تمايل مېزان يوازې په زړه پورې محدودېږي چې ځينې وخت د تناسلې رګونو د فلج کېدو وچېدو خطر هم لري، د دې تر څنګ په ډک نس کوروالی نارینه ته د انزال پر وخت د تناسلې غړي د شديدو دردونو احساس هم ورکوي.

***

پورته خبرې يوازې په واده کړيو کسانو پورې محدودېږي چې هغوی د جنسي تمايل د مېزان تعادل په درې واړه غړيو کې وساتي، يانې لومړی که غواړي کوروالی وکړي ذهناً بايد يو تياری ولري؛ نو د دې صحنې د جوړولو لپاره اول د مقابل جنس د بدن د غړيو ورو ورو لوڅول او بیا په دويم اړخ کې د بدن له پوره لمسولو «ښکلولو» سره اړيکه پيلول په کار دي او په درېيمه وروستۍ مرحله کې د تناسلي الې نوبت دی، ځکه ډاکټران وايي کامياب لذتي او دواړو جنسونو ته ګټور کوروالی هغه دی چې لمسول «ښکلول، په غېږ کې نيول، اړخ په اړخ اړولو کې دی او د کوروالی په پای کې د نارینه تناسلي اله د جنګ د يوې وروستۍ مرمۍ حيثيت لري. يانې له ډېرو بازيو وروسته په اخېر کې باید انزال وشي.

***

اوس راځو دغه تمايل په ناواده کړيو کې ښيو چې ځينو لاملونو بېلابېلې ستونزې هم ورته پېښې کړې دي چې په کورنيو، دينې ټولنیزو او کاري چاپېريال کې پاتې راغلي دي. همدارنګه په ځينو ناروغيو هم اخته دي.

هغه کسان چې لوڅې ويډيوګانې ګوري لومړی يې دغه تمايل ځبل شوی او دوی يې ښکار شوي دي. د دې ويډيوګانو پر مهال ستونزې.

ـــ اروايې ستونزې؛

وجدناً د سخت شرم او خجالت احساس، له بل اړخه د جنسي ځواک او ټنشن د رفع کولو شديده اړتيا، په ديني لحاظ ځان ملامت ګڼل، د چا د لیدلو وېره…

ـ جسمي ستونزې؛

د زړه ټکان، په ذهن کې د جنسي تصوير ګډوډي، د بدن زیات حرارت، خوله کېدل، د سر او لاسونو رګونه پړسېدل، شديده سر دردي، د پوزې بندېدل، لړزه، د مخ سور اوښتل، د «مزي» يا سريښ‌ناکو اوبو وتل بې‌حسه خلاصېدل، يانې له لذت پرته انزالېدل…

همدارنګه که زیات وخت لوڅې ويډيوګانې وکتل شي، په ځينو وختونو کې يې تداعي يا بیا را يادېدل چې په ذهن کې يې ځينې لوڅې صحنې ور يادېږي، په مرکزي عصبي سيسټم يې اغېز ډېر منفي وي چې د خبرو د ګډوډي او د اړينو موضوعاتو د نه تمرکز کولو سبب ګرځي، بله دا چې که په چاپېریال کې د ارضا کېدو موکه په لاس ور شي ټنشن رفع کوي. او که ور نه شي د بې‌موجبه غوسې لامل کېږي…

په ځوانانو کې د خپل راتلونکي ژوند نقشه سمه ترسيم او بيا وښودل شي، له موقتي لذته را ګرځېدای شي چې ذهناً يې پخپله هم بد ګڼي. له بل لوري مشرانو ته په کار دي چې ځوانانو ته د جنسي او ګډ ژوند په ارزښت، لذت پوره درس ورکړي، شخصيت ته يې درناوی وشي، ملګري يې پوره وپېژندل شي.

مشران باید هدفونه لوړ ورته وټاکي په کور کې که پلار وي يا مشر ورور وي، د ځان يو واقعي رازداره ملګری يې جوړ کړي، تر داسې اندازې چې د ده له جنسي تمايل او هوسه لا پوره خبر شي؛ نو هلته ممکنه ده چې ځوانانو ته خپل ژوند او د ځان په اړه هر اخيز فکر کولای شي چې نه بیا منفياتو ته ور نږدې شي، نه بې‌ارزښته کار وکړي، د خپل ښه ژوند لوري ته به تېز روان وي او نقشه به نه غلطوي…

***

جنسي تمايل په انسان کې د سمې ارضا وړ پر دې دی چې د ځينو چارو په وروسته کېدو او له منځه تلو کې يې زیان ورته پېښ نه کړي او همدارنګه د ناروغې لامل يې نه‌شي، که څه هم نه پټېدونکی فطري اړخ دی، مګر انسان په دې مکلف دی چې هم يې د خپل ټولنیز ژوند او حيثیت په پار مالوم کړي او د دې تر څنګ يې د نسل راوړلو، له خپل جنسي ژونده د واقيعي خوند اخيستلو لپاره وکاروي، بله دا چې له دې اړخ سره تړلې ناروغۍ وپېژني او ښکار يې نه شي.

اوس ټولو ته مالومه شوه چې جنسي تمايل په دريو غړيو اغېز لري لکه؛ مرکزي عصبي سيسټم «دماغ» دويم؛ زړه. درېيم؛ تناسلي اله، بیا مو دا ټولې لارې ولوستې چې په هر يوه غړي بايد له دغه تمايل سره را ولاړه شوې «قوه» منظمه ووېشل شي، په دې مانا چې ټول زور او مېزان يې په يو غړي پورې منحصر نه‌شي، ځکه ناروغۍ او ورسره تړلي زیانونه يې مخکې تشريح شول او دا مو هم وويل چې روغ، خوښ او کامياب ژوند د دې تمايل په سمه قالب کې اچول او مهم ګڼل ټول ژوند په مثبت لوري بېولی شي.

***

يادونه؛ په دې اړه زموږ په مجردو، واده‌کړيو ځوانانو کې د جنسي تمايل د پېژندولو اړتيا ځکه مهمه ده چې زیات کسان په شخصي ژوند کې ناخوښه دي له کاري چاپېرياله ورځ تر بلې پاتې کېږي، له ګډ او يوازې ژونده خوند نه‌شې اخيستلای، له ناروغې سر ټکوي او…

نو که يو ځل زموږ وروسته‌والی له ژونده خوند نه اخيستل په مات او بې‌زړه‌توب کارونه کول، ځوانانو ته له دې زاويې پاملرنه وشي، ممکن راسره ويې منئ چې کابو ۷۰٪ سلنه په ټولنیزو، ګډو کارونو، شخصي ژوند کې يې ډېرې ناکامۍ ناروغۍ له دې اړخه ور پېښې دي، که نورې ناخوالې د دوی په ژوند کې د وروسته‌والي سبب کېږي له دې زاويې يې څېړنه او سمون بېخي اړين دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply