کومه فتحه!؟ / سردار ولي اوریاخېل

0 764

د افغانسان د تېرې اتلس کلنې جګړې له پيله طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته دا روحیه ورکړې وه چې مونږ به امریکایان له افغانستان شړو او افغانستان به فتحه کوو.

اوس چې قطر کې د یو شمېر طالب مشرانو او امریکا ترمنځ مذاکرات نهم پړاو ته رسېدلي دي، طالب جنګیالي لا هم نه پوهېږي چې ایا دا مذاکرات دي او که د دوی پر سر معامله!؟

دا پوښتنه لا هم د ۹۰ سلنه طالب جنګیالیو ترمنځ چې همدا مهال په جګړه کې دي، بې حله پاتې ده او د حل غوښتنه یې کوي.

د قطر دوحه کې د سولې نهم پړاو مذاکراتو پر مهال طالب او امریکایي استازو هوکړه کړې چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان څخه نه وځي، که زیات شمېر کموي هم، باید دلته استخباراتي حضور ولري.

استخباراتي حضور له پوځي شتون هم خطر ناک دی، که امریکا دلته پوځي شتون ولري، لوری، هدف او مسوولیت یې مالوم دي، خو د پوځیانو نشتون کې استخباراتي حضور به څه مانا؟

استخباراتي حضور کې امریکا د هېڅ کار مسوولیت پر ځان نه مني، خو ځان ته دا صلاحیت ورکوي چې عملیات هم ترسره کړي، ستا فعالیتونه هم وڅاري او نفوذ هم ولري، که عملیات ترسره کړي، خلک ووژني، مسوولیت یې پر ځان نه مني؛ خو طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته دا ویلي و، تر هغه چې دلته امریکایي پوځیان موجود وي، مونږ به خپله جګړه روانه ساتو او تر فتحې به جنګېږو؛ اما نه جګړه ختمه شوه، نه امریکا وځي او نه یې وشړل.

اوس چې د طالبانو امریکا ترمنځ د نهم پړاو له مذاکراتو ځینې راپورونه خپرېږي چې طالبانو له امریکا سره استخباراتي حضور منلی دی، دغو راپورونو د طالب جنګیالیو جګړه ییزه روحیه هم کمزورې کړې ده.

د استخباراتي حضور خبر یوازې د قطر تر خبرو محدود نه و، دا مسله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څرګنده کړې چې مونږ به په افغانستان کې پیاوړی حضور ولرو.

د طالب جنګیالیو منځ کې یو ډول وېره خپره شوې چې مشرانو یې پرې معامله کړې ده، ۹ پړاوه خبرې روانې دي، خو د ۹ پړاوونو په پای کې يې بیا مشران له امریکا سره استخباراتي حضور مني.

کله چې د استخباراتي حضور مسله راپورته کېږي، طالب جنګیالي ورو ورو له خپلو مشرانو لار جلا کوي، ځکه هغوی ټینګار پر دې کوي چې مونږ کلونه د فتحې په نوم جګړه وکړه، خو تاسو نه یوازې سرتېري ونه کاږل، بلکې استخباراتي حضور مو هم ورسره ومانه.

له مشرانو د طالب جنګیالیو لارې بېلول به یوې بلې خطرناکې جګړې ته لاره هواره کړي چې عملآ يې ګورو، د داعش او القاعده شبکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، له دغو ډلو سره د بهرنیو مرستو سربېره اوس د هغو طالب جنګیالیو همکاري هم زیاته شوې چې له خپلو مشرانو يې د د دوی پر سره د پټې معاملې او افغانستان کې د امریکا د استخباراتي حضور خبرونه تر لاسه کړي دي. په ټوله کې طالب جنګیالي هره ورځ د طالبانو جوپه جوپه جنګیالي په مختلفو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، نورستان، کونړ، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د داعش او القاعده لیکو ته ورځي.

موثقو سرچینو ویلي، هلمند چې د طالبانو تر ټولو لوی مرکز بلل کېده، اوس په کې د داعش ډلې څرګند فعالیتونه پیل شوي،

سنګين، موسی کلا، نوزاد، واشېر، باغران او نومیشت هغه ولسوالۍ دي چې اوس مهال په کې داعش خپل ځان لپاره جنګیالي ټولوي او له طالبانو یې را جلا کوي.

تر څنګ یې د طالبانو مشرانو هم خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی چې د داعش پر ضد خپل بریدونه زیات کړي، ځکه د هغوی په وینا، دا خوارج دي.

اوس چې افغانستان کې د استخباراتي حضور مسله راپورته کېږي، پوښتنه  دا ده چې دا د طالبانو فتحه ګڼل کېږي او که امریکا ته د طالبانو تسلیمېدل؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply