ان شاء الله او لنډ مهاله اداره ((مؤقت حکومت))!

0 818

ان شاء الله او لنډ مهاله اداره ((مؤقت حکومت))

د جهادي پير د جهاديانو ان شاء الله وې او لنډ مهاله ((عبوري / مؤقت حکومت))، جهادي نظام او اسلامي امارت تېر ترخه يادونه دي

ډاکټر عبداالله عبدالله يې ښه بېلګه ده چې ان شاء الله يې تل له انکار او له مزاحمت سره مل وه ((ګلمرجان يې نه مني)). د ګلمرجان وامثالهم بيا ټاکنه به لوی سرخوږی وي

-سيد حسين پاچا

وانا ان شاء الله لمهتدون فتقدير الکلام = وانا لمهتدون ان شاء الله [البقرة: ۷۰]

وروي عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : لو ما استثنوا ما اهتدوا إليها أبدا

ولاتقولن لشيئ انی فاعل ذلک غدا الا أن يشاء الله واذکر ربک اذا نسيت وقل عسی أن يهدين ربي لأقرب من هذا رشداً [الکهف :۲۳ – ۲۴]

فلما دخلوا علی يوسف آوی اليه وقال ادخلوا مصر ان شاء الله آمنين [يوسف : ۹۹]

انا انشأنهن انشاءً [الواقعة : ۳۵]

وما تشاءون الا أن يشاء الله رب العالمين [التکوير : ۲۹]

فمن شاء ذکره، ومايذکرون الا أن يشاء الله [المدثر : ۵۵ – ۵۶]

پاملرنه :

اسرائيلو چې د موسی عليه السلام په وخت کې له څلوېښت کلن لټون وروسته بالاخره ومنله چې د الله تعالی له مرستې پرته يې موندلای نه شو، نو استثاء يې وکړه، لکه څنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اشاره کړې، نو الله تعالی د ان شاء الله له برکته په خپل لټون کې بريالي او غوا يې پيدا کړه.

موږ مجاهدين خو هم نژدې څلور لسيزې د سولې و ارامۍ په پار کړيږو، خو منزل ته نه رسيږو، ولې؟

دا ځکه چې زموږ نيتونه يو بل او ملت ته پاک نه دي. مال و دولت (پانګه) مو پاکه (حلاله) نه ده. د چا چې مال پاک نه وي، خوراک يې پاک نه وي، مسکن وبستره يې پاکه نه وي، لباس يې پاک نه وي او ژوند يې ټول په دروغو ولاړ وي او لوريېنه (رحم) پکې نه وي، نو الله تعالی به زموږ سوال څنګه ومني؟

د جهاد واسلام په نوم مو هغه څه وکړل چې هغه له هېڅ اسلامي واخلاقي اصولو سره اړخ نه لګوي.

ان شاء الله انسان ته د ده تېر و راتلونکې وريادوي، خو موږ نه خپلو تېرو درس واخېست او نه د راتلونکې په غم کې يو.

ان شاء الله د ښې راتلونکې زيری او ډاډيېنه ده، لکه يوسف عليه السلام چې خپلې کورنۍ ډاډيېنه ورکړه چې نور به پر تاسې هېڅ ډول تنګسه وکړاو نه وي. دلته په مصر کې به تاسې په ارام اوسئ! هېڅ ډول تشويش مه کوئ او له بدوي ژونده سلطنتي ژوند ته ورننوتل.

نوټ : ان شاء الله تل بايد جلا وليکل شي نه ګډه.

ان شاء الله = استثناء – که د څښتن تعالی خوښه وي

انشاء = پيدا کول

تېر ته په کتو په جهادي پير کې موږ ډېر جهادي ائتلافونه، عبوري حکومتونه تر اهل حل العقد شوری او په کابل کې بيا خپلمينځي تاوتريخوالي ډول ډول ائتلافونه تر جبل السراج پورې وکتل او له جهادي حکومته بيا تر ننه ډېر حکومتونه وائتلافونه وکتل چې د خپلو شخصي او د پرديو د ګټو لپاره سره راټول او بيرته سره پاشل شوي دي. د هر يو ان شاء الله په خوله او تسبيح په لاس کې ولې تر ننه پورې د اجرائيوي رياست تر مشرتابه پورې چې ټول عمر يې په ان شاء الله او انکار تېر شو او تل يې د مرستې پر ځای د غني مخه نيولې ده. د غني ټول قيمتي وخت ايله د دغه نازولي په لاسا کېدو تېر شو، نو تېر ته په کتو به د ښاغلي عبدالله عبدالله بيا ټاکنه څه ګټه وکړي؟

ګلمرجان به ايله په دې کې نښتی وي چې نه يې منم.

تېر ته په کتو دغسې لنډ مهاله ((مؤقت حکومتونو)) نه موږ ته مخکې ګټه کړې او نه به يې په راتلونکې کې وکړي. نن په نړيواله کچه ټاکنې يو منل شوی اصل دی او بايد ټاکنې ترسره شي. سوله او د سولې خبرې به په خپل چوکاټ کې مخته ځي او ټاکنې به په خپل چوکاټ او خپلو اصولو کې.

که ګران هېوادوال مې راته په غوسه نه شي – له ټولو نه په درناوۍ بښنه غواړم، ولې تېر ته په کتو ((ان شاء الله)) د قرآن مبارکه کارونه ((اصطلاح)) زموږ جهادي مشرانو ډېره بېځايه وکاروله. داسې چې خوله ((ژبه)) او زړه يې سره يو نه ول.

د ډاکټر عبدالله د ان شاء الله پورې د مفسر قاضي فضل الله يوه کيسه راياده شوه :

وايی چې يوه ورځ د چا دوست بازار ته – ته چې ځانته مېښه واخلي. هغه ورته وويل :

چېرته ځې؟

بازار (منډي) ته.

څه ته؟

چې مېښه واخلم.

ښه ده، خو چې ځې ان شاء الله وايه!

هغه ورته وويل، څه ته؟

پيسې مې په جيب کې دي. مېښه خوښم او پيسې ورکوم، نو په دې کې ان شاء الله ته څه ضرورت دی؟

هغه ورته وويل ان شاء الله ده. الله تعالی به دې په کار کې يعنې تګ وراتګ او اخېستو کې خير وبرکت واچوي.

هغه ونه منله او روان شو.

منډي ته چې ورسېد او پکې تاوراتاو شو. يوه مېښه يې خوښه شوه چې وايې پيري (واخلي). بيعه (قيمت) يې ورسره خلاص کړ چې جيب ته لاس کړ، جيب يې له مخکې نه چا په منډي وهلی وو. جيب ته يې چې لاس ننه يست، ګوري چې جيب يې سوری دی او لاس يې ترې اخوا ووته.

نو د مېښې څښتن ته يې وويل چې :

ان شاء الله زما خو جيب چا راوهلی او څيرلی دی او ان شاء الله چې پيسې يې رانه لوټلي دي. ان شاء الله چې زه يوځلې کور ته ولاړ شم او ان شاء الله چې پيسې راوړم، نو ان شاء الله تا ته به پيسې درکړم او مېښه به درنه واخلم.

له منډي راستون شو چې په لاره کې بيا همغه دوست وليده چې رنګ يې وهلی وو او خپه ښکارېده، نو ورته يې وويل، ولې؟ څه خبره ده؟ ولې ستړی ستومانه او خپه ښکارې؟

نو هغه ورته خپله ټوله کيسه وکړه چې ان شاء الله چې منډي ته ولاړم، چې ان شاء الله چې جيب ته مې لاس کړ جيب يې راوهلی وو چې ان شاء الله ټولې پيسې يې رانه وړې وې. ان شاء الله چې زه بيا کور ته ولاړ شم چې ان شاء الله پيسې واخلم او ان شاء الله بيا ولاړ شم او چې ان شاء الله بيا هغه مېښه واخلم.

نو هغه ورته وويل چې ته بيرته ورځې منډي به درنه خلاصه وي.

دا ځل به ستا خبره (مشوره) منم او چې ځم، نو ان شاء الله به له ځان سره وايم.

هغه ورته وويل چې ما خو درته هغه وخت ويلي وو چې کلې ځې، نو ان شاء الله مخکې له مخکې نه وايه، خو تا ان شاء الله وروسته او بېځايه وخت ويلې. غلو دې چې جيب وهلی، نو اوس به بېځايه ان شاء الله درته څه ګټه وکړي؟

د ډاکټر عبدالله عبدالله مخينې ته په کتو چې له انکار پرته يې بل څه ولس ته د ثبوت په توګه نشته، نو که بيا ولسمشر شي، نو د هېواد چارې خو په دغسې بېځايه ان شاء الله ويلو مخته نه ځي چې نه له ځان سره يو پلان لري او نه د پلان په تيارولو پوهيږي. يا په بله مانا دولتي امورو ته مسلکي کس نه دی، نو دولت وحکومت مسلکي چنلد ته ضرورت لري، نه بېځايه ان شاء الله ته.

ان شاء الله پخپل ذات کې يوه ښه قرآني کارونه ده ده، ولې موږ جهاديانو يې هغه تبرک ته ډېر په سپکه سترګه کتلي او اسلامي ارزښتونو باندې مو ملنډې وهلي دي.

د بېلګې په توګه ايا عطا محمد نور ته د استاذ کليمه سمه کارونه ده؟

هغه خو همدا نن درېيم ټولګي ته درس نه شي ورکولی، نو د عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، محمد يونس قانوني وامثالهم، محمد محقق، حنيف اتمر او داسې نورو ولسمشريزو ټاکنو او وروسته دولتمدارۍ او حکومت چلونې ته څه ګټه وکړي؟

حال دا چې قرآني ارزښت په زغرده وايی :

ان الله يأمرکم ان تؤدوا الامات الی أهلها واذا حکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل …. [النساء: ۵۸]

په ايمان ايا موږ جهاديانو له پيله تر ننه امانت مو خپل اهل (مستحق) تن ته سپارلی؟ نه، هېڅکله نه.

حکومت، وزارتونه او مسلکي دندې مو د جهاد په پلمه خپلمينځي ډلو ټپلو کې ووېشلې او تر ننه روغ رمټ وزارتونه د ځان شخصي ملکيت ګڼو، کنه د رباني زوی صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو د وزارت لپاره مستحق (اهل) کس نه دی، خو په جهادي ونډه کې وررسېدلی او نن له جمعيتي پرته پل څوک پکې د کار کولو حق نه لري. همداسې بهرني سفارتونه او نور اړونده ادارې.

ډاکټر عبدالله چې همدا اوس اجرائيه رياست د ډاکټر انورالحق احدي، محقق، خليلي او داسې نورو ترمينځ بولۍ ته وړاندې کړی او هر يو ته يې د ورکړې ژمنه کړې، نو له دې بولۍ وهلو به دی څه ترلاسه کړي؟

ايا ډاکټر انورالحق احدي او ډاکټر زاخېلوال ته له اخلاقي پلوه شرم نه دی چې دغسې جهادي د ((ان شاء الله)) بولۍ ته وروړاندې کيږي؟ لږ تر لږه دوی خپل مسلک ته له اخلاقي پلوه څه ځواب وايی؟

همداسې يونس قانوني درواخله چې وږی شرمښ دی، نو د اتمر به ورسره څنګه وخت تېر شي؟ اتمر به له شرمښ قانوني او د غلو له سپه سالار عطا محمد نور سره څنګه وخت تېر شي؟

همداسې دا نور خواران درواخله چې هر يو يې مسلکي مخينه نه لري او د تېر جهادي وخت د نعيم کوچي غوندې رامخته شوي. هغه ته يو چا ويلي وو :

حاجي صاحب! ته خو کوچی سړی يې، ليک لوست دې زده نه دی او ان تر دې چې لاسليک نه شې کولی، نو ته به د قبايلو چارو وزارت څه کړې؟

نو هغه ورته ويلي وو :

منشي به ورته ونيسم.

جهاديانو او طالبانو له حکومت سره دغسې چلند وکړ او کړی دی، نو د دوی راتلونکې ټاکنه به بيا ټولنې او ولس لوی سرخوږی (سردرد) وي.

په دې هيله چې ځواب کهول د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو مخينې ته پاملرنه وکړي او د خپل رسالت واخلاقي مکلفيت له مخې هغه چا ته رايه ورکړي چې هغه اهل (مستحق) وي او هېواد مسلکي کدر او کارمندانو ته ضرورت لري چې له دغه نامسلکو خلاص او په راتلونکې کې د سيمې او نړۍ سره سيالۍ ته ورودانګو نه دا چې د تېر په څېر په انکار و نه منښته کې ايسار شو چې :

ګلمرجان يې نه مني

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply