د حضرت بهايي جان کورنۍ او نقشبنديه طريقه/ تمهيدالله سيلاني

0 953

د نقشبنديې طريقې سلسله

د نقشبنديې طريقې درې ګونې سلسلې:

رسول الله

  1. لومړۍ سلسله
  • ابوبکر صديق
  • سلمان فارسي
  • قاسم بن محمد بن ابي بکر
  1. دويمه سلسه :
  • علی بن ابی طالب
  1. دريمه سلسله :
  • حسين بن علی
  • علی بن حسين زين العابدين
  • محمدبن علي الباقر
  • جعفر بن محمد الصادق
  • موسی کاظمي
  • علي بن موسی الرضا
  • د دويمې سلسلې دويمه برخه :
  • حسن البصری
  • حبيب العجمي
  • داود الطائقي
  • د دويمې او دريمې سلسلې دويمه اودريمه برخه
  • معروف الکرخی
  • سری السقطی
  • جنيد بغدادی
  • ابوعلی رودباری
  • ابوعلی کاتب
  • ابوعثمان مغربی
  • ابوالقايم لګرګاني
  • د لومړۍ او دريمې برخې دويمه او دريمه برخه
  • بايزيد بسطامي
  • ابوالحسن الخرقاني
  • مشترکه روستۍ برخه :
  • ابوعلی فارمدي
  • خواجه يوسف همدانی
  • عبدالخالق غجدوانی
  • عارف ريوګری
  • محمود الحبير فغنوی
  • علی رامتينی
  • محمد بابای سماسی
  • سيد امير کلال
  • بهاالدين نقشبندي
  • علالدين عطار
  • يعقوب چرخی
  • عبيد الله احرار
  • محمد القاضي الزاهد
  • دروېش محمد
  • محمد خراجګی امکنی
  • محمد باقی
  • الامام رابانی احمد فاروقی
  • محمد معصوم
  • محم سيف الدين
  • نورمحمد البداني
  • شمس الدين حبيب الله جان جانان مظهر
  • شاه عبدالله الدهلوی
  • مولانا خالد نقشبنديي
  • الشيخ عثمان سراج الدين
  • محمد بها الدين
  • عمر ضا الدين
  • محمد علاالدين

د نقشبنديې طريقې پيدايښت اونومول:

د تصوف د کلمې  دپيدايښت او کارونې په هکله علما،پوهان او فيلسوفان لاتر اوسه هم په يوه نظر اوخوله نه دي. خو په زياتره اسلامي او تصوفي اثارو کې علماوو دې نغوته کړې چې د اسلام د خپرېدوپه وخت کې هم تصوف د خلکو ترمنځ و، خو په دې نوم نه يادېده،يعنې دا کلمه روسته د تصوف لپاره وضع شوه. علما په دې عقيده دي چې دا کلمه په قران کريم کې د ( تزکيه ) په احاديثوکې د (( احسان )) اودتابيعينو ترمنځ د تصوف په نوم کارول شوې… د صحابه کرامو او تابعينو په زمانه کې چې کومې طريقې رامنځته شوې، مريدانو يې هغه طريقې د نوموړو طريقو د لومړي پيرو په نامه يادې کړې. چې په دې يوه طريقه (( نقشبنديه )) ده چې دا طريقه بهاالدين نقشبندي ته منسوبوي … ددې طريقې لومړنۍ سلسله داسې شرح کوي:

د نقشبنديه طريقې پيروان او اصحاب وايي: د دوی طريقه پخوا د (( الصديقيه )) د طريقې په نوم ياديده، دا ځکه چې حضرت ابوبکر صديق (رض) سلسلې ته منسوبه وه، وروسته بيا بايزيدبسطامي ته د نسب د ورکولو له امله چې دهغه اصلي نوم طيفور و د (( الطيفوريه )) په موم ونومول شوه، البته دا په دې معنا نه ده،چې حضرت ابوبکر صديق او حضرت علي د کوم  خاض مذهب نو اېښودلی دی، بلکې مقصود دا دی چې دطريقې سلسله له يوه مرشد څخه بل مرشد ته بلاخره سيدنا ابوبکر صديق يا هم علي ( رض ) ته رسېده، ددې  مانا دا نه چې موږ هغه څه تطبيق کوو،چې سيدنا ابوبکر صديق  د حضرت  رسول اکرم له رحلت وروسته غوره کړی و، په داسې حال کې چې نبی اکرم ( ص ) فرمايلي و (( ما صب الله فی صدری شيا الا وصبته فی صدر ابی بکر )) ( خدای ( ج ) هېح زما په سينه کې بل هېڅ نه دی اچولی پرته له هغو څخه چې د ابوبکر په سينه کې می اچولی دی) دا په مادي توګه نه ده، بلکې معنوي مينه يعنې حکمت او معرفت او هغه اسرار دي چې سعادت راوړونکي دي، چې په تصوف کې دغه حالت ته (( ضمنيه )) ويل کيږي.

يعنې مقام اساسآ بل چاته وي،ليکن هغه دا ځواک لري چې يو بل څوک هم ځان سره واخلي اوپه دغه نعمت کې يې شريک کړي.

له طيفوريه څخه وروسته دغه طريقه د نقشبنديه طريقې په نوم ياده شوه، دا ځکه چې هغه بها الدين نقشبند ته منسوب ده اوهېڅ شک نشته چې وروسته له نقشبند څخه دغه طريقه د هغې په يو شمېر نورو نامتو مشرانو نومول شوې ده؛ لکه عبيد الله احرار، اما م رباني المجدد،او مولانا خالد نقشبندي،احراريه،مجدديه او خالديه،خوليدل کيږي، چې دوی يوه هم ونشو کولای چې هيچا تر اوسه پورې د شيخ عبدالقادر مقام ته د رسېدلو ادعا نه ده کړې . پورتنيو عارفانو يوه هم دادعا نه ده کړې چې له نقشبند څخه پورته مقام ته ورسيږی؛ لکه هماغسې چې هيچا تر اوسه پورې د شيخ عبدالقادر مقام ته د رسېدلو ادعا نه ده کړې .

د بهاالدين نقشبند ژوند

شيخ بهاالدين محمد بن محمد په نقشبند مشهور و اولقب يې (( محمد البخاري )) و، د هجري اوه سوه او لس کال محرم الحرام په مياشت کې د (( هندوانو قصر )) په کلي کې چې وروسته بيا دعارفانو قصر وبلل شوزېږېدلی،چې  ځينو او اخځونه کې دا هم راغلي دي، چې هغه حسيني سيد دی او نيکه يې محمد جلال الدين و.

بهاالدين نقشبند د خواجه محمد بابا السماسي مريدو، چې هغه د خواجګانو د طريقې شيخ و.مخکې له دې چې ددغې طريقې په هکله چې د خواجګانو طريقه بلل کيږي،خبرې وشوې. خواجه محمد بابا سماسي په ۷۵۵ هجري کال وفات شوی دی، يو وخت سماسي له خپلو يو شمېر مريدانو سره د هندوانو د قصر کلي ته ميلمه تللی و . دغه  مهال محمد بها الدين  درې وځنی و، د بهاالدين نيکه هغه خپه غېږ کې د شيخ سماسي حضور ته يووړ، شيخ سماسي د بهاالدين په ليدلو ډېر خوښ شو اويې ويل چې ما دغه ماشوم خپل زوی وباله او خپلو مريدانو ته يې زېری ورکړی چې راتلونکي کې به دغه ماشوم د خپل وخت لارښود وي. پلار يې غوښتل چې نقشبند صوفيانه روزنه تر لاسه کړي، نو ځکه يي سماسمي ته يووړ خو هغه مبارک په ۷۵۵ ه کال ومړ. د سماسي له مړينې وروسته يې دده خليفه کلال ته يووړ او له هغه څخه يې طريقه واخسته … کلال ورته وويل ماته ستا په هکله خپل مرشد ډېره سپارښتنه کړې…يوه ورځ يې خپل ټول مريدان را وغوښتل او بهاالدين ته يې وويل : ما د خپل مرشد وصيت ستاپه هکله پوره کړ،او ستا په روزنه کې مې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړه. اوس ته لوی سړی يې او زما مقام ته رارسېدلی يې، خوستا همت د لا لوړ مقام وړتيا لري، تر اوسه پورې همدا زما د روزنې په حد کې وه،له دې پورته تاته اجازه شته او کولای شې،چې تر ما څخه هم کوم بل صالح شخص وګورې او تا به لالوړ مقام ته ورسوي.

مولانا له امير کلال روسته مولانا عارف الديک کراني سره اوه کاله تېر کړل، روسته يې له شېخ ترکي سره چې نوم  يې (( خليل اتا )) و دولس کاله تېر کړل…د نوموړي دوه اثره چې يويې ( دليل العاشقين ) تصوف په هکله او بل يې ( حيات نامه ) د وعظ او نصيحت په هکله ليکلي، خورا مشهور اثار دي.

شېخ محمد بهاالدين نقشبند په ۷۹۲ ه کال د ربيع الاول د مياشتې په درېيمه د دوشنبې په شپه د څلور اويا کلنۍ په عمر وفات شو او په خپل باغ کې چې خپله يې امر کړو، خښ شو.

اځخليکونه :

  • د ريحان الاد.ج.۱.ص ۱۸۳
  • تاريخ ابن خلکان.ج. ۱.ص ۲۱۳
  • معجم المطبوعات. ستون ۵۹۶
  • ريحانه الادب.ج.۱.ص ۲۹۹

د بهايي جان د نسب لړۍ او کورنۍ:

ارواښاد بهايي جان په خپل يو اږده شعر کې دخپل نسب لړۍ حضرت علي کرم الله وجهه او بي بي فاطمه الزهرا ته رسوي، چې په افغانستان کې دا ډول کورنۍ ته سادات وايي. همدارنګه د بهايي جان يو مشر ورور سيد محمد موسی صاحب د (( قدس سره )) په کتاب کې د (( روضته العرفا او د نارونور رسالې )) له قوله خپله کورنۍ سادات بولي او لړۍ يې حضرت علي کرم الله وجهه  او فاطمه الزهرا ته رسوي. دلته غواړم د بهايي جان هغه شعر د استناد په توګه را واخلم، کوم چې بهايي جان د خپلې کورنۍ لړۍ په کې څرګندوي .

زما نوم بهايي جان دی

اصلي ځای زما غونډان دی

اوس مې کور په غزني کې

په روضه د سلطاني کې

په لقب صاحبزاده يم

په نسب سيدزاده يم

پلار زما محمد يار دی

په هر ځای کې معلومدار دی

د مولا د عشق جرس و

بانوري آتش نفس و

محمد آمين يې پلار دی

په ناوه کې يې مزار دی

نو د پلار يې خالقداد دی

کندهار باندې آباد دی

بيا عبدالرحيم بابا دی

د وليانو مقتدا دی

بيا حضرت سيد يقوب دی

په انوارو کې مجذوب دی

اې سيد مکي نامداره

نظروکړه بزګواره

زما نيکه سيد ميرانه

زړه مې خلاص کړه له شيطانه

مولانا يعقوب چرخي دی

بې له شکه لوی ولی دی

پرنده سيد عثمانه

ډک مې زړه کړه له فيضانه

بل حضرت سيد محمود دی

رب ورکړی پاک وجود دی

محمد شيخ الاجله

مستانه يې له ازله

بيا سيد هني بادار دی

خاص بنده د کردګار دی

بل نيکه مې سيد غور دی

په جهان کې يې نوم خپور دی

بياسيد عمر امام دی

په لقب کې شيخ الاسلام دی

اې حضرت سيد لقابه

مخ ښکاره کړه له نقابه

اې پاينده عاليشانه

نوردې تاخي تر آسمانه

سيدال قطب مدار دی

په وليانو کې مدار دی

اسماعيل صاحب لوی ځوان دی

مقتدا د ټول جهان دی

محمد رجال ته درومه

د زره برخه ځېنې مومه

محمد تقي امام دی

چې قبله د خاص و عام دی

ځه امام عليرضيا ته

د مشهد وطن و خواته

بيا حضرت  امام کاظم دی

د اسرار ولوی عالم دی

بيا حضرت جعفر صادق دی

چې پر پاک الله عاشق دی

بيا حضرت باقر امام دی

رب ورکړی لوی مقام دی

پلار يې زين العابدين دی

ښايسته چراغ د دين دی

بيا سخي شاه مردان دی

په وليانو کې سلطان دی

مرتضی حضرت علي دی

پهلوان زوم د نبي دی

محمد رسول د رب دی

هاشمي اعلی نسب دی

مدينه کې يې مزار دی

قريشي په رب رويدار دی

اميدار وار (( بهايي )) جان دی

عمل نه لري پريشان دی

د بهايي جان پورته شعر که شرحه او تحليل شي نو موږ ته  د خپلې کورنۍ په هکله داسې معلومات په لاس را کوي. د حضرت سيد بهايي جان شجره په نهويشتم پښت کې حضرت محمد ( ص ) ته رسيږي، يا په بله وينا د مرحوم بهايي جان نه ويشتم نيکه زموږ د مسلمانانو رهبر حضرت محمد مصطفی (ص ) دی. د بهايي صاحب د کورنۍ او شجرې په هکله ډېرو ليکوالانو څېړنې او ليکنې کړي،چې دلته يې ديوې برخې يادول اړين بولم .

سيد بهايي بن  سيد محمد يار آتش نفس بن سيد محمد امين بن سيد خالقداد بن سيد عبدالرحيم بن سيد يعقوب بن سيد مکي بن سيد ميران بن سيد يعقوب چرخي بن سيد عثمان بن سيد شيخ محمود بن سيد محمد شيخ الاجل بن سيدهني بن سيد محمد ګيسو دراز اول بن سيد غوري ( سيد غفار ) بن سيد عمر بن سيد لقاب يا سيد لقا يا سيد قايم بن سيد پايندا ( يا فاين يا قايم ) بن سيدال بن اسماعيل بن محمد رجال بن محمد تقي بن امام رضا بن امام کاظم بن امام جفعر صادق بن امام باقر بن زين العابدين بن سيد الشهدا حسين بن علي و فاطمته الزهره بنت حضرت محمد ( ص ). داشجره دهغه نظم سره سمون خوري چې حضرت سيدبهايي جان د بحر الانوار تر نامه لاندې چاپ شوی اثرپه پای کې ليکلی .

د بهايي کورنۍ ساداتو ته اړونده کورنۍ وه چې د ( ۶۰۰ ) کلوو را په دې خوا يې خانقاوې درلودې . نيکونه يې د وخت ستر ادبي روحاني اوتصوفي شخصيتونه وو چې تل يې خلکوته  د حق تعالی لوري ته د طريقت له لارې ښوونه او روزنه ورکوله. ددوی له پوهې او روحاني فيض څخه نه يوازې د دوی خپله کورنۍ برخمنه وه،بلکې ډېرو نور کسانو هم ددوی له روحاني مقام څخه فيض او برکت تر لاسه کاوو.

د بهايي د کورنۍ د هغو شخصيتونو پېژندنه چې پښتو ژبې ته يې ليکل شوي اثار پاتې دي:

  • مولانا محمد يعقوب چرخي : حضرت مولانا محمد يعقوب د سيد عثمان پرنده زوی او د ظاهري او باطني علومو ستر پوه او دلوړو روحاني مقامونو خاوند دی. مولانا دلوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د سرزر کلي اوسېدونکی چې اوس دا کلی د تختک په نامه ياديږي. پيدا شوی اولومړنۍ زده کړې يې په هرات ولايت کې تر سره کړي، د نورو زده کړو لپاره مصرته تللی، مصر هغه وخت د پوهې او معارف ستر مرکز بلل کېده.په مصر کې د زده کړو تر لاسه کولو روسته بخارا ته ولاړ او هلته يې د نفس د تزکيې لپاره د خواجه نقشبند څخه لاس نيوی وکړ… دی د خپل معنوي مرشد تر مړينې روسته هم هماغلته پاتې او همدارنګه په کال ( ۸۵۱ ه) کال هماغلته  ومړ. د مولانا زيات د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې دی.چې هر کال دده پر مزار لوېې لويې معنوي غونډې ترسره  کيږي او عام وخاص ورته د احترام په سترګه ګوري.ده زيات اثار او تاليفات رامنځ ته کړي اودعلم د پرمختګ په لار کې يې افغان  ولس ته زيات خدمتونه سرته رسولي دي. د مولانا ليکل شوي اثار په لاندې ډول دي :
  • د قران کريم د روستيو دوو سپاروو تفسير : دا اثر ( ۸۵۱ ه.ق ) کال ليکل شوی. دا اثر د هند او پاکستان په بېلابېلو مطبعو کې چاپ شوی او هر ځل يې ترې ګټه اخيستې ده .
  • رساله نائيه : په دې اثر کې يې د مولانا جلال الدين رومي د مثنوي اشعارو شرحه کړې، ځکه د رومي پر اشعارو پوهېدل ډېر ستونزمن کار دی.
  • رساله انسيه : په دې اثر کې يې د حضرت شاه نقشبندي قدس سره ملفوظات او مناقب او دهغه د طريقې فضايل بيان کړي. همدارنګه په دې اثر کې يې د خفي ذکر او نورو اړينو مسايلو يادونه شوې. دا کتاب په ( ۱۳۱۲ ه.ش ) دډيلي د مجتبايي مطبعې له خوا چاپ او خپور شوی دی .
  • رساله حورائيه يا جماليته : دا اثر د ابو سعيد ابوالخير د رباعي شرحه په کې شامله ده چې د نامتو وليانو څخه و. دا رساله تر اوسه نه ده چاپ شوې، خو خطي نسخه يې په ځينو کتابخانو کې تر سترګو کيږي .
  • د اسما الله شرحه ده چې په فارسي ژبه يې کښلې او چاپ شوې هم ده .
  • رساله ابداليه: دا اثر په ( ۱۳۹۸ ه.ش ) کال کې د چاپ ډګر ته وتې . په دې رساله کې دغيبي مېړنيو، ابدالواو قطب الارشاد کسانو حالاتو يادونه شوې ده .
  • هغه رساله چې روايح نوميږي،چې ډيری ليکوالان يې مولانا يعقوب چرخي ته منسوبوي. په همدې نامه د ملا يعقوب بن حسن عرف صوفي کشميري هم يو رساله شته چې شهرت يې موندلی دی .

محمد يار آتش نفس:

دبهايي جان محرم پلار محمد يار آتش نفس يو ستر روحاني او متصوف شخصيت و.دی شاعر هم و. نوموړي ډېر شعرونه ليکلي،چې دشعر ډېرې بېلګې يې د آريانا په دايرته المعارف کې خوندي دي. آتش نفس لس زامن درلودل چې بهايي جان په کې دده اتم زوی و. د بهايي جان څلور مشر ورورنه هم د خت ستر اديبان ،شاعران او متصوف شخصيتونه وو. د بهايي مشر ورونه عبارت دي له : موسی صاحب، سيدعمر صاحب  مشهور په صاحب زاده عمر جان قندهاري چې سل زره مريداو ( ۱۱۱ ) خليفه ګان يې درلودل، سيد نور محمد آغوجاني صاحب اوسيد خير الدين چې دوی هم د تاليفاتو درلودونکي وو. محمد يا آتش نفس د خپلو روحاني فيوضاتو او کراماتو له مخې ډېر مشهور و، ده امير عبدالرحمن خان د وخت پادشاه ته  د ټولو په وړاندې خپل کرامات څرګند کړي و… د امير عبدالرحمن خان له مړينې ورسته دده زوي حبيب الله خان ته د پادشاهي د مبارکي له وړاندې کولو روسته د بيت الله شريف په لور خوځيږي او هماغلته په حق هم رسيږي .

سيد محمد موسی صاحب قدس سره:

سيد محمد موسی صاحب د حضرت محمد يار آتش نفس  مشر زوی اوپه غونډانو کې زېږېدلی دی، دی د خپل وخت ډېر تکړه عالم او فاضل کس و.دی په ظاهري او باطني علومو کې ممتاز و  او دديني علماوو او فضلاوو مرشد و.د شعر او ادب پرته يو مصنف او د کتابونو مولف هم و چې دده ليکل شوي کتابونه په لاندې ډول دي .

  • لباب البيان
  • عاجله ناقه
  • حرز موسوي

لومړنی اثر يې يو تصوفي کتاب ګڼل کيږي. دويم اثر يې د ادب په برخه کې ليکل شوی او دريم يې د طريقت په باب ليکل شوی دی.

سيد محمد موسی د بهايي جان مشر ورور او همدارنګه په طريقت کې د هغه مرشد هم و. نوموړی په دري پښتو او عربي ژبو پوهېده، چې په دري او پښتو ژبوويې شعرونه او نثرونه هم ليکلي دي… د موسی صاحب د زېږېدنې نېټه نه ده کره خو مړينه يې ( ۱۳۴۲ ه.ش ) کال شوې.

سيدمحمد عمر جان صاحب قندهاري:

سيدعمر جان د سيد محمد يار آتش نفس پنځم زوی دی. د کشف او کراماتو خاوند،د فيضاتومعدن،وارث دخيرالبشر مرشد دعرب او عجم، شيخ درعيت اوافس، متصرف د بحر او بردی.د لومړنيو زده کړو څخه روسته خپل اصلي وطن غڼدان ته تللی اوهلته يې خانقا درلوده.ده ديو لک يا سل زره مريدان او ( ۱۱۱ ) تنه خليفه ګان يې درلودل. سيد عمر څوارلس ځلې حج ته تللی او هلته يې دتل لپاره له دنيا سترګې پټې کړي دي. د دهدايت العرفا ن په نامه يې يو اثر چاپ شوی دی . ويل کيږي چې دا کتاب  په ( ۱۶۰ ) مخونو کې په لاهور کې چاپ شوی دی.دده مبارک د مړينې نېټه ( ۱۳۲۱ ه.ق ) ده . دا ليکل شوې نېټه حضرت بهايي جان هم په خپل نثر کې ياده کړې .

سيد خير الدين:

دی د مرحوم محمد يار آتش نفس شپږم زوی دی. چې د خپل وخت مروج علوم  يې لوستي دي او دخپل وخت د طريقت ستر لارښوود او مرشد و. چې په کندهار کې د خلوتي آغا په نامه مشهور و. سيد خير الدين آغا کله چې د بيت الله  شريف څخه دخپل هېواد په لوري روان شو، دهرات په ولايت کې د موټر د چپه کېدو له امله په شهادت ورسېد او هماغلته د خواجه عبدالله انصاري ترڅګ خاورو ته وسپارول شو.دده د قبر پر شناخته دا کال ( ۱۳۶۲ه.ش ) د نوموړي د مړينې په توګه ليکل شوی دی. دده د اثارو او تاليفاتو په هکله بهايي جان ليکي: (( دو کتاب منطوم فارسي و پشتو دارد که به طبع رسيده…)) او يو بل روحاني شخصيت کمال الدين  مستان وايي : (( خير الدين د خپل وخت غښتلی شاعر و. دده په اشعارو کې د تصوف ښکلې اونازکې مرغلرې د شعر په نازک تار پېيل شوي دي. په مجموعي توګه دده د اشعارو ټولګه خپره شوې نه ده،يوازې د نقشبنديې طريقې دمشاهيرو يوه تذکره تر پاتې ده .)) په ډېر خواشينۍ سره چې سيد خيرالدين ذکر شويو اثارو څرک تراوسه نه لږي او چا پيدا کړي .

د بهايي جان  زوکړه، زده کړه او د نوم اېښوونې وجه:

د بهايي جان اصلي نوم بهاو الدين دی، خو په بهايي جان مشهور شوی دی. پلار يې محمد يار آتش نفس نوميږي.چې د  محمد امين زوی اود خالقداد لمسی دی، بهايي جان د افغانستان له وتليو مشاهيرو څخه ګڼل کيږي او په شاعرۍ، ليکوالۍ او صوفي توب کې دلوی لاس خاوند و،چې په درې ژبو( پښتو، دري او عربي ) حتی په اردو کې يې هم لفظونه سره اوبدلې او شعرونه  يې پرې  ويلي دي. بهايي جان د لوی اختر د مياشتې په يوولسمې په  ( ۱۳۱۳ ق او ۱۲۷۲ ه.ش ) کال د زابل په غونډانو سيمه کې يوه روحاني او علمي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي.د بهايي د زوکړې د ځای په هکله ښاغلي څېړنپوه نصر الله سوبمن منګل په خپل اثر(( زندګي نامه و جريان حضرت بهايي جان )) کې دزابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ ملک زي کلی ښوودلی، خو  دبهايي په اشعارو کې د خپلې زېږېدنې ځای  غونډان  کڼي لکه په لاندې بيتو کې ورته داسې نغوته کوي .

زما نوم بهايي جان دی

اصلي ځای زما غونډان دی

پلار زما محمديار دی

په هر ځای کې معلومدار دی

مولينا آتش نفس و

د مولا د عشق جرس و

پشت تر پش سيد زاده يم

په صاحب زاده يم

د نوم اېښودنې وجه:

ويل کيږي چې مولانا آتش نفس د بهايي جان نوم  دنقشبنديې طريقې ستر مرشد خواجه سيد بهاو الدين نقشبندي ( رح )  د نېکناۍ او دده د نوم د ژوندي ساتلو لپاره پخپل زوی بهاو الدين نوم کېښوده او څرګنده يې کړه، چې دا زوی به زما د کورنۍ زما د طريقت او زمونږ د روحاني لارې روڼ مشال وي،چې همداسې وشول، آتش نفس دې برخې ته داسې نغوته کوي :

خواهد بهايي جان نظر نقشبنديان را

از اهل دل مرا هميشه خوشه چيدنست

آتش نفس ګروه مند و چې زما زوی به زموږ د طريقت ستر سرلاری او لارښودشي او ډېر ځايونه به ددې طرېقې ترسيوري لاندې راولي. بهايي جان خپله هم په دې خبره اعتراف کوي او وايي: (( ما په پنځه کلنۍ کې غزلې ويلې او يابه مې په سپږمو کې زمزمې کولې…)) چې دا ځانګړنه د ماشومانو نه وي. دی وايي چې پلار به مې زما له دغو کړنو ډېر خوښ برېښده او زما مور بي بي ته به يې ويل، چې دا زوی به مو ډېر صال او فقير انسان شي.

د بهايي جان زده کړې:

بهايي جان په اووه کلنۍ کې د زابل په خانقا کې د حاجي ملا عبدالحميد څخه کنز،فارسي دوديز علوم او ليکنه زده کړه، تر هغه دوه کالوو روسته د نوموړي د پلار آتش نفس په خاصه سپارښتنه  په   غزني کې د مولانا ميا نور محمد، چې د طريقت شيخ و، څخه صرف او نحوه ولوستل. په  څوارلس کلنۍ کې کې له خپل ورور مولانا محمد موسی سره په نقشبنديه بنوريه طريقې کې مريدي پيلوي،په دې توګه سيد بهايي جان د محمد موسی تر څارنې لاندې نقشبندېې طريقې ته رو ودانګل او تر اتلس کلنۍ پورې د  نوموړي تر ځانګړې لارښوونې لاندې د اخلاق علم، ديني علوم او تصوفي پوهنې زده کړې .

بهايي جان په اتلس کلنۍ کې  کندهار  ته ځي. په کندهار کې د دوو کلونو په موده کې د تفسير او قرات علوم لولي، تفسير جلالين شريف له مولوي شرف الدين نه هدايه او ځينې نور ديني علوم له مولانا غوث زمان محمد عمر جان زده کوي.بيا غزني ته ځي، هلته د يوه کال په موده کې له ملا علي محمد څخه چې د نقشبنديې طريقې شېخ و، د نقشبنديې طريقې څوارلس ګونې لارې زده کوي او له مولانا حاجي ملا قربان علي نه صرف و نحوه او ځينې نور ديني کتابونه لولي. بهايي جان په يوويشت کلنۍ کې د محمد موسی لخوا د لوګر د څرخ کې د دوی د روحاني کورنۍ د سفير په توګه ګمارل کيږي،څو په څرخ کې خلک خپل د کورنۍ روحاني طريقې ته راوبولي.

دی په خپله هم د لوګر څرخ ته د تګ په هکله وايي : (( زه يې ځکه څرخ ته د سفير په توګه ولېږلم چې زما عمر له څلوېښتو کلونو څخه کم و. که چېرې زما عمر د څلوېښتو کلونوڅخه زيات وای، نو زه به د خليفه او د طريقت د شېخ په توګه ګمارلم .))

همدا ډول بهايي جان دوه کاله په کابل ولايت کې هم زده کړې وکړې. ددې دوه کالو په موده کې يې (( مشکوته الانوار او نحوه )) له مولانا قيام الدين نيازي او منطق يې له مولانا عبدالروف کندهاري څخه په ميزان الحقيق مدرسه کې لوستي دي. بهايي صاحب د ژوند له خپلې کورنۍ سره د لوګر په څرخ او غزني کې پاتې شو، چې اولاده يې اوس هم په څرخ او مېشت دي او هلته يوه ستره خانقا او کتابتون لري.همدارنګه بهايي جاند کابل په دهدانا سيمه کې هم يوه خانقا لري،چې ډېر سالکان ورته تګ را تګ کوي .

د بهايي جان اثار:

بهايي جان د نطم او نثر په برخه کې زيات شمېر اثار ليکلي،چې ټوټل شمېر يې څلوېښتو اثارو ته رسي .ځينې يې دده په ژوند او ځينې نور يې د نوموړي ژوندانه روسته د چاپ ډګر ته سپارل شوی او يا چاپ ته سترګې په لار دي. د بهايي جان لاندې ذکر شوي اثار د سرمحقق سيد محی الدين هاشمي په مقاله (( ارواښاد بهايي جان عرفاني، ادبي او روحاني شخصيت )) کې ،چې په خرشيد مجله کې په کال ( ۱۳۸۸ ه.ش ) په اوومه ګڼه کې  خپره شوې ذکر کړي، ما هم يوازې چاپ او ناچاپ  اثار سره جلا کړي دي .

  • چاپ شوي آثار:
  1. د بهايي جان کليات ( د پښتو اشعارو دېوا دی چې په ۱۳۳۲ ه.ش کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی )
  2. جزئيات
  3. چهارده معصوم ( د پښتو او دري شعرونو مجموعه )
  4. چراغ المريدين ( چاپ ، ۱۳۰۹ ل،په دري ژبه د نقشبنديې طريقې او نور تصوفي مسايل دي )
  5. دره العاشقين ( د دري او پښتو ژبې شعرونو ټولګه ))
  6. چلتار مدينه (چاپ ، ۱۳۴۱، د پښتو او دري شعرونو ټولګه )
  7. ساقي نامه ( دري نظم و نثر . چاپ کال ۱۳۶۹ه.ش )
  8. آسمان حسن ( دري نظم و نثر، چاپ کال، ۱۳۶۹ ل )
  9. مصطلاحات صوفيه ( چاپ کال، ۱۳۶۹ ل )
  10. روضته الشعرا ( چاپ کال، ۱۳۳۷ ل )
  11. روضته العرفا ( چاپ کال ۱۳۳۷ ل )
  12. غزلباغ ( چاپ کال ۱۳۴۲ ل )
  13. رودبارني ( چاپ کال ۱۳۴۲ ل )
  14. بحر النوار ( چاپ کال ۱۳۴۲ ل )
  • نا چاپ شوي آثار :
  1. برک بهاري ( دري څلوريزې )
  2. مناره ( پښتو څلوريزې )
  3. نارونور.
  4. سرار مدينه
  5. انوار مدينه
  6. ارغوان
  7. فرخاري
  8. مراسله بهاري
  9. ديوان بهايي
  10. ګلدسته ( ګلچين دري اشعار،۱۳۵۵ ل)
  11. سمنګاني ( پښتو او دري نظم ونثر دليکنې تاريخ ۱۳۵۰ ل )
  12. رساله دښځوپه پښتو ( قلمي )
  13. د انسان کامل رساله ( دري قلمي )
  14. ابرارمدينه ( پښتو او دري قلمي )
  15. چلتار بهايي ( قلمي )
  16. فرخاري ( قلمي، ۱۳۶۷ ل )
  17. دغزني مناره ( قلمي ، ۱۳۳۸ )
  18. نقل و پتاسه ( قلمي )
  19. مسرلات افغاني ( قلمي، ۱۳۳۸ ل )
  20. رسايل سراپای معشوق
  21. نکات و اشارات ابرار مدينه .
  22. رساله کوچک شرخ واقعات سفر هرات
  23. پښتو لومړی ديوان
  24. دويم دفتر پښتو ديوان ( ۱۳۱۰ ل )
  25. کليات دويم دفتر ( قلمي )

اخځليکونه

  1. اسحق زی،اورنګزيب .( ۱۳۹۴ لمريز). عرفان او ادب،جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  2. ناګار فضل ولي. ( ۱۳۹۴ لمريز ). عرفان، ننګرهار افغانستان: ناګار خپرندويه ټولنه .
  3. سوبمن منګل، نصر الله . ( ۱۳۸۲ ه.ش ). زندګي نامه و جزيات حضرت سيد بهايي جان،کابل کارته پروان : مطبعه نعماني.
  4. حبيب زوی عبدالرحمن . ( ۱۳۹۵ لمريز) . د بهايي جان کليات،سنکړ پبليکېشنر،مردان: لوکرانا خپرندويه ټولنه .
  5. سوبمن منګل، نصر الله .( ۱۳۹۱ لمريز ). د بهاي جان پېژندنه، کابل افغانستان: شعيب مطبعه .
  6. منګل، علي محمد .( ۱۳۸۳ لمريز ). حضرت سيد بهايي جان و استاد خليل الله خليلي، کابل کارته پروان : مطبعه نعماني.
  7. بهايي جان. ( ۱۳۳۷ لمريز ). روضته الشعرا، پېښور: مکتب بنوريه .
  8. بهايي جان. ( ۱۳۳۷ لمريز ). روضته العرفا، پېښور : مکتب بنوريه .
  9. مجله بهايي. ( ۱۳۹۶ لمريز ). جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  10. رساله نائيه مولانا يعقوب چرخي، به تصحيح خليل الله خليلي .
  11. نفحات الانس، نورالدين عبدالرحمن جامي .
  12. مقاله پروين ناهيدي
  13. پاکفر، محمد سرور. ( ۱۳۸۳ ه.ش ). خراسان مجله مطالعات زبان و ادبيات،کابل افغانستان : رياست نشرات اکادمي علوم افغانستان .
  14. هاشمي، سيد محی الدين. ( ۱۳۸۸ لمرير ). د ارواښاد بهايي جان عرفاني، ادبي او روحاني شخصيت ،کابل افغانستان، خورشبد مجله ارګان نشراتي رياست عمومي فرهنګ هنر .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply