شيرمحمد عباس ستانکزي د پاملرنې په پار

0 609

شيرمحمد عباس ستانکزي د پاملرنې په پار :

خپل هېواد ته سپک نظره هېڅکله نه درنيږي

د واک وځان امتياز لپاره د مظلوم ملت وينه تويول او پرې چڼې وهل ستر ظلم وخيانت دی

د سولې پته قطر، مسکو، تهران، اسلام اباد وبېجنګ نه، بلکې کابل دی. له موږ خو د سولې (د ملي روغې جوړې) واک ضياء برمته کړی وو، خو له طالبانو باجوه برمته کړی. که موږ مجاهدينو ښادي ليدلي وي، نو طالبان به يې هم وويني. لله الحمد والمنة ولسمشر غني پخپل ابتکار واستعداد وتوانېده او د سولې واک يې له بېځايه لاسونو او ادرسونو خپل کور ته راوړ او پخپل واک يې راوست

نوټ : طالبانو هم د مجاهدينو په څېر لکه د بني اسرائيلو په شان په تيه ميدان کې خپله لاره او پته غلطه کړې. هغوی هم سرزوري ول او طالبان هم سرزوري دي. هلته په ټولنه کې پېغمبر موجود وو، بيا يې هم د هغه خبره نه منله، ولې موږ که پېغمبر نشته، نو کتاب الله وسنت خو يې پرېښي دي چې پرې عمل وکړو او هم له ننني نړيوال سياست سره ځانونه عيار کړو کنه ورکيږو. امريکا ته ځان ژمن، خو خپل ولس، خدای و رسول او خپل ضمير ته ځان ژمن نه بولي. د ضمير کابلوف او نورو پر خولې اعتماد کوي، خو د خپل ولس او خپل ولسمشر پر خولې نه. شخوند د چا پر روزۍ وهي او د چا دروازې چا ته پرانتې پرېږدي؟

د جهاد وکډوالۍ د چاپېريال ترخه يادونه :

د شېرمحمد عباس ستانکزي د پوهاي په پار :

زموږ دروازې ټرمپ (امريکا) ته خلاصې دي

نعم الامير علی باب الأمير

بئس الفقير علی باب الأمير

زما نغوته طالبي مشرتابه او مرستيال ته يې ده

د اوسنۍ او مخکېنۍ سولې سبوتاژونه

د مخکېنۍ او اوسنۍ سولې سبوتاژونه چې هلته په جهادي پير کې له روسانو او په اوسني پير کې ستاسې و د مشر لالا ترمينځ ده، خو توپير يې دا دی چې موږ مجاهدين د مشر لالا زېږنده وو او تاسې يې هم ياست. تمويلوونکي او روزونکي مو يو ول او موخې هم روښانه وې چې د روسانو وتل ول، خو نن روزونکی هماغه زوړ، خو ياران لږ شانته نوي دي، نو موخو هم بدلون وخوړ.

هلته چې زموږ سوله سبوتاژ او ورسره سياسي واک مو هم د خپلې سرزورۍ له امله له لاسه ووته چې لا تر ننه هماغه لوبه روانه ده.

توپير يې دا دی چې هلته سوله سبوتاژ او واک مو هم له لاسه ووت، نو استازی مو هم خپل نه، بلکې پردی ((محمد علي خان جونېجو)) وو چې هغه هم په ټوله کې د رياست له لورې محکوم دي او هېڅ ژبنی او د وينې تړاو مو هم ورسره نه وو، بلکې په طالبي پير کې تاسې د هماغه رياست له لورې د يو وايسرا بڼه لرئ چې ژبنی او د وينې جوړښت مو سره يو، خو ذهنيت مو سره ورته نه دی.

جونېجو هم افغان و مجاهد نه وو، بلکې سندی او له موږ سره يې هېڅ تړاو نه لرلو، خو تاسې له مسلکي پلوه طالب نه ياست. جونېجو هم د مجاهدينو يا د افغانانو له طبيعت او ذهنيت سره اشنا نه وو او تاسې هم د خپل ولس له طبيعت وذهنيت اشنا نه ياست. دا خاوره او دا ملت هېڅ پردی نه شي زغملی.

دا چې تاسې وايی چې زموږ دروازې لا پرانتې دي، نو لومړی تاسې سوچ وکړئ چې تاسې دا يو کال د چا په دروازو کې ولاړ ياست؟

تاسې د چا دروازې امريکا ته پرانتې پرېښي؟

د مسکو، تهران، اسلام اباد او د بېجنګ؟

هغه خو ستا اصلي مينه ((ټاټوبی)) او مور نه ده.

وطن (هېواد) خو مور ده او مور دې پخپل ځای ستا له لاسه ټپي ټپي ده. تاسې رحم له هغه چا غواړئ چې په تېر جهادي پير کې ترې موږ ته يونيم ميليون شهيدان او له دوو ميليونو زيات معيوب په ميراث راپاتې دي او لا تر ننه ترې کړيږو.

تاسې لا تر ننه دا سوچ ونه کړ چې په تېر کې موږ څومره له همدې سوړو چيچل شوي يو او نن لا بيا هم تاسې ترې د رحم تمه کوئ؟ هغوی په وياړ وايی :

مېجر عامر سپينې خبرې

موږ امريکا ته ستر خدمت کړی. د طالب نظام مو ورته ړنګ کړ. شپږ سوه کسان يې مو ژوند په لاس ورکړل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ او نن تاسې د هماغه ادرسه په قطر کې له چا سره خبرې کوئ؟

ښاغلی ستانکزی،

تاسې يوه عجيبه پېچلې څېره ياست چې :

  • ذهنيت مو د چا،
  • ژبه مو د چا،
  • زړه مو د چا،
  • او وينه مو د چا ده؟

تاسې يوځلې ځان په هېنداره کې ووينئ چې د چا له ذهنيت، د چا له زړه او د چا پر ژبه خبرې کوئ؟ د چا د زړه پېغام چا ته رسول غواړئ؟ د چا ګټې تضمينوئ؟

مشوره :

ښاغلی ستانکزی،

زما مشوره تاسې ته دا ده چې لا تر اوسه د خپلې مور غېږ تاسې ته پرانېستې ده. تاسې ولسمشر ټرمپ (امريکا) ته د بل د کور دروازې مه پرانېزه. که څوک يې ورته پرانيزي، هغوی د ضمير کابلوف، جواد ظريف او قريشي غوندې خپل رسمي استازي او استازولۍ لري، خو تاسې د بل چا پيغام ټرمپ ته مه رسوئ!

ستا کور و دروازه او ادرس ټرمپ او نړۍ ته معلومه دی چې هغه افغانستان او کابل دی نه نور ځايونه او پلازمينې چې خپله هم پکې د يو مساپر هومره واک هم نه لرې.

که تاسې دومره واک او يا درنښت چا ته لرلای، نو خواجه محمد آصف، مشاهد حسين، شهباز شريف، شاه محمود قريشي، سراج الحق، مېجر عامر، رستم شاه مهمند غوندې خلکو به نن له رسنيو سره منښتې نه کولای. د بوټو وضياء له پيره راواخله تر دې دمه ستا اصلي خواخوږي څوک دي؟

تاسې څوک وژنئ، او سوله له چا سره د چا د ګټو لپاره کوئ؟

د ارواښاد مولانا عبدالحق د اکوړي مهتمم (بنسټګر) د وخت کيسه ده :

په اويايمه لسيزه کې يو خټک مولانا صاحب ته راغی او هغه په درس خونه کې پخپل تدريس بوخت وو. سلام يې واچولو او ارواښاد مولانا عبدالحق ته يې وويل :

مولانا صاحب! ستا يو طالب زما له دوکانه غلا وکړه او زه تا ته راغلم که ته يې پېژنې راته پيدا او مال ترې رانه بيرته واخلې. مولانا صاحب ورته مخ کړ او ورته ويې ويل :

ته يې پېژنې؟

که يې پېژنې ولاړ شه معلوم يې کړه او ما ته يې راوله.

هغه ولاړ او خونه په خونه وګرځېده او د هرې خونې طالبان يې له نظره تېر کړل، خو هغه تن چې غلا يې ترې کړې وه په نظر ورنه رغی. ټول يو شان ته ښکارېدل، نو بيرته مولانا صاحب ته راغی او ورته يې وويل ما خو پيدا نه کړ او ټول يو شانته ښکارېدل.

مولانا صاحب ورته وويل :

چې ته يې نه پېژنې چې دوکان ته هم درغلی وو، نو زه به يې څه وپېژنم؟

دا خو زما طالب نه وو. زما طالب خو غلا نه کوي بلکې دا ختمي غل وو چې د طالب په جامه (لباس) کې درغلی وو او له تا يې غلا کړې ده.

زما مشوره طالب مشرتابه ته دا ده چې دوی بايد پخپل تګلوري ((مسير)) او مرکچي باندې له سره غور وکړي. د دوی مرکچي د دوی له ډلې ومسلک سره له مسلکي اړخ سره پيوند نه خوري. همداسې يې وياند درواخله. دوی بايد د يو سرتاسري سولې لپاره خپل ادرس يعنې کابل ته مخه کړي. که د ضياءالحق په وخت کې جونېجو زموږ درد دوا کړی وي، نو نن به يې ضمير کابلوف، جواد ظريف و شاه محمود قريشي هم دوا کړي، خو کلا وحاشا داسې نه ده. طالب خپل لوری غلط کړی او اوس هم لا وختي دی او خپل لوري ته بايد په درنښت او اخلاص راستانه شي.

مور مور ده، مور د مينې وترحم مرجع ده، مور د مينې وترحم سمبول دی. وطن (هېواد) د عزت ځای (زانګو) ده. خاورې، آب وهوا (طبيعت)، ښکلا او ملت ته يې الله تعالی عزت ورکړی. د بل په کور کې سوله مه لټوئ او مه له نورو د سولې تمه کوئ!

تاسې يوځل لږ تاريخ هم سر ورښکاره کړئ چې هېټلر هم غازي امان الله خان ته په يو استول شوي ليک کې ټټر وهلی وو او همداسې ضياءالحق د فضل حق ګونر په لاس يو ليک ارواښاد محمد ظاهر شاه ته هغه وخت روم ته استولی وو، خو دواړو د چا خبره منلې نه وه. هېڅوک له چا سره د خدای د رضا لپاره مرسته نه کوي، بلکې خپلې موخې لري.

تاسې خو لږ دې خپل ګرېوان کې هم سر کښته کړئ چې دا د يو کال راهيسې د قطر غوندې په يوه قيمتي ځای او لوکسو (ښکليو) هوټلونو کې دا لګښت چا ورکولو؟ د چا پر دسترخوان ناست وئ او د چا پر ډوډۍ مو شخوند وهلو؟ نو د الله تعالی ساده ګله تاسې چا ته خپلې دروازې پرانتې پرېږدئ؟ دا سفري لګښتونه مو څوک درکوي؟ مسکو هم دومره ارزانه ځای نه دی.

ښه به دا وي چې د بل د کور وکالت مه کوئ. تاسې خو لږ سورة يوسف ته سر ورښکاره کړئ چې يوسف عليه السلام د زليخا له کړنو او ګواښنو سره سره يې د هغې د خاوند او د کور (مسکن / بودوباش) احسان هېر نه کړ. ښه به دا وي چې تاسې دا اسلامي ارزښتونه ښه په غور مطالعه کړئ. تاسې به پوه شئ چې الله تعالی انسان ته څومره خپلواکي او هم ورسره خپل حدود ټاکلي دي. زموږ د ټولنې ستونزه همدلته ده چې زموږ پوهه کمه او سرزوري مو ډېره ده. ځکه خو ژر د استخباراتو په لومه کې د مذهبي احساساتو له مخې په اسانه د نورو په دام کې نښلو. ښه به دا وي چې تاسې اوس د نورو د دروازو پر ځای چې هلته هېڅ ډول عزت درته نه پاته کيږي خپل کور يعنې د خپلې مور غېږ ته راستانه شئ. تاسې خو خپلې مور نه، بلکې بل چا د بل په لمسونه شړلي او له واکه لېرې کړي ياست او نن لا بيا هم تاسې د هغوی په دروازو کې ولاړ ياست او لا ټرمپ ته چې اداره يې پينتاګون همدا اوس ستاسې لګښتونه په قطر د هوټل څښتنانو ته ورکوي او پردۍ دروازې ورته پرانېستې پرېږدې.

مرحوم مولوي محمد يونس خالص هم دغسې يو بېځايه بلنه رېګن ته ورکړې وه. اګر چې اسلامي دعوت ښه کار دی، خو داسې يو چا ته چې د جهاد ومهاجرت په دوران کې يې د هغوی پر مال (روزۍ) شخوند وهلو او وسله يې تر غاړې وه. دا به ډېره نامعقوله خبره وي چې د هوټلونو له لګښتونو سره سره د پردۍ دروازې د دنيا زورور مالدار ((پانګوال)) ته پرانتې پرېږدې. لږ خو دېته هم سوچ په کار دی چې په همدې قطر کې د چا په لګښتونو ګرمې پسکې ولې؟

د ناروي پرځای د اروپايي هېوادونو پر ځای به ښه دا وي چې په دې خپله خاوره کې په پوره مېړانه او جرئت سره له ولسمشر او خپل ولس سره کښېنئ او ستونزه حل کړئ! له استخباراتو راووځئ!

له ولسمشر غني سره ملي روغه جوړه دا به درته له هر اړخيز پلوه په دنيا او هم په آخرت کې ښه وي. ستاسې جنګ له ولس سره هېڅ مشروعيت نه لري او له دې نامشروع جګړې نه د تفاهم او هم د ښاغلي غني د بېساريو سترو ګټورو پلانونو کې په رڼا کې خلاص او بيرته خپل عادي ژوند ته راوګرځئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان: له امريکا سره نهايي شوي هوکړه ليک ته اوس هم ژمن يو

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-49724032

طالبانو له امريکا سره د خپلو خبرو د جزئياتو د شريکولو لپاره ايران ته پلاوی استولی

http://www.taand.com/archives/134847

طالبان: ټرمپ دې پر خپل ټويټ بيا غور وکړي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49735158

ملګري ملتونه: د طالبانو لخوا پر عامو وګړو بريد بشري جنايت دی

https://larawbar.net/52633.html#.XYHBYChKiUk

طالبان: ټرمپ دې پر خپل ټويټ بيا غور وکړي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49735158

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply