ولسي همکاري ولې مهمه ده؟

0 784

محمدبشیر یوسفزوی-

له امنیتي او کشفي ارګانونو سره ولسي همکاري ځکه مهمه ده چې ولس د هیواد په لر او بر او هره ګوښه کې ژوند کوي او هیڅ  او هیڅوک هم د دوی له سترګو پناه نه وي، نو په دې خاطر باید ولس له خپلو امنیتي ارګانونو او مسوولینو سره دوامدار په اړیکه کې وي او د اړتیا پرمهال هغوی ته هم خبر ورکړي او هم ورسره همکار وي.

حکومت نشي کولای چې د هیواد هرې سیمې، هر کلي او هر جومات، حجرې او دېرې باندې یو یو کس پیره دار ودروي او یا هره لویه او وړه لاره، شېله، دره او ګودر وڅاري چې هلته څه تېرېږي او څوک ورباندې څه وخت تګ راتګ کوي، ځکه چې نه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر دومره دی او نه هم زموږ امکانات دا ایجابوي او نه هم دا عملي ده.

نو په دې خاطر د ولس همکاري ډېره مهمه ده او ولس باید په دې برخه کې خپل رسالت او مکلفیت چې هم یې د ځان، هم یې د هیواد، هم یې د ټولنې او هم یې د دولت، نظام او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې لري، ترسره کړي. د دوی مکلفیت دادی چې نه خپل کوم جرم او جنایت ترسره کړي او نه هم نورو ته د دې اجازه ورکړي. په دې کې شک نشته چې په ډېرو مواردو کې ولس له جنایتکارو ا ومجرمینو سره تقابل کې نشي واقع کېدلی، ځکه د دوی ژوند او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې وي.

مګر د ملي امنیت عمومي ریاست د ولسي همکارۍ د جلبولو لپاره ځینې خوندي لارې سنجولي او د دې لپاره یې ۱۰۰۱ شمېره اعلان کړې ده او ولس په ډېره اسانۍ سره کولای شي چې د اړتیا پرمهال له دوی سره د همدغې شمېرې له لارې په اړیکه کې شي او هغوی ته د مشکوکو مواردو په اړه اطلاع او خبر ورکړي.

که چېرې ولس په دې برخه کې فعال او همکار واوسي، نو باور دی چې نه یوازې خپل ځان او محلې ته به یې ګټه رسېدلي وي، بلکې په لویه کې به یې هیواد او هیوادوال له وژنو، چاودنو، بریدونو او نورو ډېرو ناخوالو څخه خوندي کړي، ځکه کله چې تروریستي او جنایتکاره ډلې په دې پوه شي چې دوی د ولس په منځ ، کلیو او بانډو کې خوندي نه دي او تروریستي فعالیتونه نشي ترسره کولای، نو دوی به له وېرې وتښتي او بېرته به له کرښې هغې غاړې ته خپلو پټنځایونو ته لاړ شي او خپلو بادارانو ته به ووایي چې دوی نشي کولای او په دې ډول به هیواد له تروریستي بریدونو څخه په امان شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply