د ملکيانو وينه مه تويوئ

0 478

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو له پیل سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی، خو اوس چې دغه مذاکرات لغوه شوي، دواړو لوریو د جګړې پر سختېدو ټینګار او پر یو بل د پراخو بریدونو کولو ګواښ کړی دی.
د مالوماتو له مخې، یوازې په تېره یووه اوونۍ کې د چاودنو او بریدونو له کبله ۹۷ ملکیان شهیدان شوي او ۱۹۹ نور ټپیان دي. دغو کسانو ته یوازې په کابل، زابل، پروان او ننګرهار ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني هم تازه اعلان کړی چې صفر۲ قطعه تر دې وروسته شپني عملیات نه‌شې کولای. د راپورونو له مخې، د دغې قطعې په عملیاتو کې تر ډېره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې څو ورځې وړاندې یې له کبله د ملي امنیت عمومي ریاست رییس محمدمعصوم ستانکزي هم استعفا وکړه.
بل ‌خوا د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو کچې ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د خپلو بریدونو او چاودنو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
سره له دې چې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې په بریدونو او چاودنو کې چې په عامه ځایونو کې یې کوي، ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي، خو د جګړې ټولو لوریو ته په‌ کار ده چې د عامو وګړیو ژوند ته جدي پام وکړي.
که څه هم په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې ټول قربانیان افغانان دي، خو د دغې جګړې ښکېل اړخونه باید د خپلو چاودنو، بریدونو او عملیاتو پر مهال د عامو خلکو ژوند و نه ګواښي او نه یې هم په مستقیم ډول نښه وګرځوي.
د ملکیانو په نښه کول، جنګي جنایت دی او بریدګرو ته یې باید سزا ورکړل شي. که د جګړې ښکېل اړخونه د خپلو چاودنو او بریدونو پر مهال عامه ځایونه و نه ګرځوي یا هم له بشپړ دقته کار واخلي، ښايي د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه تر ډېره را کمه شي.
خو که د جګړې ښکېل اړخونه په لوی لاس عام وګړي په نښه کوي، دا له افغانانو سر ستر خیانت او ظلم دی چې د تاریخ پر پاڼو به ولیکل شي. وسله‌وال طالبان، داعشیان، امریکایان او ان افغان ځواکونه باید د خلکو ژوند ته ارزښت ورکړي او نه یوازې د خپلو بریدونو او چاودنو پر مهال یې په نښه نه کړي، بلکې لا یې وساتي.
له تېرو یوې نیمې لسیزې راهیسې چې په هېواد کې جګړه روانه ده، تر ډېره پکې عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. دغې جګړې که له یوې خوا له ښکېلو لوریو قرباني اخیستې، بله‌خوا یې عام افغانان هم سخت ځپلي، خو ګټه یې یوازې پردیو وړې ده.
لومړی خو په ‌کار ده چې اوسنۍ پردۍ جګړه چې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي، پای ته ورسېږي او ښکېل اړخونه یې د جګړې او د یو بل وینې تویولو پر ځای، د سولې مخامخ خبرو اترو ته سره کېني او دا ناورین بالاخره پای ته ورسوي.
خو که د تېر په څېر بیا هم پر جګړې ټینګار کوي او نه غواړي دا پردۍ جګړه چې قرباني یې افغانان ورکوي او موخې ‌پکې د نورو پالل کېږي، ختمه شي؛ نو لږ تر لږه په‌ کار ده چې پر مهال یې د عامو وګړیو ژوند و نه ګواښل شي.
امریکا، طالبان، داعشیان او نورې وسله‌والې ډلې باید د افغانانو له شهیدانولو او ټپیانولو نور لاس واخلي او لږ تر لږه یې عامو وګړیو ته اجازه ورکړي چې ارام ژوند وکړي.
خو که دا لوري بیا هم د ملکیانو ژوند ته ارزښت ور نه کړي او ورته د مرګ‌ژوبلې اړول دوام وکړي؛ نو لرې نه ‌ده چې ولس پسې راپورته شي او د خپل ژوند خوندي کولو لپاره په خپله لاس په‌ کار شي. هاغه مهال به بیا په هېواد کې اوسنی وضعیت یا سم شي او یا به هم بېخي د کړکېچ خوا ته لاړ شي، خو تر هغې مخکې د جګړې ښکېل اړخونه باید د عامو خلکو ژوند ته درنښت وکړي او په خپلو چاودنو او بریدونو کې یې نښه و نه ګرځوي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply