زموږ د ستونزو حل زموږ په لاس کې دی

0 458

محمدروښان ښاد-

پوره څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان له ستونزو، ناخوالو، ناامنیو، جګړو، ورانیو او کډوالیو څخه ځورېږي او د دې ټولو نادودو اصلي قربانیان زموږ عام هیوادوال دي. دغه  ننګونې چې افغاني ټولنه یې له بهره اغېزمنه کړې ده، هم داخلي او هم بهرني ابعاد لري او تر هغو چې د دغو ابعادو او لاملونو په له منځه وړلو کې عام خلک په یو لاس له حکومت سره اوږه په اوږه لاس په کار نشي، نو دا بدمرغۍ به همداسې ادامه ولري.

زموږ د ټولو ستونزو مورینه بدمرغه جګړه ده، نیابتي او تحمیلي جګړو د طالبانو تر څنګ تر 20 د ډېرو نورو ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د مخالفانو بهرنی ملاتړ ځينې وخت د کندوز، غزني او فراه ولایتونو د سقوط د پلانونو جوړولو په شان ګواښونو لامل شوي او نور جدي ګواښونه لکه داعش یې راپورته کړي. د دغو تروریستي او وسله والو ډلو او ګروپونو د وحشتونو او جنایتونو زیاته صدمه ولس ویني او د مخنیوي لپاره یې هم ولسي همکاري مهمه او حتمي ده، ترڅو چې ولس له خپلو ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو کلیو، سیمو او ولسوالیو په کچه همکاري او همغږي رامنځته نه کړي، نو له دغه افت او وحشت څخه په اسانۍ نشي ژغورل کېدای.

په ښارونو کې د نا امنیو ډېرېدل د جګړهمارو له لوري دا تاکتیک د هغوی تر ناکامېدو وروسته په جګړهييزو جبهو کې پیل شو، تر څو خلک لا ډېر د حکومت پر وړاندې راوپاروي، مګر زموږ ولسونه هوښیار دي، خپل دوست او دښمن پېژني او اوس د پردیو په خوله او لمسون له خپل حکومت پسې نه یوازې نه راپاڅېږي، بلکې د خپل دولت ننګه او ملاتړ کوي.

د څه باندې سل زرو نړیوالو ځواکونو وتلو نه یوازې د افغان ځواکونو مسؤولیت څو برابره کړ، بلکې د ډېری هغو خلکو پر معیشتي برخو یې هم اغېز وکړ چې لګښتونه یې د هغوی له حضور سره تړلي وو.

د افغانستان د ځان نه بسیاوالي له امله له همپیمانه په ځانګړې توګه امریکا متحدو ایالتونو سره د اړیکو سوړوالي، د پروګرامونو پلي کول او د چارو مخ ته وړل له ستونزو سره مخ کړي وو.

د افغان ځواکونو تلفات او مادي لګښتونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د امنیتي مسؤولیتونو تر منلو وروسته ډېر شوي دي.

د نړیوالې کډوالۍ څپې په ځينو هېوادونو لکه سوریه او عراق کې د وضعیت خرابېدو له امله د کډوالۍ په مدیریت کې ناورین رامنځته کړ چې له داخل او ګاونډیو هېوادونو څخه پرمختللو ټولنو ته یې د افغانانو د کډوالیو پر شمېر هم پاموړ اغېزه وکړه.

افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي چې که خدای کول دا ځل به د ولسمشر غني د پنځه کلنې واکمنۍ له برکته هم دوی ثبات ته ورسېږي، هم به هیواد امن شي او د پرمختګ په لور به خپل مزل لنډ کړي او هم به امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو دندو او مسوولیتونو ته لا ډېر متوجه شي، ځکه د قوې د مشروع استعمال انحصار یوازې تر دوی پورې محدود دی او له دوی مه واره بل هیڅوک هم د وسلې د استعمال اجازه نه لري.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply