سیمې او نړۍ زموږ د ځواکونو قوت منلی

0 571

عبدالکریم مرام-

پنځلس کاله وړاندې موږ د یو داسې هیواد میراث لرونکي شو چې ټولو بنسټونو یې سقوط کړی و او د دې هیواد ملي بیرغ متاسفاته په هیڅ سرحدي تاڼه او لوا او زموږ بنسټونو کې نه رپېده، له صفر مو پیل کړ، ترڅو تر خاورو لاندې په ورانیو او د جنګ کنډوالو کې زموږ د هیواد د زړورو ځوانانو په همت د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټ کېږدو. زموږ د وسله والو ځواکونو تشکیل اسانه کار نه وو، د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو له ځانه تېرېدنه او قرباني یې غوښته، د خلکو تعهد او فداکاري ته یې اړتیا لرله او په عین وخت کې بین المللي باور او اعتماد ته اړتیا وه چې له افغانستان سره مالي، تخنیکي او د وسلو مرستې وشي.

یوازې موږ هغه هیواد نه و چې مرستې ته مو اړتیا لرله، کله چې جاپان او المان د دوامدارو جنګونو له امله یو د بل مرستو ته اړتیا پیدا کړه، له هغوی سره مرسته وشوه او د ځواکمنو بنسټونو لرونکي و، نو له برابرو شویو فرصتونو او زمینو یې ښه استفاده وکړه، اما جنوبي کوریا له نړیوال جنګ وروسته یو له بې وزلو هیوادونو چې له جنګ څخه سخت زیانمن شوی و د بین المللي مرسته کوونکو مرستو ته او زموږ په څېر د بنسټونو د ستونزو په لرلو سره اما په یوه ټینګه اراده یې وکولای شول له درې لسیزو په کمه موده کې د مخ پر ودې او متمدنو هیوادونو په لومړۍ لیکه کې ځان ته ځای پیدا کړي او په عزت او سرلوړۍ نه یوازې خپل استقلال او حاکمیت وساتي، بلکې د نړۍ انکشاف کې په قوت او سرلوړۍ خپل سهم ادا کړي.

که د دې هیوادونو رهبران خپلو لنډمهالو شخصي ګټو پسې وای، نه یوازې دا چې خپلو هیوادوالو ته یې هوساینه او نېکمرغي نشوه برابرولی، بلکې په قوي احتمال ملي حاکمیت او خپل استقلال یې هم له لاسه ورکاوه. موږ هم کولای شو له ځانه تېرېدنې او د خپلو مشرانو تعهد او د ټولو خلکو په همکاري له پاتې ستونزو سره مبارزه وکړو او په اوږدمهاله لید سره د راتلونکو نسلو بهترینو ګټو ته په کتو د تعمق، فکر او نه احساساتو له مخې تصمیم ونیسو او د خپل خدای او تاریخ پر وړاندې سرلوړي اوسو. 

اول: زموږ سرتېرو او خلکو په روان سخت کال کې وښودله چې له خپل هیواد او لاسته راوړنو څخه په مېړانه او اتلولي دفاع کوي او ثابته یې کړه چې له امکاناتو او تجهیزاتو خالي ځای د وطنپالنې په لوړه روحیه او د سرښندنې او ایمان په عالي مورال ډکوي. زیات هیوادونه دي چې دا ازموینه یې په بریالیتوب بشپړه نه کړه، له دې ازموینې څخه په تېرېدو نړۍ زموږ د امنیتي ځواکونو د توانایي پېژندلو او اعتراف ته مجبوره او په نهایت کې د مساوي او برابر متحد او همکار په توګه د همکارۍ او ملاتړ دوام شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply