د خپلواکۍ ساتل همت، شجاعت،پوهه او تدبیر غواړي

0 942

اېمل پیاوړی-

د جمهوررئیس غني د ځانګړې مینې او پاملرنې له برکته سږکال نه یوازې د استقلال د سلم کال په ویاړ د هیواد په لر او بر کې شاندارې غونډې جوړې شوې، بلکې د خپلواکۍ مفهوم د ټولو په اذهانو کې بنسټي شو او د تل لپاره یې ځای ونیوه.

په تېرو څلوېښت کلونو کې د هیواد دښمنانو په مختلفو طریقو ډېر کوښښونه وکړل چې افغانان له خپل  استقلال، خپل هویت او خپل تاریخ سره رابطه وشلوي او په دې ډول یې له خپلو ویاړونو او ارزښتونو څخه پردي کړي، د کمترۍ او پردیتوب په احساس یې اخته کړي، مګر دا چې افغانا له اوله له استقال سره بې کچې مینه لرلي او خپلواکي د دوی په طبیعت کې اغېږلې ده، نو په دې خاطر زموږ د وطن ، هویت او خپلواکۍ دښمنان لا هم د خدای په فضل او زموږ د هیوادوالو د همت له برکته په دې نه دي توانېدلي چې افغانان له خپل هویت او ارزښتونو څخه پردي کړي.

د استقلال د سلم کال په ویاړ د هیواد په داخل او خارج کې د افغانانو د لمانځنې غونډې دا ثابتوي چې د وطن مینه زموږ د هیوادوالو د ایمان برخه ده او د دوی د همدغې مینې او د ویاړلو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزو او سرښندنو له برکته به که خدای زموږ درې رنګه ملي بیرغ  د خدای په مرسته  د وطن په پاکه فضا کې تل رپاند وي. نه یوازې په وطن، بلکې له هیواده بهر، ځکه چې افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو او ډګرونو کې تر دې مهاله د افغانستان بیرغ رپاند ساتلی او په خپلو بریاوو سره یې ډېر ویاړونه هیواد ته راوړي دي او باور دی چې که په وطن کې جنګ نه وي، نو د کرکټ او نورو لوبو په څېر به زموږ ځوانان په نورو برخو کې هم په ملي، منطقوي او بین المللي کچو ښه وځلېږ.ي او د ډېرو پام به ځان ته ور واړوي.

 ازادي د الله تعالی لوی نعمت دی چې ساتل یې نه یوازې همت او شجاعت، بلکې پوهه او تدبیر غواړي. ازادي هغه وخت ساتل کېږي او پالل کېږي چې وطن مو ترقي وکړي او وطنوال مو د کسب او کمال په برکت د حلالې روزي خاوندان وي. دوی په خپل وطن کې په ارامه فضا کې د عزت ژوند وکړي، سر او مال یې خوندي وي او له هیچا څخه د هیڅ ډول وېرې احساس ونه کړي، مګر د افغانستان دښمنانو او تروریستي ډلو او ګروپونو د تحمیلي جنګ او تروریستي بریدونو، انتحار او انفجار په ترسره کولو سره زموږ د خلکو ژوند او ارام ورڅخه اخیستی، مګر زموږ ویاړلي سرتېري هره لحظه د هیواد په هره برخه کې هڅه کوي چې د افغانستان دښمنان نابود او سراسري امنیت او ثبات تامین کړي او که خدای کول دوی به ډېر ژر دغې لویې او ملي موخې ته ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply