ولسه اوس پرې پوه سوې چې دڅه لپاره جنگ دی ؟/حبیب الله غمخور

0 581

ګلبدین حکمتیار چې دوه کاله وړاندې د پاکستاني چارواکو په غوښتنه   او امريکا   چارواکو له له بهرنه ديوي افسانې په جوړډولو چې گوازکي دا ښاغلی په افغانستان کي  و خو امريکا ورپسي گرځېدل پيدا کولاي یې نسو  په خورا کش اوفش دکابل ترښار دسروبي  نه په ځانگړې بدرگه راورساوه  اودلته یې پر ليدو وارنه کېده . په پخواني يوه لنډه ليکلنه کي مي ليکلي وه چې لکس ترينه ارگاه اوبارگاه لري  دورځی لگښت یې په  لسگونو زرو ډالروته رسېږي  ،يوازي دامنيتي افرادو لگښت یې چې ((۳۰۰)) تنه دي د هری مياشتي   لگښت یې (( ۲۵۰  )) میلیونه افغانۍ اوړی .

اوس دټاکنو دقانون له مخې دې مشهور قاتل  اودکابل ښار يوله ورانوونکو نه ځان هم کانديد کړ  . دې ښاغلی پدې ورځو کي دټاکنيز مسونيت نه په استفادې سره دخولې لاس اخيستی څه چي یې پرخوله ورځي وايي ،دبېلگې په توگه .(( مارا از امدن پشيمان نکنيد)) ، داسي څوک نسته چې ورنه پوښتنه وکړې ښاغلې خيريت دي ؟ هرڅه  يو حد لري  ؟

ددې ښاغلی بې مسوليته څرگندونو اوسنګر ته د ده  د ستنېدو ګواښ، د المان سفیر  سخت  په غوسه کړی دی  .

په کابل کې  د المان سفیر پیټر پروګل  ددې بهرنی  ديپلومات  کور ودان    چې د میزان ۳مه : د ګلبدین حکمتیار هغه  پرونی خبري  په کلکه غندلي چې وايي، که ټاکنې رڼې نه وې او دی بریالی نشو، نو وسله به واخلي او بیرته به سنګر ته وګرځي .

حکمتیار پرون او نن  په دوه جلا غونډو کې ګواښ وکړ چې که درغلي ورسره وشوه نو بیرته به سنګر ته ستون شي: (( که په ټاکنو کې د درغلۍ او بهرنیانو د لاسوهنې مخه ونیول شي، نو کولی شم چې بیرته سنګر ته وګرځم .))

خو په کابل کې د المان سفیر پيتر پروګل بیا په یو ټویټ کې د حکمتیار دا خبرې په کلکه غندلي او وايي، په دومره صریحو الفاظو د تاوتریخوالي ګواښ د زغملو اومنلو نه دی : (( حکمتیار باید په دې خبره د اړوندو ارګانونو لخوا تر تعقیب لاندې ونیول شي.))

د جرمني سفیر پيتر پروګېل په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، د دیموکراتیکې پروسې د ګډونکوونکي په توګه د حکمتیار دغه ډول خبرې د منلو وړ نه دي. دده په وینا د تاوتریخوالي جوړولو لپاره د حکمتیار واضح خبرداری ددې سبب کېدای شي چې نوموړی د نوماندانو له لېست و ايستل شي. هغه پر اړوندو ارګانونو غږ کړی چې د حکمتیار یادې څرګندونې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او په اړه یې قانوني اقدام وکړي .

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، که څه هم په دې تړاو چا شکایت نه دی ورته کړی، خو دوی به د ښاغلي حکمتیار خبرې وڅېړي او د قانون په اساس به یې په اړه پرېکړه وکړي .

دادی اوس خپله اعتراف کوي او خلک ډاره وي که واک ترلاسه نکړي  نو ښاغلی به غروته وخيژی . په ټوله سپين سترگی داولس يوځل بيا غوبلوي چې گويا زه له غرو راغلی يم غروته خطاي سم .مگر افغانان وايي چې نه له غرو راغلی وې اونه غروته خطاي سې.

هغه چې داښاغلی وايي چې په غرو کي وم هغه وخت هم يوازي دپاکستاني جنرالانو ،امريکا چارواکو دورلېږل سو اودرورناليستانو دغولو لپاره لکه سياف اکټونه کول اوصحنې به یې جوړولې حې گويا دادي په غروکي رزمېږي .

دلته مي هغه دري متل راپيادسو چې وايي : زوري کاکا است که انگور درتاکها است . هغه چې ته ورته دغرو ختل وايي داتاسو يوهم نه واست دا دډالرو ،فونډ زوروو .اوس به فکر نه کوم نچې ستاسو دې ډول لوبولو ته به اړتيا ورته پيداسي ،ځکه خو تاسو زورواک اوپاټکسالاريوهم غروته نسی ختلاي اونه به وخيرئ ،کنه دا گز او داميدان .داټوپ بیا نسی وهلاي . اميدواريم  هغه وختونه ستاسو لپاره تر يوه بريده تيرسوی وي .خوښ اوسئ چې دلته مو په کابل کې ددې پرځاي چې محاکمې ته ولېږي داډول نازوی  .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply