له ټالیبانو سره د مزکراتو اول ادرس/هلمند پردېس

0 1,080

له ټاليبانو سره د بين الافغاني تفاهم او سولې لپاره دې خبرو اولين ادرس بايد افغان دولت وي.
راځئ اول پر دې موضوع باندې خبرې وکړو،چې ولې بايد دولت د بين الافغاني تفاهم او سولې لپاره اول او قوي ادرس وي.
ځکه چې د کور دننه او بهر (د نورې نړۍ سره د اړيکو)،د جګړې او د ټولو مشکلاتو بار د دولت پر اوږو سپور دى،او د ټولو ستونزو اوله پړه؛خلک، سياسيون او ټاليبان پر دولت اچوي،او د هر بحران اوله پوښتنه هغه که داخلي ستونزې دي او هغه کې د بهرنیو هیوادونو سره د اړيکو مسئله ده،هغه که تلفات دي،هغه که دېته ورته نور مسایل دي.
مطلب د دوى ټولو ستونزو اول ځواب دولت ورکوي،هغه که سياسيون ته وي،او که ملت،او همدا شان د جګړې اوله قرباني هم دولت ورکوي.
نو په دې اساس د اول ادرس په حيث دا دې افغان دولت قانوني حق دى،چې له ټاليبانو سره د تفاهم او سولې په موضوع باندې د خپلې خوښې او قانوني حق په چوکاټ کې ورباندې وغږيږي او کار ورباندې وکړي.
بلخوا د افغانستان دننه سياسيون خبره کوي،جنجال جوړوي،بحران رامنځ ته کوي،غوړه برخه غواړي،مګر مسؤليت نه مني او نه يې اخلي،نو دوى ځکه د سولې او تفاهم په برخه کې اول ادرس نه شي کيداى،او اصلي خبره دا ده،چې سياسيون د افغانستان د نيابتي جګړې د حل او د سولې راوستو کې کې نه وړتيا لري،او نه کوم بل کمال.

چې کنفرانس ته او خبرو ته لاړ هم شي،لکه د کلي مالکان خبرې کوي،مګر مسوليت نه مني،او د موضوع په اساسي حل باندې هم نه پوهېږي.
وړانديز او ښه د حل لاره دا ده،چې د افغانستان دننه سياسيون که غواړي چې د سولې موضوع کې برخه واخلي،دوی باید اول له افغان دولت سره مشترکه ژبه پيدا کړي،او په دغه برخه کې د افغان دولت ملاتړ وکړي،او په يوه اتحاد له يوه قوي موقف څخه باید د سولې غږ پورته شي.
په دې کې هم د سياسيون پرده خوندي ده او هم د افغان دولت ګټه ده،او هم د  ټاليبانو لپاره ښه ده،چې د افغان جګړې ستونزې او مشکلات د تل لپاره حل او فصل کړي.
او که چېرې ټاليبان دا تېروتنه کوي،چې نه؛ موږ(ټاليبان) بايد اول سياسيونو سره خبرې وکړو،او يا بايد د مرکې او جرګې خلک زموږ په خوښه وي،دا يو حماقت او ستره سياسي تېروتنه ده.
نو ښه خبره دا ده،چې ټولې خبرې او مرکې(بين الافغاني تفاهم او د سولې اړوند مزاکرات) په ستره حوصله او د يو قانوني چوکاټ په توګه مطرح او ترسره شي،تر څو افغانان د يو عزتمندې او تل پاتې سولې څيښتن شي.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply