د ځوان پاتېکېدو نښې!

0 689

ژوند ډېرې ستونزې او سختۍ لري او موږ ټول د یوه خوشحاله ژوند د لرلو لپاره هڅې کوو، خو خوشحاله اوسېدل یې یو اړخ دی، د دې لپاره، چې د اوږد عمر ترڅنګ خوشحاله ژوند ولرو، کوم ټکي باید مراعات کړو؟ دغو نښو نښانو ته ښه پام وکړئ، کوم چې موږ دلته ستاسو لپاره راوړي دي. که چېرې دا نښې نښانې لرئ، نو اوږده ځواني او خوشحاله ژوند به ولرئ:

ورزش کوئ:
منظم ورزش د انسان روغتیا او سلامتیا لپاره ډېر ګټور دی. غوره ده، چې د داسې ورزش په لټه کې شئ، چې له هغه سره مینه او لېوالتیا لرئ او ستاسو د عمر او شخصیت لپاره مناسب وي.

په کافي اندازه استراحت کوئ:
په ډاډ سره ویلی شم، چې موږ ټول له خوب کولو څخه خوند اخلو. څېړنو ښودلې، چې خوب د انسانانو د روغتیا او سلامتیا لپاره ډېر اړین دی. لویان په شپه او ورځ کې ۸ ساعته خوب ته اړتیا لري.

ښه او سالم خواړه خورئ:
موږ ټول مناسبې تغذیې ته اړتیا لرو، هغه څه چې موږ خورو، زموږ په ظاهر او دننني احساس باندې اغېزه کوي. څېړنو ثابته کړې، ځینې خوړنیز توکي د افرادو په عمر او خوشحاله اوسېدو باندې اغېز کوي، نو له دې امله د خپلو خوړو په ټاکنه کې له ډېر پام څخه کار واخلئ.

متوازن خواړه خورئ:
له بریده زیات خواړه خوړل، د ډېری کسانو ستونزه ده، ستر کاسې او قابونه د دې سبب ګرځي، چې ځانته ډېر خواړه واچوئ او تر پایه یې وخورئ. له بریده ډېر خوراک ستاسو بدن ته زیان اړوي او د وزن د ډېرښت سبب ګرځي. کله مو چې د مړښت احساس وکړ، نو له خوړو خوړلو څخه لاس واخلئ، ترڅو بدن مو له تاسو څخه منندوی واوسي.

له خپل اروایي فشار ( سټرس ) سره مبارزه کوئ:
په ننني بوخت ژوند کې، له اروایي فشار څخه تېښته ناشونی کار دی. په نفس باندې د اعتماد نه لرل اروایي فشار را منځته کوي او دغه راز اروایي فشار ډول ډول ناروغۍ زېږوي. د خپلو کارونو لپاره په ځیرکه توګه د پروګرام په جوړولو سره به خوشحاله ژوند ولرئ.

پاملرنه کوئ:
استراحت او پاملرنه کول، تاسو ته د آرامتیا او خوښۍ احساس درکوي. چرت وهل، کتاب لوستل، منډې وهل او داسې نور… له تاسو څخه غوسه، خپګان، درد او اروایي فشار لرې ساتي. که چېرې په ژوند کې د آرامتیا احساس ولرئ، نو خوشحاله او اوږد ژوند به ولرئ.

خاندئ:
خندا د خوښۍ نښه ده او دغه راز د روغتیا او سلامتیا لپاره هم ډېرې ګټې لري. خندېدل له خپګان او د زړه له حملې څخه مخنیوی کوي او د اندروفین د آزادېدو سبب ګرځي، نو له دې امله ډېر وخاندئ، ترڅو اوږد او خوشحاله ژوند ولرئ.

له نورو سره نږدې اړیکې ټینګوئ:
بریالی واده، ستاسو پر سلامتیا او اوږد عمر باندې مثبته اغېزه کوي. د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ. د مشروع او روا جنسي اړیکې لرل، ستاسو عمر زیاتوي.

ماشوم لرونکی کېدل:
معمولاً هغه کسان، چې ماشومان لري، فکر کوي، چې کم عمر به ولري، خو داسې نه ده. څېړنو څرګنده کړې، چې دا کسان د نورو په پرتله ډېر عمر لري. هرڅومره چې ماشومان مو زیاتوي، نو عمر مو هم ورسره زیاتېږي.

ښه چلند لرئ:
ښایي په ظاهره دا موضوع اړینه ونه برېښي، خو په حقیقت کې، که چېرې په خپل ژوند کې مثبت واوسئ، نو ډېر عمر به ولرئ. د بښنې کولو او منندوی اوسېدلو په څېر ښه چلندونه ستاسو په عمر باندې ۷ کاله ور زیاتوي.

خپلې فردي روغتیا ته ارزښت ورکوئ:
په خپل ځان باندې د پام ساتلو لپاره، ډېرې لارې شتون لري، لکه: د لاسونو وینځل، مسواک وهل، د غاښونو برس کول او په منظمه توګه ځان وینځل. د دې کړنو په مراعاتولو سره، په بېلابېلو ناروغیو باندې د ځان له اخته کېدو څخه مخنیوی کوئ.

له نورو سره مرسته کوئ:
له نورو سره مرسته کول، یوه له هغو لارو څخه ده، چې په مرسته یې کولای شئ، اوږد عمر او خوشحالۍ ته ورسېږئ.

هر سهار په انګېزې سره له خوبه را ویښېږئ:
هغه کسان، چې هر سهار په یوه دلیل سره له خوبه را ویښېږي، نو د خپل ژوند لپاره انګېزه لري. موخه لرونکی ژوند د افرادو د عمر او خوښۍ له ډېرښت سره، ډېره زیاته مرسته کوي.

چای او قهوه څښئ:
له اوبو وروسته، چای او قهوه د خلکو په منځ کې تر ټولو دودیز څښاک دی. چای او قهوه د کافئین اوانتی اکسیدانونو یوه غوره سر چینه ده. څېړنې څرګندوي، چې د دې څښاکونو متوازن مصرف عمر ډېروي، په ځانګړې توګه شین چای، چې ستاسو د روغتیا او سلامتیا لپاره، ډېر ګټور دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply