تر واده وړاندې څو مهمې نکتې

0 936

د ځوانانو چې کله د واده موسم راشي، يوازې مينه د ګډ ژوند لپاره د سر توری ګڼي، مګر په دې کار کې يوازې مينه هر څه نه‌شې پوره کولای، ډېرې وړې نکتې شته چې په نظر کې ونيول شي، که يې بابېزه وبولي، ممکن ژوند يې له ګواښه ډک شي؛ نو په دې مطلب کې غواړو هغه نکتې يوه يوه سره ولولو؛
جسمي او روانې روغتيا
د هلک او نجلۍ تر منځ لومړۍ اړيکه باید د روغتيا په باب يو بل ډاډه کړي، سره وغږېږي او ټولې رښتونې خبرې سره بيان کړي، خو که ناخبره پاتې شي، ژوند يې خرابېږي.
کورنی جوړښت او اقتصادي حالت
کوم وخت چې دوه کسان ښځه/نارينه غواړي يو له بل سره ژوند پيل کړي؛ نو لازمه ده چې کورنۍ اړيکې يې سره پېيلې وي، نه دا چې په پوره مانا سره ناخبره وي، په رواجونو سره پوه کړي، د دې تر څنګ د کورنيو مشابه رواجونه په نظر کې سره ونيسي.
زموږ په ټولنه کې دا يو ناوړه دود دی چې هلک او د نجلۍ کورنۍ په مخ کې يوازې رواجونه خنډ شي، خو ښه خبره دا ده چې په لږ څه له يو بل سره راضي شي، په تېره بیا هغه جوړه چې د مينې او عاطفي اړيکې په اساس کېږي، يا داسې ترې پېښه نه شي چې له کورنيو پرته واده په خپله خوښه سره وکړي.
زده‌کړې
په اوسنۍ زمانه کې چې زموږ ټولنې ته يو څه نوښتونه راغلي دي، ګټورتوب يې دا دی چې دواړې کورنۍ د «هلک او نجلۍ» په دوستي کې يو اساسي شرط زده‌کړې بولي، که څه هم له نارينه توقع زیاته کېږي چې د علم سطحه يې لوړه وي، خو له ښځې يې په هماغه اندازه تمه نه کېږي، مګر د کورني عالي ژوند لپاره لوستې نجلۍ ډېر ښه رول لرلای شي، په خبره ژر پوهېږي، د خاوند د کورنۍ او نورو غړيو تر منځ د سمو اړيکو مزي درک کولای شي.
عقايد
د نجلۍ او هلک تر منځ عقيدوي خبرتيا ډېره مهمه ګڼل کېږي چې د ټول ژوند اساسات يې پرې درېدلای شي؛ نو د مذهبي ارزښتونو په اړه باید روښانه سره وغږېږي، زیاتې هغه جوړې چې تر منځ يې مينه زياتېږي عقيدوي او مذهبي مشترکات يې سره ورته وي.
مخکنی واده
ځينې کسان لومړی واده له نورو پټوي، خو په حقيقت کې له ځان سره جفا کوي، ځکه په دې اړه يې خبرې بدې نه دي، اکثره خو لا دوه درې اولادونه هم لري، خو په واده يې هيڅ بنده‌ د خدای نه وي خبر. دويم واده عیب نه دی، بلکې يو سنت دی؛ نو دويمه مېرمن يې حق لري چې له پخوانۍ هغې سره د ده د ژوند په تېر شوي حال پوره خبره واوسي.
عمر «سن»
هغه ودونه چې عمر په پام کې نه وي پکې نيول شوی هم له ستونزو خالي نه وي، خو په دې کې اخېرنی سن ۱۰کاله دی، مګر که ښځه/خاوند يو له هغو مشر وي، واده يې ناکامېږي، مثلاً که مېرمن يې مشره وي خاوند يې په عصبي او روانې ناروغيو اخته کېږي، يا هم تر وخت وړاندې سپين‌ږيری کېږي.
همدارنګه که مېرمن کشره او خاوند يې مشر وي، د هغې جنسي غوښتنې نه‌شې پوره کولای کېدای شي نورې ستونزې هم ګډ ژوند ته ژر ور داخلي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply