طالبانو ته د روسانو لابي

غلام محمد رحماني

0 884

په لومړیو کې داسې انګېرل کېدله چې طالبان ګواکې یوازې د پاکستان د استخباراتو لاسپوڅي دي او په افغانستان کې یې د خپلو ناوله موخو د تعقیبولو لپاره د فشار او وسیلې په توګه کاروي، مګر کرار کرار دا څرګنده شوه چې وسله وال طالبان د پاکستان ترڅنګ د ایران، روسیې او ګڼو نورو هیوادونو لاسپوڅي هم دي، خصوصا د سولې د مذاکراتو پرمهال چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ترسره کېدل د وسله والو طالبانو او د روسانو خواخوږي تر بل هر وخت زیاته رسوا شوه او دا مهال وسله والو طالبانو هغه کم محبوبیت چې د ځینو خلکو په زړونو کې یې درلود له لاسه ورکړی او برعکس په نفرت بدل شوی دی.

له افغانستان څخه چې د امریکایي عسکرو د وتلو موضوع مطرح شوه او پر پاکستان فشارونه زیات شول، نو وسله وال طالبان ورځ تر بلې کمزوري او د جګړې په لیکو کې مات شول، مګر روسانو د دوی د قوت لپاره طالبانو ته نوې وسلې او مرستې ورکړې او هغوی یې یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان ولس پر وړاندې د جنګ لپاره تمویل کړل.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازې ضمیرکابلوف چې د دولت د وسله والو مخالفینو د ویاند په نامه هم شهرت لری د هندوستان له ستراتیژیک نیوز انټرنیشنل سره د امریکا او طالبانو تر منځ په پاکستان کې د سولې د خبرو د بیا شروع کیدو او په افغانستان کې د ټاکنو په اړه خبري کولی په خپلو څرګندونو کې وویل (طالبانو ځانته د نړیوالو او افغان ځواکونو په مقابل کې د بریالۍ جګړې له کبله مشروعیت تر لاسه کړی ، دا د کابل د حکومت ناکامي وه چې د جګړې ډګر یې خپل نه کړای شو او د طالبانو د مشروعیت سفر له همدې ځایه پيل شوه) .

مګر دا روسی ډيپلومات په دغه ډول څرګندونو سره نه طالبانو ته مشروعیت ورکولی شي او نه محبوبیت، بلکې لا د ولس کرکه راپاروي، ځکه له روسانو څخه افغانان ډېرې بدې خاطرې لري او دوی ته د دښمن په سترګه ګوري، ځکه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې چې افغانان د جنګ په اور کې سوځي دا ټول د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل چې پر افغانستان یې وکړ، ناوړه پایلې او دوام دی، نو په دې خاطر به د روسانو لابي د وسله والو طالبانو لپاره د ګټې پرځای تاوان ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply