په پاکستان کې د طالبانو د دریم مشر د وژلو اوازه

غلام محمد رحماني

0 964

د کویټې د کچلاک په یوه جماعت کې د اګست په ۱۷مه نیټه چاودنه وشوه د طالبانو مشر ملا هیبت الله د دې جماعت خطیب و ، کلونه یې دې جماعت کې امامت کولو او یو ځانمرګې د جمعې پر مهال دې جماعت کې د طالبانو رهبری په نښه کړه .

په یاده چاودنه کې ګڼ شمیر کسان ټپیان او ووژل شول که څه هم طالبانو پټه کړه چې د دې ډلې مشر ملاهیبت الله د چاودنې پر مهال په جماعت کې وجود نه درلوده او ورور یې په دې چاودنه کې وژل شوی ده، خو د ځینو رسنیو له لوري په خپرو شویو خبر پاڼو کې د طالبانو مشر ملاهیبت الله په یاد جماعت کې موجود و او سخت ټپی شوی و چې د درملنې لپاره د پاکستان د پوځ یوه روغتون ته انتقال شوی و چې بیا وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه ، د یادونې وړ ده چې د دغه برید مسولیت له طالبانو څخه بیله شوی ډله د ملارسول ډلې په غاړه واخیسته .

کله چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر اخوند په کویټه/کراچۍ کې په یو روغتون کې د مریضتیا له امله ساه ورکړه، نو د پاکستان حکومت دغه خبر پوره دوه کاله وځنډاوه کله چې دغه خبر رسنیو ته ښکاره او د رسنیو له لارې طالبان په داسې حال کې خبر شول چې د پاکستان ای ایس ای ملا منصور د دې ډلې مشر ټاکلی و .

د پاکستان مشران چې د ای ایس ای تر ادارې او کنټرول لاندې دي او هغوی تل د خپلو ګټو لپاره قرباني کوي، ځکه پاکستان چې کله د دوی له مشرتابه خپله ګټه وکړي او یا په دې پوه شي چې نور د ګټې اخیستو نه دی او یا ممکن ځینې رازونه افشا کړي، نو بیا یې په یوه او بله پلمه په نښه کوي او ځان ورڅخه بېغمه کوي. استخباراتي لوبې همداسې وي، هغوی یوازې او یوازې خپلو ګټو پسې ګرځي، نور نه د انسان ژوند ورته مهم دی او نه دا ورته مهمه ده چې د ده موقف څه دی او خصوصا هغوی چې د خپل هیواد د تباهي او بربادي لپاره د پاکستان جاسوسي او د هغوی د ګټو ساتنه او پالنه کوي، نو په همداسې ذلیل مرګ به وژل کېږي.

طالبان که رښتیا هم مستقل وي او دوی د پاکستان او نورو استخباراتو له جاسوسي او ولکې ازادي وي، نو ولې پټ او بې هویته دي، ولې مشخص ادرس او ځای نه لري، که دوی پر حقه وي او رښتیا هم ولس له دوی سره وي، نو ولې د دوی مشران په مرموز ډول د پاکستاني استخباراتو او جنرالانو له لوري وژل کېږي. که د ملا هیبت الله مرګ رښتیا وي، نو دا دریم طالب مشر دی چې د پاکستان په خاوره کې وژل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply