‎د امنیتي ځواکونو او دولتساز پر وړاندې دسیسه

مريم سليمانخېل

0 611

‎دوه شپې وړاندې د کابل جلال اباد په لویه لار زمونږ د اقلیت افغانانو د استازي نريندر سنګ خالصه سره د پوليسو یو جنجال رامنځ ته شو. دا چې نوموړی زمونږ د پارلماني ګروپ غړی دی نو مونږ یو څو وکیلان یې پوښتتې ته ورغلو.

‎هلته مونږ هم د پوليسو لخوا د ډېر بد چلند سره مخ شو. د پولیسو لخوا ځينې وکیلان ډېر زیات توهين شول. ما چې د ویډیو کولو هڅه وکړه نو یو پولیس په ډېر بد شکل زما لاس او ټليفون ټېل واهه، ما چې دا حالت ولید نو خپل موټر کې کښېناستم. وکیلانو نورو وکیلانو ته زنګونه پیل کړل او موضوع په غیر عادي توګه په چټکتیا سره لویه شوه. همدا وه چې یو دم د ځينو (یا احساساتي او یا مغرضو) وکیلانو لخوا د ځينو چارواکو د لرې کېدو نعرې پورته شوې.

‎نتیجه څه شوه:

– هغه وکیلان چې په پارلمان کې د دولتساز ټيم کلک ملاتړي دي، نسبتا عاجز خلک دي، لنډغر نه دي، د ځينو سیمو د وکیلانو غوندې د پولیسو په تالاشۍ ورخېژي نه، همغوی وټکول شول او سپک کړای شول. البته زمونږ په فکر دا د پوليسو په سپېڅلي یونيفورم کې د يو عسکر کار نه بلکې يوه سياسي دسيسه وه.

– جنجال د یوه پولیس لخوا پیل شو خو دعوه په خوشال سادات وشوه. په دې کې د پارلمان دننه د دولتساز مخالف ټيم او ټلوالګرو لاس دی، دا اوس هم مونږ ته زنګونه راوهي (ما از حيثیت شما دفاع میکنیم و همرایتان ایستاد هستیم) خو پوهېږو چې دوی غواړي د موقع نه په استفادې په وزارت کې د خپلې خوښې تغیرات راولي. د یو پولیس عسکر د لنډغرۍ له کبله په وزارت داخله کې د يو مشخص چارواکي په نښه کېدلو هڅې روانې دي.

– دولتساز په پارلمان کې محدود مخلص ملګري لري، ټلوالګرو سیاسي مخالفينو ډېر په مهارت دوی له خپل ټيم نه د جداکولو هڅه وکړه.

– د سولې، امريکې او طالبانو خبرو اترو او د پاکستان د ډېرېدونکي رول پر وړاندې د اشرف غني د یواځې کولو هڅه روانه ده.

‎څه باید وکړو:

– که نريندر سنګ د ځينو په وینا قاچاقبر وي، تورې شيشې لري، ځانمرګي انتقالوي نو بايد محاکمه شي او خپله جزا وويني که نه وي نو بیا بايد له هغه پوليس عسکر څخه پوښتنه وشي چې ولې یې د یو درانه او عاجز وکيل سپکاوی کړی او کالي يې پرې څيرلي.

– ځوانان دې په لوی لاس له دې مشکل نه د نريندر سنګ او خوشال سادات مشکل نه جوړوي. مشکل د غیر قانوني برخورد دی یا به وکیل کړی وي یا به پوليس، پلټنه دې وشي.

– راځئ د قانونمندۍ غږ پورته کړو او د احساساتو له کبله د کومې لویې دسیسې ښکار نشو.

‎زه له قانوني لارې د خپل يواځيني سيک وکيل د حيثيت د اعادې غوښتونکې یم خو په هيڅ صورت چا ته اجازه نه ورکوم چې له دې پېښې نه دې د زړورو ملي ځواکونو پر وړاندې د سیاسي دسيسې په توګه ګټه واخلي.

‎ژوندي دې وي د افغانستان د ملي نوامیسو ساتونکي سرتېري.

 

 مريم سليمانخېل، په پارلمان کې د کوچيانو استازې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply