د تصوراتو بڼ کې څو شېبې

عبدالرشید سعادت

0 1,598

د تصوراتو بڼ د کره کتونکي، لیکوال او د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د استاد ، ګل رحمن رحماني نوی اثر دی، چې روان کال د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په زرو ټوکونو کې په شاوخوا ۲۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی.

دا کتاب د ادبیاتو په ځانګړي ډول د نقد او لیکوالۍ په برخه کې یوه غوره زیاتونه ده. کتاب څلور برخې لري چې هره برخه یې له ځانګړو مقالو څخه جوړه شوه ده او دلته هڅه کوم چې هره برخه یې په یو څه جلا ډول در وپېژنم.

لومړی برخه:

   په دې برخه کې استاد د ادبیاتو د معنوي پېژندنې نه پیل کړی تر ډولونو پورې یې.

   ادبیات

   یو ځای په همدې مقاله کې وایي: ادبیات د اوچت تخیلي ځواک په درلودلو سره انسان له خپلې زمانې پرته له ماضي او راتلونکې زمانې سره هم تړي او په دې ګونو زمانو کې د خپل فکراو پوهنې نیلي ځغلوی شي، چې دا کار غیر ادبي علوم نشي کولی، ځکه هغه د انسان له احساس او عواطفو سره کارنه لري، کړې تجربې بیانوي. تمرکز یې د انسان پرځای په موضوع وي، خو هنري ادبیات پر انسان تمرکز کوي او د هغه حالت څاري. په همدې مقاله کې یې د ادبیاتو او هنر دندې هم په لنډه توګه معرفي کړي دي:

   لومړی: ادبیات او هنرښوونیزه دنده لري، په دې مانا چې انسان د ادبي اثارو په لوستلو سره د خپل ژوند، ټولنې، او واقعیتونو په اړه معلومات زیاتوي.

   دویم: ادبیات د ښوونیزې دندې سربېره روزنیزه دنده هم تر سره کوي، ځکه چې لوستونکي د ادبي اثارو په مطالعې سره د وړاندې شوو مطالبو تر اغېزې لاندې راځي چې دا اغېز د انساني سلوک د بدلون سبب ګرځي.

   درېیم: د ښکلا درک کولو او پېژندنې ځواک او دنده هم لري، په دې مانا موږ چې ادبي اثار مطالعه کوو، نو د مطالعې په پایله کې موږ د اثر هنري او ښکلا ییزو برخو ته ځیر کېږو، چې زموږ په بدن کې د ښکلا حس وده کوي، خپله د ورته اثارو د پنځولو ځواک راکوي چې بلاخره دا ښکلا مینه پنځوي، مینه زموږ په وجود کې د ادراک او ښکلا پېژندنې رېښې غځوي.

    ادبیات علم دی که هنر؟

   ادبیات د دواړو یوه ګډوله ده، چې هم علم دی، ځکه موږ علم داسې تعریف کړی دی، چې یو شئ تعریف ولري، نو هغه د علم څخه عبارت دي او په ترجبه ولاړ وي هغه هم علم دی. او هنر هغه دی چې په تجربه ولاړ نه وي او بې تجربې تر سره شوي کار ته هنر وايي، نو ادبیاتو ځکه د هنر اصطلاح کاروو، چې د ادبیاتو ژبه هنري ده.

    ادب او ټولنه

   ادبیات بې د ټولنې او ټولنه بې د ادبیاتو ژوندۍ نشې پاتې کېدلې دواړه یو په بل اغېز لري. ځینې شاعران یا لیکوالان چې په یوه جنګي چاپېریال کې ژوند کوي نو د هغو لیکنې او یا شعرونه به حتمن د جنګ د اغېز نه رنګ اخلي او هغه ټولنې چې د جنګ څخه لرې دي، نو د هغه ځای لیکوال او شاعران به په خپلو لیکنو او شعرونو کې د جګړې د سنګر نه هاخوا بل څه یادوي.

   ادبیت

   هغه اثارو کې چې ادبیت نه وې هغه وچ کلک نثر دی، هغه اثر به په ادبیاتو کې تلپاتې وي، چې به هغه کې ادبیت وي او ښه ادیب باید ژوند ته ژمن وي.

   د ادبې اثر جوړونکي عناصر

   د ادبي اثر جوړونکي عناصر څلور دانې دي: پیغام، محتوا( منځپانګه)، تعبیر(تحلیل) او فورم( شکل).

   د ادبیاتو تدریسې ژبه 

   په دې مقاله کې په دې بحث شوی دی، چې باید د اکاډمیکو( د ادبیاتو د تدریس) د ځاینو ژبه باید د بېروني ځیایونو د ژبې سره فرق ولري او په هر پوهنتون کې د ادبیاتو په پوهنځي کې هر استاد ته د خپل په مسکل کې مضمون ورکړل شي، داسې ونه شي چې استاد به د ژبپوهنې وي او مضمون به د فنونو تریسوي.

   ادیب، ژورنالېزم او ژبه 

   هر ادیب ژورنالست دی خو ادیب ژورنالست کېدلی نه شي. د ادیب او ژورنالست ژبه ډېر فرق کوي، ځکه د ایب ژبه به تل پاتې اثار پنځوي او د ژورنالېزم په ژبه پنځول شوي اثار د یوې ورځې لپاره دي او بس.

   ژمن ادبیات

   هغو ادبیاتو ته ویل کېږي چې لیکوال د خپل د ټولنې درد او حقیقي انځور پکې وړاندې کړی وي.

   اعترافي ادبیات

   هغو ادبیاتو ته ویل کېږي چې لیکوال د خپل د ژوند حقیقي خبرې کوي او د هغه څه څځه پرده پورته کوې، چې د ده حقیقي ژوند وي.

   ښوونیز ادب

   هغو ثارو ته ویل کېږي، چې لوستونکو ته علم او پوهه شرحه کوي، اخلاقي، فلسفي، او دیني موضوعات ورته په ادبی بڼه وړاندې کوي.

   تطبیقي یا ادبیات

   تطبیقي ادبیات د ادب تیوري یوه برخه ده چې د بېلابېلو ملتونو د ادبي اړیکو او یوه ملت په ادبیاتو کې د بل ملت د ادبیاتو له انعکاس او اغېز څخه رامنځته کېږې، چې د همدې وجې ملتونه د ادب له لارې د نړیوال کېدو او یوبل سره د غوره اشنایۍ د پراخه فرهنګي اړیکو نړۍ ته بیایي.

   ادبیات او تمثیلي هنر

   تمثیلی هنر د ادبي اثارو په زړه راښکون او پایښت کې بې سارې ونډه لري، چې به ادبی اثر کې کلمات خوځنده او ژوندي وي، د نورو علومو د اثارو په څېر کټ مټ یا مجرده او یوه مانا نه رسوي، کله یوه کلمه له نورو کلمو سره په اړیکه کې ګڼ تعبیرونه، تصویرونه، او ماناګانې پنځوي چې په ټوله کې د ادبیاتو د جذابیت، خوند او تلپاتې والي له لاملونو څخه یو همدا ګڼل کېږي.

 تمثیل په ادبي اثارو کې د عامې او خاصې جنبې څخه تعریف شوی دی، چې په عامه مانا کې د تشبیه معادل او مترادف ګڼل شوی دی، ځکه چې مثل د تمثیل یوه رېښه ده چې د شبه مانا ورکوي او به خاصه مانا تمثیل بیا د تشبیه یو ډول دی( هر تمثیل تشبیه ده خو هره تشبیه بیا تمثیل کیدلی نه شي). یا تشبیه عامه ده او تمثیل خاص دی.

دویمه برخه

   ادبیات او ښکلا پېژندنه

   لکه څنګه چې مو مخکې د ادبیاتو په اړوند خبرې وکړې نو ښکلا هم د ادبیاتو سره نه شلېدونکې اړیکې لري. ښکلا کوم ځانګړی تعریف نه لري، خو د کتاب لیکوال یو ځای کې داسې تعریف راوړی دی: ښکلا به حقیقت کې له فردي تجربو نه د انسان درک او احساس دی، خو ټولنه، زمان او مکان په ښکلايي درک اغېز لري. یا: ښکلا هغه پدیده ده چې زموږ زړه د خوښۍ لورته وړي.

   که لیکوال او شاعر په خپلوپنځونو کې د مخاطب لپاره له ښکلاییز ذوق نه کار واخلي او په پوره هنر پاملرنه ورته وکړي نو د اثر په محبوبیت کې به یې له شک پرته نقش ولري. په اثر کې باید د ښکلا پارونې ځواک باید پیاوړی وي، ځکه له دې لارې د انسان په روان طبیعت کې مثبت بدلون ته په اسانۍ لاره هوارولی شي.

   ادبي نرګسیت

   د نامه څخه یې ښکاري چې نګس یو دول ګل دی چې تل یې سر ځوړند وي او په خپل ځان مین دی او ځان غوښتی دی. نو هغه لیکوال یا شاعر چې پر ځان مین وي، نو اثاروته یې د نرګسیت کلمه د سمبول په توګه وکارول شوه. نرګسیت د نارسیزم نه پیداشوی دی. نارسیزم د یوناني داستان( دیومالي) او د هغه له ښکلي کرکتر نارسیوس سره رېښه لري، چې په ځان مینو او ځان ورکو لپاره کارول شوې ده، چې په شاعرۍ او لیکوالۍ کې د هغو کسانو لپاره استعمالېږي، چې شاعري یا لیکوالي یې د ټولنیزو هیلو او معیارونو خلاف وي.

   ادبي اقتباس

   د اقتباس لغوی مانا د ګټې اخیستل، د اور شغلې اخیستل، رڼا اخیستل یا له چانه د پوهې تر لاسه کول ښودل شوې، بیا ځینو ادبپوهانو داسې نظر وړاندې کړی دی، چې شاعر یا لیکوال ته د یوه اثر د رامنځته کول مفکوره ورکړې او هغه یو اثر رامنځته کړي. یا کوم زوړ اثر د اوسنیو شرایطو په رڼا کې د اړیکې د ټینګښت په موخه و پنځوي، خو هغه لومړني اثر ته یې څه اشاره کړې نه وي او نوی اثر یې نه په توګه تازه وي او نه هم کټ مټ همغه لومړنی اثر وي، نو اقتباس ورته ویل کېږي.

   د اصطلاحي مانا له مخې د بدیع په علم کې اقتباس هغه څه ته وايي چې یو شخص په کلام (نظم او نثر) کې له قرانکریم، حدیث او یا یوه مشهوره بیت برخه را واخلي، په داسې حال کې چې کومه څرګنده اشاره یې ورته کړې نه وي. په ادبیاتو کې په ټولنیز مفهوم سره د اقتباس له مهمو ګټو څخه یو هم د لرغونو یا پخوانیو اثارو بېرته تازه کول او نوي کول دي، یانې هغه اثر چې د زماني او مکاني شرایطو یا نورو لاملونو په سبب یې په یوه ډول له مخاطب سره اړیکې پرې شوې وي.

   تکراریدونکی موتیف

دا هم یوه ډېره په زړه پورې موضوع ده چې پښتو ادب کې لا ورته پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې زموږ د ادب ننۍ بڼه له ګڼو موتیفونو څخه ډکه ده او لا هم تکرارېږي.

   سبک پېژندنه

   سبک په لغت کې د سرو او سپینو ولې کول او کالب کې اچولوته وايي او د ادب په اصطلاح کې د یو شاعر یا لیکوال ځانګړې لارې ته سبک وايي، کله چې ورڅخه ډېر نور کسان پیروي وکړي نو په ادبي مکتب اوړي. کله چې د یوه ادیب په سبکي ځانګړتیاوو پوه شو، نو دا کار موږ ته د هغه پر اثارو د پوهیدو او ورسته د شننې ځواک راکوي، چې دا کار د څېړونکي د وخت ضایع کېدو مخه نیسي او لوستونکی په اسانۍ سره د هغه سره اشناکوي.

   جادو یي ریالېزم

   لومړی به د ریالیزم تعریف دلته وړاندې کړم: ریالیزم هغه مکتب دی چې پکې هنري اثار د ټولنیزو واقعیتونو پر بنست پنځول کېږي. په دغه مکتب کې تخیل ځای نه لري ټول شیان په ریښتیني ډول لوستونکي ته وړاندې کېږې.

   دا چې ادبیات د ښکلا او هنرژبه ده، نو خلکو په دغه مکتب نیوکې وکړې چې باید موضوعات وچ په وچه بیان نه شي څه هنري او لفظي ښکلا یا تخیلي ځواک باید ولري، چې دغې مسئلې جادو یي ریالیزم ته یوه لاره هواره کړه، د جادو یي ریالیزم له رامنځته کیدو سره دې مکتب تخیل د خپل اصلي بنسټ په توګه غوره کړ.

درېیمه برخه

   رینسانس

   رینسانس د نړۍ په تاریخ کې له سترو او موهمو پېښو ګڼل کېږي، چې شپاړسمه پېړۍ کې رامنځته شوه، د رامنځته کیدو لومړی ځای یې ایټالیا هېواد ګڼل کېږي او له دې وروسته بیا فرانسي، المان، اسپانیا او هالنډ ته وغځېده چې پر مټ یې د یادې شوې دورې ادیبانو او هنرمندانو داسې شهکاره اثار وپنځول چې تر ننه یې یې خپل ادبي او هنري ارزښت نه دی له لاسه ورکړی.

   رینسانس د فرانسوی ژبې کلمه ده، چې د بیا را ژوندي کیدو په مانا استعمال شوې ده، له دې نه مخکې د اروپا ادبیات د مذهب په خدمت کې وو کلیسا حاکمه وه هر څه باید د کلیسا تابع وو او بس دا منځنۍ پېړۍ وې.  دوی د پخوانیو ادبیاتو نه په تقلید نور ادبیات راوپنځول، چې پیل یې پینځلسمه پېړۍ او د شپاړسمې پېړۍ لومړۍ نیمایي یې ځلانده دوره ګڼل شوې ده. لامل یې د کاتو لیک کلیسا څخه خپلواکي ده.

   کلیشه

   هره هغه کلمه، ترکیب، طرز، یا عبارت چې یو وخت په ادب کې د لومړي ځل لپاره کارېدلې وي، نوښت دی، خو ورسته یې چې د بیا تکرار په سبب خپل زړه راښکون له لاسه ورکړی وي، کلیشه ورته وايي. هغه ادبیات چې په همدې بڼه زیاتې تکراریري خبرې ولري او بې نوښته وي، نو کلیشه یي ادبیات ورته ویل کېږي.

   کلاسیک

   د کلاسیک او کلاسېزم د لاتینې ژبې له کلاسیکوس کلمې څخه اخیستل شوی صفت دی، چې مانا یې عالي ادبیات، اوچت او نه زړیدونکي ادبیات دي، بله مانا یې لومړۍ درجه ده، یا د فرانسې له اولسمې پېړۍ وړاندې ټول ادبي مکتبونه رانغاړي او د یونان او روم په تقلید شوی دی. د ادب په اصطلاح کې هغه اثر ته وايي چې د یوې بشپړې بېلګې په توګه ټولو ته د منلو وړ وي، د پښتو ادب تاریخ دویمه دوره چې د لسمې هـ پېړۍ له منځینو کلونو پیل او د څوارلسمې هـ پېړۍ ترلومړیو دوو لسیزو پورې را رسېږي کلاسیکه دروه ده.

   ګروټسک

   یو هنري او ادبي مفهوم دی، هغه پدیدې(ښکارندې) ته ویل کېږي، چې له خیال او واقعیت څخه په ګډه اخیستل شوې وي، یا تناقض ولري.

  ایماژ

   په پښتو شاعرۍ کې اکثره کره کتونکي د ایماژ اصطلاح په شعرکې تصویر کښنه، او په ځانګړي ډول د ذهني انځورګرۍ او انځور جوړونې د پروسې لپار کاروي، خو په اصل کې موخه یې داده چې ادب په کټ مټ او اصلي بڼه نه بلکې په ډېر زړه راښکونکي او پارونکي ډول وړاندې کول.

   سیمفوني

   د موسیقي او سندرو له هنره سره تړلې تخنیکي موضوع ده چې د غږونو یو ځانګړی نظم او ترتیب لري، چې د غږونو همدې ترتیب ورنه یوه ښکلې عمومي نغمه پنځولې ده، خو په شعر، څېړنه، ټولنپونه او هنرونو کې هم کله کله کارېږي.

   سمبول

   په عمومي یا تولنیز مفهوم سره سمبول د یوه څه د پېزندنې ظاهري او ښکارندویه نښه علامه ده. نښې او علامې ته هم ویل کېږي، خو دلته مطلب ترېنه سمبولیکه شاعري ده، په هغو ټولنو کې چې د زغم او بیان ازادۍ کچه په کې ټيټه وي، نو د سمبولیزم ادبي سبک او کارونه پکې محوبیت مومي، چې د انسان ذهن ته ازادي ورکوي او غوړېږي او شاعران شاعري په سمبولیکه بڼه کوي.

   ژانر

   له فرانسوي ژبې څخه اخیستل شوې کلمه ده، چې په لغت کې د معنی، بڼې او ډول په مانا ده، په پښتو ادبیاتو کې یې معادلې کلمې فورم، شکل، ډله او ډول دی. په اصطلاح کې دا کلمه د ادب د بېلا بېلو صنفونو یا ډولونو د وېش او طبقه بندۍ لپاره کارېږي چې په ادبیاتو کې د نظم او وېش لپاره کار اسانه کړی دی؛ لکه: لنډه کیسه، ناول، ادبي ټوټه، رومان… .

   پاراډاکس 

   پاراډاکس په ادبیاتو کې کومه نوې اصطلاح نه ده، پخوا لږ استعمالېده، خو اوس یې استعمال ډېر شوی دی. شاعران په خپل کلام کې د شعري ښکلا او مناسبت لپاره کارلخلي، دا اصطلاح د دوو کلمو ترمنځ تناقض ته ویل کېږي، خو تناقض به ساده نه وي، بلکې د درېیمې مانا د پیدا کیدو سبب ګرځي؛لکه: هدیرې له چوپتیا نارې وهلې، دلته ویالې تږې دي، پیاله له تش والي ډکه وه او… .دلته په هره بېلګه کې د حده زیات یا نهايي والی بیان شوی دی، چې هدیرې کې نهایي چوپتیا حاکمه وه.

   مینیمالېزم

   دا اصطلاح په لومړیو وختونو کې په هنرونوکې استعمالیده په دې وروستیو کې یې ادبیاتو سر دا ننه کړئ دی، هغو کیسو ته ویل کېږي، چې لنډه وي، ساده پلاټ ولري، د ګوتو په شمېر شخصیتونه ولري، جذابه انځورګري، ساده ژبه لري، د واقعیت پیروي وکړي، ځینې داستاني عناصر پکې کارول شوي وي او زماني او مکاني محدودیت ولري. په ټوله کې وړې کیسې ګۍ ته ویل کېږي، حاشیې او مقدمې پکې نه وي، بیاد مخامخ او وار له واره کلمې په خبرو راولې، خو هر داستان هم د خپل لنډون او حجم کموالي په سبب مینې مال داستان نه دی

   مینې مال کیسه او نیوکې

   کره کتونکي فردریک ځینې نیوکې کړي دي: سترفلسفي افکار ترې حذف شوي، تاریخي مفاهم نه دي پکې مطرح، سیاسي مسایل او درځ نه لري، شخصیتونه یې په کافي اندازه ژور نه ځي… .

   د کتاب لیکوال خپل نظر په دې ډول وړاندې کوي: مینې مالېزم او د مینې مال کیسو لیکنه په پښتو ادب کې نوې او تازه تجربه ده، موږ د معلوماتي ټکنالوژۍ او ساینسي پرمختګونو له اړخه اوس اوس له نړۍ سره روان شوي یو چې دا کیسې یې هم یو محصول او اړتیا بللی شو، بله دا چې دې کیسو ته د ځوانو کیسه لیکوالو تمایل او په فیسبوک کې هر کلی دا څرګندوي چې دا کیسه به دوخت په تیریدو سره لا وغوړېږي.

   سوژه

  سوژه د فرانسوي ژبې کلمه ده هغه څه ته وايي چې موږ یې په اړه یو څه وایو، خو کټ مټ موضوع نه ده. یا به بل عبارت سوژه هغه مسئله ده چې ورڅخه الهام اخیستلو له لارې یو څه پنځولی شو؛لکه: شعر، مقاله، ناول…

د موضوع سره یې فرق په دې کې دی، چې موضوع عربي کلمه ده چې د یو څه په اړه د لیکلي اثر د ماهیت او محتوا په مانا کارېږي.

څلورمه برخه

   ادبي کره کتتنه او ادبي تحلیل

   ادبي تحلیل او کره کتنه د ادبیاتو د پرمختګ په برخه کې دوه بېلا بېل مفاهیم دي. ادبي تحلیل د ادبي کره کتنې لپاره مرستندویه او لومړنی پړاو دی. که چېرته یو کره کتونکی د یوه شاعر په شعر کې د شعر جوړونکي عناصر(خیال، مفکوره، احساس، عاطفه، وزن او موسقیت) بیان او هره برخه په شعر کې په ګوته کړي، ادبي تحلیل یې ترسره کړ. کله چې کره کتونکی د دې بنسټنوترمنځ جوړښت، څرنګوالی، د شعرعمومي مانیز انځور او تړاو، ښکلا، ښېګڼو او خامیو په اړه خبرو وکړي دا کادبي کره کتنه شوه.

   تشبیه او استعاره

   تشبیه د بیان د علم مهم بحث دی، چې په لغت کې یو ډول والي ته وايي او په اصطلاح کې د دوو څېزونو ګډو ځانګړتیاوو ته وايي. یاپه بله وینا: د دیوه ګډ صفت له مخې د یوڅه، یوچا، یوه حال او یا یوه شي ورته والي ته وايي.

   استعاره

   استعاره په لغت کې د یوې کلمې پر ځای د بلې یا د یوه څه په ځای د بل څه کارولو په ماناده اوپه اصطلاح کې هغه تشبیه ده چې د تشبیه له خواوو یوه په کې حذف شوي وي، یانې مشبه او مشبه به څخه یوه په کې نه وي.

   د شعر فلسفه

   فلسفه څرګند تعریف نه لري، له پوهې او حکمت سره د مینې لغوي مانا ورکړل شوې ده. یا: د ورکو پښتنو پیداکولو ته وایي. د انسان د پیدایښت سره سم را پیداشوې ده. فلسفه له حکمت سره مینه ده. په پوهه او حکمت مین انسان د فلسفې له لارې خپلې ورکې لټوي، د خپلو ورکو خوبونو او انساني ورکو خوښیو د لټون په موخه په ځان کې ورکېږي. د فلسفې او شعر ترمنځ ګډه وسیله یوازې ژبه ده، چې فیلسوف او شاعر یې له بېلابېلو ډولونو سره کار لري، فیلسوف یوې کلمې ته یوه مانا لري، خو شاعر هرې کلمې ته نورې ماناګانې هم پیدای کولی شي.

شعر او ګرامري خپلواکي

   د شاعرۍ په برخه کې شاعران ګرامري خپلواکي لري. که یې صفت د خپل د موصوف نه وروسته راوسته، یا عدد یې د خيل معدود نه وروسته راوسته همداسې مبتدا یې ورسته له خبره راوړه کومه پروا نه لري البته په شعر کې، یا یې په کوم ځای کې کوم لغت کې زیاتونه وکړه او یا یې کوم توری ترېنه کم که څه خبره نه ده.

   سبکي تسلسل

   سبک ته په دري کې روش او طریقه وايي، په پښتو کې لاره ورته ویلی شو او په انګلسي کې ستایلو کلمه ورته کارېږي، خو د ادبیاتو په اصطلاح کې د یوه شاعر یا لیکوال ځانګړې لارې ته ویل کېږي. که موږ د یوه شاعر شعرونه ګورو چې خوند ترې پورته کوو، بلکې موږ یې یو څو شعرونه لیدلي وي، کله چې یې د شعرنو دیوان وګورو نو ټول شعرونه یې هسې خوندور نه وي که یې ټول شعرونه په یوه بڼه وي او لوستونکی خوند ترېنه پورته کړي دا سبکي تسلسل شو، تسلسل یې هغه وخت ماتېږي، چې شاعر د بل چا د شاعرۍ مطالعه وکړي او تر اغېز لاندې یې راشي او ډېری وخت رواني حالت او ذهني ګډ وډي د دې سبب ګرځي چې شاعر له خپل    سبکي تسلسل څخه ووځي.

   تخیل او ادبي اثر

   تخیل چې دی اد ادبیاتو د ملا تیر دی، هغه ادبی اثر به په ادبي بڼ کې د اسمان د ستورو په څېر وځلېږي چې شاعر یا لیکوال پکې د ډېر تخیل څخه کار اخیستی وي او په بازارونو کې به هم بې شمېره خوشوونکي ولري.

   د لفظ هنري ارزښت

   همدا هنر دی چې زموږ ځينې اثار تلپاتې ژوند لري، د غه ارزښت دی چې ادبي اثار یې له نا ادبي اثارو بېل کړي او د ادب څېړونکی کار اسانوي. هغه څوک چې هنري ارزښت په یوه ادبي اثر کې حس نه کړي، نو له ادبیاتو څخه خوند نشي اخیستلی. لفظي هنر پانګه ولسي ادب دی، هغه ادیب چې له ولسي ادب سره اشنایي ولري هغه ښه لیکلي اثار رامنځته کولی شي.

   بیان، ښکلا او پېچلتیا

   بیان خو د ادبي فنونو برخه ده چې له څلوڅانګو څخه بحث کوي: تشبېه، استعاره، کنایه او مجاز.

د استعارې، کنایې او مجاز ترمنځ توپیریو څه ګران دی، چې د لوستونکي ذهن یې موخه ډېره ځله نه شي موندلی همدا تکی ښکلا او پیچیلتیا رامنځ ته کوي. استعاره او تشبیه یو څه ورته دي، خو توپیر یې پدې کې دی، چې د تشبیه لنډ ډول ته استعاره وایو؛لکه: وطن د جنت په څېر ښکلی دی دا تشبیه شوه او که ووایو وطن جنت دی دا استعاره شوه.

   پښتو معاصر ګرامر

   دا د کابل پوهنتون د استاد په یوه اثر لیکل شوې مقاله ده چې د هغه اثر ښې او بدې خواوې یې پکې بیان کړي دي.

   توري

   د اعدادو په لیکلو کې یو څه ستونزې شته دې، چې تر لسو پورې عددونه په تورو لیکل کېږي او له هغې پورته بیا په خپله عدد ( شمېر) ذکر کوو. په پښتو کې باید ۳،۵ او ۷ شمېرې داسې ولیکل شي: درېیم، پینځم او اووم. همداسې د ۱۴، ۲۳، ۱۹، ۱۶ او ۲۴ عددونه داسې ولیکل شي: څورلس، ورویشت، نولس، شپاړس، څلورویشت مناسب به وي.

   د تصوراتو بڼ

   زما اخذ خو دلته داسې دی: هرشئ چې پیدا دي نو ښایسته دي، په هغې کې لاس وهل پکار نه دي؛ لکه دلته چې یې د باغ کیسه کړې ده. یا چې د جبران د خبرو یوه بېلګه یې وړاندې کړې ده.

    د لیکوالۍ خنډونه

    د کتاب لیکوال د لیکوالۍ خنډونه دا څیزونه ښودلي دي: وېره، بې باوري، اوچته تمه، کم معلومات، د عالمانه جرات نشتوالی، ځان تېراېستنه، د مخاطب عادي ګڼل، کمیت ته پاملرنه، منفي تقلید، د ژوند د عادي شیبو تېښته او وفا پالنه.

   لیکوال او کره کتنه

   هر لیکوال چې لیکنه کوي باید اول یې خپل په غور سره وګوري، له هغې وروسته یې خپل سیال او ځوان کره کتونکي ته ورکړي ترڅو هغه کره کتنه پرې وکړي. لیکوال باید د کره کتونکي خبرې د زړه په غوږو واوري، کله چې لیکوال د کره کتونکي خبرې عملي کړي نو د ده د تاند توب دراوزې به وازي شي او پرمختګ به وکړي او که یې خبره ورته خوشې شئ وبلله نو د پرمختګ دروازې نورې په دې لیکوال بندې دي.

   شاعر او ماضي

   ارمان ارمان تېره ساعته!

    پیدا به نشې که ملنګ درپسې شمه

   شاعر په هر ډول حالاتو کې د خپل د ماضي پسې تړلی دی او د یو لورې نه یولورې د ماضي سره اړیکه لري؛ لکه:

   که زه خبر وم چې تا بیایي

   ما به تصویرونه درته د شپې اېستلې ونه

   د شعر کرکټر

   دکیسې په څېر په شعر کې هم کرکټر د شاعر د خبرو د وړاندې کولو لپاره استعمالېږي، چې زیاتره په سپین او ازاد شعر کې.

   د لاجورد د لارې فرهنګي اهمیت

   دا منم چې د اسیا ټپي زړګی یې ـــ په جګړو او سرو لمبوکې لا ژوندی یې

   ته بېرته د اسیا د پیکي ګل شې ــــ د لاجوردو د امېل زرین غمی یې

په دې لیکنه کې د لاجورد لارې پر فرهنګي اهمیت بحث شوی او په یوه ډول په ادبیاتو کې د اقتصاد ونډې ته اشاره شوې ده. دا لیکنه په رسمي یا اکاډمیک سټایل لیکل شوې او هڅه شوې چې لیکوال د ازادې او رسمي یا مقیدې اکاډمیکي مقالې په لوستنې لوستونکی وننګوي او د دواړو د چوکاټ خوږلت او محدودیت ورباندې وڅکي.

     په ټوله کې دا کتاب په ښکلي او روان نثر لیکل شوی دی، خو په ځینو ځایونو کې یاګانې ماتې شوې دي، چې هغه د لیکوال ستونزه نه ده، بلکې هغه د مطبعې ده، چې فونټ یې ورته تغیر کړی دی. ما چې دا کتاب د اول نه تر آخره پورې مطالعه کړ،، نو کومه ستونزه مې پکې ونه لیدله ټول ګرامري اصول یې پکې مراعات کړي دي، که څوک غواړي په مستقبل کې یو ښه لیکوال شي نو هغه دې د ښاغلي استاد ګل رحمن رحماني زرلټون او همدا کتاب مطالعه کړي.

په فرهنګي مینه

۱۵/۷/۱۳۹۸لمریز

بغلان پوهنتون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply