د عمرانخان او ټولو مذهبي بنسټونو د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 914

د عمران خان او ټولو مذهبي بنسټونو د پام وړ :

موږ هم په ارامه د عبادت حق لرو

په داعشي وطالبي بېشعوره او بېرحمو دې ولې زما مظلوم ولس په خپل جومات کې د جمعې پر مبارکه ورځ پر عبادت شهيد کړ؟

ستا او ستا د نظاميانو واستخباراتو ضمير و وجدان له ديني بنسټونو سره همدا ايجابوي چې طالب وداعش دې راخوشې کړي؟ تاسې له اکسفورډه همدا زده کړه کړې؟

ننګونه :

زه غواړم چې له تاسې او ستا له دې ديني بنسټونو او ستا له دې بېرحمو نظاميانو او څارګرو ادارو وپوښتم چې دغه اسماني کتاب چې موږ ټولو پرې ايمان راوړی له تاسې راواخله تر طالبانو او داعشيانو پورې د ((ومن اظلم ممن منع مسجد الله ان يذکر فيها اسمه وسعی في خرابها ….)) څنګه توجيه کوئ؟

زما پوښتنه له تاسې او ستا له نظاميانو او څارګرو او بنسټونو په تېره له قادياني باجوه راواخله د څارګرې ادارې تر مشره پورې ځانونه څنګه توجيه کوئ؟ ايا د زمکې پر مخ همدا تاسې مسلمانان ياست او نور څوک نشته؟

که دا هم درسره ومنم چې باجوه دې قاديانی دی، نو دا د څارګرې ادارې مشر ل. ج. فيض حميد دې څوک دی؟ که دا دواړه سوچه بېلارې او بېرحمه شي، نو دا ديني بنسټونه دې څه کوي؟

زه غواړم ستا له دې ديني بنسټونو وپوښتم چې دوی زموږ د جوماتونو په تړاو څه قضاوت کوي؟ ايا زموږ جوماتونه د ګرونانک له درباره هم بې ارزښته دي؟ دا راته وواياست چې دا ستاسې جوماتونه او ديني بنسټونه زموږ او له ګردې اسلامي نړۍ له جوماتونو او ديني بنسټونو نه جلا دي؟ ايا داسې کومه استثنا شته؟ که وي، نو بيا خو په کار ده چې له نورې اسلامي نړۍ او له ګاونډيو اسلامي هېوادونو سره يې هم شريکه کړئ چې پرې پوه شو. او که نه وي، نو بيا تاسې او لاسپوڅي دې ولې زموږ جوماتونه شهيدانوي؟ زموږ جوماتونه لکه چې زموږ د نورو له عبادتځايونو بدتر دي که څنګه؟

موږ خو هم ستاسې مسلمانان وروڼه يو، لږ تر لږه د يو مسلمان ګاونډي په توګه درباندې دا حق لرو چې خپل عبادت ته مو په ارام پرېږدئ!

د طالب و د داعش په نوم لاسپوڅي مو نور در مهار کړئ!

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ګرونانک کليزه؛ هند او پاکستان کې د سيکانو مذهبي مشر لپاره تاريخي مراسم

https://www.bbc.com/pashto/world-50400448

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply