د اولاد زېږېدنه / زکریا رحیمي

0 1,443

Accouchement

په انګرېزۍ کې ورته (labour and delivery) هم وایي. د اولاد زېږېدنه د اومیندوارۍ پای ده، د اولاد زېږېدنه یا د رحم له لارې ترسره کیږي او یا د عملیات له لارې ترسره کیږي. د عملیات له لارې د اولاد پیدا کېدو ته (C-section or caesarean delivery) نوم اخلي. په ۲۰۱۵ کال کې، په ټوله نړۍ کې ۱۳۵ میلیونه کوچنیان زېږېدلي، تقریبا ۱۵ میلیونه یې د اومیندوارۍ له ۳۷ اوونیو مخکې زېږېدلي، تر ۱۲% پورې یې د اومیندوارۍ له ۴۲ اوونۍ وروسته زېږېدلي او زېات شمېر یې په روغتون کې زېږېدلي خو په ځینو هیوادونو کې لا تر اوسه اولاد د دودیزې مرستې په ذریعه په کور کې زېږیږي کومه چې مور او ماشوم د مرګ له خطر سره مخ کولای شي.
 
د اولاد زېږېندنې تر ټولو عامه او طبیعي طریقه د رحم له لارې زېږېدنه ده، د رحم له لارې زېږېندنه کې درې مرحلې شاملې دي: د رحم د غاړې (cervix) خلاصونه او لنډونه، د ماشوم زېږېدنه او د پلاسینټا بهر وتنه ده. لمړۍ مرحله یې له ۱۲ تر ۱۹ ساعتونو پورې وخت اخلي، دوېمه مرحله یې له شل دقیقو تر دوه ساعتو پورې وخت اخلي او درېمه مرحله یې له پنځه تر دېرش دقیقو پورې وخت اخلي. لمړۍ مرحله کې د اومیندواره ښځې ملا یا بطن درد پېل کوي چې تقریبا نیمه دقیقه دوام کوي او هر لس دقیقې وروسته بیا ځلې درد پیدا کیږي، له وخت تېرېدو سره درد زیاتیږي، دوېمه مرحله د رحم نرمې عضلې د انقباض یا خپله کې د غونډېدو په ذریعه د ټېل وهنې لپاره فشار پیدا کوي او ماشوم بهر ته ټېل وهي او درېمه مرحله کې پلاسنټا د رحم له دیوال څخه لرې کول او بهر ته وېستل دي. د درد د ارامولو یا کمولو لپاره مختلف تخنیکونه کاریږي لکه د ارام ورکول تخنیک، لکه د اوپیوایډز ترکیب (opioids) او یا انستیزي لکه (spinal blocks). کومې ښځې چې په لمړي ځل مور کیږي د زېږون دوېمه مرحله یې ډېره اوږده وي خو هغه مورګانې چې په دوېم ځل اولاد زېږوي کم وخت کې دوېمه مرحله ترسره کوي.
 
د زیاتو ماشومانو لمړۍ سر زېږیږي خو د ۴% ماشومانو یا لمړی پښې او یا هم کوناټي بهر راوځي. که چېرې ماشومان غبرګوني وي او یا هم د کوناټیو په خوا پیدا کیږي نو ممکن مور ته د عملیات له لارې د زېږون سپارښتنه وشي. هر کال د زېږېدنې د پېچلتیا له امله تقریبا ۵۰۰۰۰۰ مورګانې ژوند له لاسه ورکوي، تقریبا ۷ میلیونه اوږد مهاله جدي ستونزې پیدا کوي او ۵۰ میلیونه د اولاد له زېږولو وروسته د روغتیا منفي اغیز زغمي. او ډېری یې په ورسته پاتې هېوادونو کې دي. د زېږون پېچلتیاو ته په انګرېزۍ کې (obstructed labour, postpartum bleeding, eclampsia, and postpartum infection) نومونه اخلي. کله چې هر څه نورمال وي خو ماشوم په فزیکي توګه نښتی وي (obstructed labour) ورته وېل کیږي، له زېږون وروسته په ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ملي لیتره وینې ضایع کېدو ته (postpartum bleeding) وایي، د اولاد زېږېدنې بې نظمي: په ادرار کې د پروتین لوړه کچه، د وینې لوړ فشار، د بدن د بل کوم غړي په فعالیت کې بې نظمي دا علایم ممکن د اولاد له زېږېدنې مخکې، د اولاد زېږېدنې پر مهال او یا وروسته وي په انګرېزۍ کې (eclampsia) نوم ورته اخلي، د ښځې د مثل تولید په کانال کې باکتریا چې د اولاد له زېږېدنې وروسته پیدا کیږي په انګرېزۍ کې (postpartum infection) په نامه یادیږي. د ماشوم له پیدا کېدو وروسته ممکن په ماشوم کې هم (lack of oxygen at birth, birth trauma, prematurity) پېچلتیاوې موجود وي.
 
نښې او علایم
تر ټولو لویه نښه یې د رحمي عضلاتو تکراري کش کېدل دي، په هره ښځه کې د ناارامۍ کچه توپیر کوي، ناارامي له تشویش او وېرې سره تړاو لري او وېره یې له مخکیني زېږون، د اولاد زېږېدنې د درد په اړه کلتوري نظریاتو سره تړاو لري. د اومیندواره ښځې لپاره تر ټولو اړین د پالونکي کس ملاتړ، ښه چلند له ښځې سره ګډې پرېکړې او مشورې تر هر بل څه اړین دي.
 
روښانتیا
هغه درد چې د عضلاتو له درد څخه پیدا کیږي د میاشتینۍ مریضي سخت عضلاتي درد ته ورته وي. ښځې ډېر وخت هڅول کیږي چې له چیغو وهلو ډډه وکړي خو فریاد کول یې درد کې کمی راوستلی شي.
 
اروایي
د اومیندوارۍ په مرحلو کې د اوکسيټوسین (oxytocin) کچه ډېره زیاتیږي. اوکسيټوسین یو هورمون ده کوم چې تشویش کموي او ښځه کې خوښي زیاتوي. کله چې ماشوم پیدا شي دا هورمون ډېر زیات پرېښودل کیږي. باور کیږي چې دا هورمون د ښځې له ماشوم سره د مور اړیکې جوړولو کې اړین رول لوبوي او ښځه هڅوي چې له ماشوم سره د مور چلند اختیار کړي. د ماشوم پاملرنه کول هم په مور کې د دې هورمون کچه زیاتوي. په ځینو ښځو کې له اولاد زېږولو وروسته ممکن سټرس پیدا شي چې تر دوه ساعتونو پورې هره ورځ وي او ممکن تر دوه اوونیو پورې دوام وکړي.
 
د رحم له لارې زېږېدنه
انسانان په دوه پښو ګرځېدونکي (bipedal) ده کوم چې سیده یا مستقیم دریږي. د مستقیم درېدو حالت د دې لامل کیږي چې د ګېډې د غړو ټول وزن د لګن خاصرې په سطحه فشار واچوي، دا سطحه یو پېچلی جوړښت ده کوم چې یوازې د ګېډې د غړو فشار نه تحمل کوي بلکې په ښځو کې درې چاینلونو هم له دې لارې تېر شوي وي او دا درې چاینلونه (urethra, the vagina and the rectum) دي. ریکټم (rectum) په انسان کې د غټې کلمې د پای مستقیمه برخه ده، تقریبا ۱۲ سانتي متره اوږدوالی لري، وجینا (vagina) د ښځې د تناسلي الې د کانال د انعطاف وړ عضلاتي برخه ده چې له فرج (vulva) څخه پېل کیږي او په (cervix) باندې ختميږي. کله چې د ماشوم سر او وږې له (cervix) یا د رحم له غاړې بهر راوځي نو د لګن په کړۍ کې باید داسې حرکت وکړي چې له لګن څخه ووتلی شي
 
شپږ حالتونه یې لاندې انځور کې وګورئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply