اول دې راشي ما دې مړه کړي

میرسلام مجاور

0 771

اول دې راشي ما دې مړه کړي = جانان دې بیا د بل وطن کیسې کوینه

په سیاسي لحاظ افغانستان په منطقه کې تر ټولو کړکېچن هېواد و/ دی. طبیعي خبره ده چې په شور و شغب کې رالوی شوي نسلونه د نړ‎ۍ په هر ناورین کې ځان شریک بولي.

په نن سبا کې د کردانو او ترکانو کړکیچ په رسنیو کې د بحث توده مسئله ګرځېدلې، دې شخړې زموږ د ټولنیزو رسنیو فعالان هم دوه پړکه کړي.

 اردوغان ته زموږ په هېواد کې د اسلامي نړۍ د هیرو په سترګه کتل کیږي او د اسلامي خلافت احیا کولو مسیحا یې بولي او ترکان راته  یو مهذبه قوم را سیروم شوی.

د ۲۰۱۴ لسم میلادي کال راروسته چې کله د ترکیې د لارې غرب ته د افغانانو مهاجرتونه پیل شول؛ نو د ترکیې په هرځای کې نیول شوي او ډبول شوي افغان به د خپلو وهلو او ډبولو پړه د کردانو په اوږو وراچوله؛ نو ماته به دا سوالونه رامخ ته شول.

  • ولې د ترکیې په هره څنډه کې افغانان د کردانو لخوا  ډبول کیږي؟
  • د ترکیې امنیتي او څارګرې ادارې د سرحدونو په ساتلو کې ولې دومره پاتې راغلي؟
  • په رښتیا هم کردان د نړۍ په کچه بې رحمه او وحشي قام دی؟
  • او که د ترکیې،ایران،عراق او شام د مطبوعاتو زور دی چې یو مظلوم، محکوم او ویشل شوی ملت یې په نړیواله کچه بې بندو باره او نامهذبه معرفي کړی.

کله چې انګریز په لوی هندوستان خېټه واچوله اوپه افغانستان کې د مقاومت سره مخ شول، په لویدیځو رسنیو کې د افغانانو تصویر همداسې و لکه نننئ میډیا چې کردان یو جګړه مار او وحشي قوم را پېژني.

له کندهاره خپرېدونکې هوسۍ مجلې یو ژورنالست د علامه رشاد نه پوښتنه کړېوه چې استاده! د پلاوي کلمه موږ د هیئت په ځای کاروو دا د پښتو کلمه ده او کنه ؟ رشاد صیب ورته ویلي و:((اویا کاله کیږي چې  پښتو ژبه کې مطالعه کوم زه پدې لا نه یم پوه سوی چې (پلاوی) پښتو کلمه ده او کنه؟ )) خو ګوهرالرحمن ګوهر راباندې د بي بي سي په زور ومنله اوس یې زه هم په لیکنو کې کاروم.

دا کیسه دې پورې رایاده شوه چې د ژوند په ډېرو چارو کې د تبلیغاتو رول مهم دی خو د جنګ او جګړې د مورچلونو تاوده ساتلو او ګټلو بنیادي وسله او وسیله ده .

د نړۍ عظیم قوتونه د توپ او جاز په زور ملتونه نشي ایل کولی خو د مطبوعاتو په اغیزمنه او پسته ژبه د استعمار زندۍ ور اچولی شي.

په سیمه او نړیواله کچه د کردانو،بلوچانو او پښتنو خلاف پرو پاګند او خراب تصویر خپرول تصادفي خبره نده؛بلکې د زورورو قدرتونو هغه وسله ده چې د ازادي غوښتوونکو قومونو او حرکتونو د ایل کولو او ځپلو په خاطر استعمالوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply