په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ

قدرت الله هېوادپال

0 828

طبعاً چې د کلونو په موده کې د دفتر نورمونه له ډيرو بدلونونو تير شوي دي، خو ځينې اصول تلپاتې دي، پدې ليکنه کې موږ له هغه عادتونو يادونه کوو چې کولای شي په رسمي او کاري چاپيريال کې ستاسې ارزښت راکم او مسلکيوالی مو د پوښتنې لاندې راشي.

په دفتر کې له غيبت او بې ځايه شريکولو ډډه وکړئ، دا مو بې اعتباره يا پر ځان ميين ښيي. له دفتره کوچني شيان اخيستل ښايي نور ستاسې پر ريښتينولي او صداقت شکمن کړي. د دفتري سلوکونو ځيني ښايي نسلي شکل ولري، ځينې يې بيا تلپاتې دي، سره لدې چې ځينو لپاره ښايي ملګرتوبونه فرق ونه کړي، خو د رسمي او ټولنيز ملګري تر منځ توپير وي، او ښايي د ټولنيز ملګري سلوکونه پر دفتري ملګري بد ولګيږي.

ستونزه دا ده چې اکثره خلک ښايي پر دې موضوعاتو ونه غږيږي، يا که تاسې يې نارامه کړئ ښايي هیڅ ونه وايي، خو له ځان سره يې ثبتوي او په ياد يې پاتيږي. چې وروسته ښايي له شخص سره دا پوښتنه پيدا شي چې ولې خلک ما پسې نه دريږي، يا زما ملاتړ نه کړي. موږ دلته له ځينو هغه عامو عادتونو او سلوکونو يادونه کوو چې ښايي ځينې يې عادي واخلي او ځيني نورو ته له وړاندې بد ښکاره شوی وي.

۱بې ضرورته شريکول

ښايي ستاسې د رخصت يا شخصی محافلو عکسونه او معلومات تاسې ته زړه راښکونکي وي، خو خلکو ته دا احساس ورکوي چې تاسې پر ځان ميين، نارسيسټ شخص ياست چې تل له نورو ځان ته پاملرنه غواړي.

لدې هم ناوړه، نامناسبې کيسې ستاسې خاموالی او بې پروايي ښيي. تل لږ معلومات ښه وي، که څوک نور پوهيدل غواړي، پوښتنه به وکړي.

two women operating smartphone

۲. ګيلی

داسې دفتري چاپيريال چې تاسې ته د خپل نظر او ناخوښيو ښودلو واک درکوي، ښه وي، خو ځينې خلک له هر څه ګيله من وي، له ځان هيڅ مناسب قضاوت نه ښيي. هیڅ بد سلوک يا بده ورځ بايد ستاسې د پرمختګ او خوښئ مخه ونه نيسي. خپلې ګيلې او جګړې په حساب وټاکئ يا انتقاد لپاره مناسب ځای او لاره پيدا کړئ.

۳. درواغ يا غلا

ځینی خلک فکر کوي چې ځینې درواغ د منلو وړ ديهر څوک په خپله ریزومې مبالغه کوي؟ که څنګه؟، نه غلطه دهډيرو خلکو ته آن اندکه روغ هم د منلو وړ نه دي. همداسې دا هغه څه لپاره هم صدق کوي چې ستاسې نه وي، که هغه پردي مال وي يا دفتري منابع وي چې تاسې له ځان سره ځغلوئ.

ځينې غيراخلاقي سلوکونه چې هر څومره توجيه شي بیا هم بد وي، که چيرې خلک يو څوک وويني چې په وړو غلاوو او کارونو نيغ ور روان دی، نو له ځان سره به همدا فکر کوي چې ښايي له قانون څخه په لويو سرغړونو کې هم همدومره بې پروا وي.

۴. په کار کې لټي

کاري ورځې هم سختې وي، پرته لدې چې د نورو د لټئ له کبله پاتې کار وکړئ، په کاري ډله کې خلک پوهيږي چې څوک خپل کار په ښه طريقه نه کړي. بې ځايه رخصتئ او کار کې لټي ښايي نور هم زړه ماتې کړي. خپل کار وکړئ يا داسې دنده ولټوئ چې ستاسې له طبعې او شوق سره برابره وي.

۵. ناوخته راتګ

که دفتر وي، غونډه وي يا ضرب الاجلونو ته ناوخته رسيدل وي، د هیڅ چا بل ته ځنډ نه خوښيږي. ناوخته راتګ شخص ځانغوښتی، بې نظمه، بې لحاظه او نورو وخت ته سپک کتونکی ښيي. د نن په زمانه کې بې شميره وسيلې او طريقې شته چې وخت مو تنظيم کړي، ځان په عذاب کړئ که نه هیڅوک به درباندې باور نه کړي.

man holding handbag

۶. بې ځايه دلايل

د هیڅ چا بې ځايه دلایل او بهانې نه خوښيږي. د هر چا ژوند له ننګونو ډک دی. کله نا کله ستونزې لرل يا نسبي احساساتي کيدل ښايي ګټور وي، که چيرې د ماشوم په څير مو هرې خبرې ته خوله ورانه کړې وي، نو ښايي ډير هم درته د ماشوم او بې اعتباره شخص په توګه وګوري.

۷. غيبت

ښايي خلک دې غيبت ته غوږ وي، خو ورسره دا هم وايي چې بل پسې بد وايي زما به څه حال وي يا دا قضاوت وکړي چې د حساسو معلوماتو ساتلو توان نه لرئ.

۸. ښکنځل

ښايي زموږ ادبيات او کوڅې له ښکنځلو او نامناسبې ژبې ډک وي، خو تر اوسه زموږ په ذهن کې بدنامه دي. په عامه غونډو کې ښکنځل يا نامناسبو کيسو/ ټوکو بيانول مو بې قدره کوي. چپه خوله، له وينا سره احتياط او بې ځايه خبرو څخه ځان ساتل ستاسې له درناوي ډک اوږدمهاله انځور کې مهمه ونډه لري.

۹نامناسبه جامه

نن سبا د رسمي جامې شکل په بدليدو دی، اکثره دفترونه نيکټايانې او دريشئ نه غواړي، خو دا په دې معنا نه دی چې په برزو يا په اوږده نيکر کې دفتر ته راخوشی وی. بهتره ده چې تل مناسبه جامه ولرئ، بهتره وي له اړتيا يوه سطحه بهتره جامې ولرئ، يا دا هم ياد ساتئ چې ستاسې په اړه د قضاوت لومړی پړاوو جامه ده، که په جامه نبوغت نه غواړئ نو د مسلکي انځور خرابولو لپاره يې هم مه کاروئ.

۱۰. دوه مخي/ منافقت

انسان پر اعمالو تلل کيږي، خبرې خو د شيطان هم زده وی، د عمل او وينا تر منځ تضاد د انسان د سپکيدو يو تر ټولو ګړندئ لار ده. هڅه وکړئ پر وينا ودريږئ، دوامداره رښتيا او صداقت د باور او اعتماد تر ټولو ښه وسيله ده.

۱۱. نورو ملامتول

خلک د هغوی قدر او احترام کوي چې د خپلو اعمالو او تجاربو مسؤليت اخلي. د نورو ملامتول تاسې بې مسؤليته او کوچنی ښيي. د مشرئ فرصتونه هغوی ته ورکول کيږي چې ځواب ورکوونکي او مسؤل وي، هغوی چې نورو ته وده ورکوي نه چې د پښو لاندې يې ځمکه راکاږي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply