کمېسیون په لوی لاس ټاکنې لانجمنوي

0 503

ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپل مهالوېش له مخې، د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله د تلې میاشتې پر ۲۷مه اعلان کړي، خو کمېسیون د ځینو تخنیکي ستونزو او خنډونو له کبله و نه توانېد چې پر خپل وخت د ټاکنو پایلې په ډاګه کړي.
سره له دې چې اوس د ولسمشري ټاکنو د پايلو د اعلان له ورځې چې باید اعلان شوې وای، لس ورځې تېرېږي، خو کمېسیون پرون وویل چې د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه، یانې د کمېسیون په مهالوېش کې له په نښه شوې نېټې پوره ۲۶ ورځې وروسته اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې هوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل چې نه غواړي دقت د سرعت قرباني کړي او په وینا یې، د خپلو ټولو چارو تر ارزونو وروسته یې پرېکړه کړې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به په دغه نېټه اعلان کړي.
که څه هم په ټاکنو پروسه کې د رایو شمېرلو، چاڼ، ارزولو، بیا شمېرلو او د پایلې د اعلان پروسه ډېره اوږده او پېچلې ده، خو د ټاکنو کمېسیون کولای شوای، په لومړي سر کې دغو مواردو ته په پام خپل مهالوېش جوړ کړی وای او کميشنران به اوس د خپل مهالوېش د نقض لامل نه کېده.
دغه نیمګړتیا او بې‌غوري د ټاکنو کمېسیون د کميشنرانو د نامسلکیتوب ښکارندويي کوي او ښايي په خپلې بې‌غوري، نامسلکیتوب او ناسم مدیریت سره په لوی لاس د ټاکنو ملي پروسه لانجمنه کړې او پر کمېسیون هم د خلکو شته باور ته زیان ورسوي.
که فرض کړو چې کمېسیون د ټاکنو د پایلو اعلان په تړاو پر خپلې وروستۍ پرېکړې عمل وکړ او د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله یې د لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان کړې؛ نو تر دې وروسته د ټاکنو د لومړنۍ پایلې په تړاو د شویو اعتراضونو د څېړلو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم وخت ته اړتیا لري او د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلانول به درې اوونۍ نور وخت هم ونیسي.
که له نن وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو ټولې چارې منظمي پر مخ لاړې شي او پر دغو نېټو د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان شي او یو نوماند پکې د ټاکنو ګټونکی شي، ښايي هاغه مهال هم د ځینو بایلونکیو نوماندانو د لانجو او ناندریو لامل شي، ځکه کمېسیون له مها‌لوېش سره سمې د ټاکنو پایلې نه‌ دې اعلان کړې او دا کار پر دې پروسې نه یوازې د نوماندانو، بلکې د څارونکیو بنسټونو او خلکو بې‌باوري زیاتوي.
په هر صورت که ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی ولري، بیا هم څه‌ ناڅه د منلو وړ دي، خو که دویم پړاو ته لاړې شي؛ نو د ولسمشري ټاکنو دویم پړاو به له سختو ننګونو او خنډونو سره مخ شي.
دا چې له یوې خوا د ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې د ژمي موسم را نږدې کېږي او هوا د سړښت خوا ته روانه ده او بل ‌خوا د ولسمشري ټاکنې هم دویم پړاو ته لاړې شي؛ نو د هېواد جوي وضعیت ته په کتو به کمېسیون و نه توانېږي چې دویم پړاو ټاکنې سږ کال وکړي او له شک پرته به راتلونکي کال ته پاتې شي.
اوس چې د ملي یووالي حکومت د کار موده پای ته رسېدلې؛ نو که ټاکنې راتلونکي کال ته ځنډېږي، د حکومت سیاسي مشروعیت نور هم له پوښتنې سره مخ کېږي او ښايي په هېواد کې د سیاسي بې‌ثباتي تر څنګ، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت هم ناسم لوري ته لاړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د مهالوېش له جوړېدو سره سمې خپلې ټولې چارې ارزولې او سمبال کړې وای او بیا یې د ټاکنو د لومړنۍ او وروستۍ پایلو نېټې په ډاګه کړې وای، خو اوس یې چې خپل مهالوېش نقض کړی یا یې بیا هم نقض کړي؛ نو د ټاکنو پر پروسه او کمېسیون به د خلکو شته باور کم شي او دا کار به د ټاکنو پر پایله چې د دغه کمېسیون له لوري اعلانېږي، هم خپل سیوری وغوړوي او له دې کبله د هرې پېښېدونکې ستونزې مسوولیت به د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو پر غاړه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply