ځاني لټون

محمد مصطفی سمون

0 869
فرد د انساني تفکر په بناء د ځاني لټون تیږه ږدې، چې بیا د تدبر او تفکر له لارې خپل فردي حریم موندلی شي.
که د هر شي په فلسفه ځان پوهول غواړو؛ نو اړ یو چې د هغه په بنسټ ځان پوه کړو، چې د بنسټ په لټون کې یې له ګڼو پوښتنو، غوښتنو او متضادو تصوراتو سره مخ کېږو.
ځان موندل په اصل کې د انساني ژوندانه او تجربیاتو په دایره کې د ننوتو نښه ده، فرد د همدې متغیرو غوښتنو په اصل ځان پوهول غواړي؛ خو څنګه چې غوښتل غواړي هغسې نه کېږي. دا په اصل کې د دروني پوهې په اړه د مالوماتو نه شتون دی، چې له داسې ستونزې سره مخ کېږو. باید چې په دروني تصوراتو باندې له سره کتنه وکړو؛ ترڅو یوې ځاني پېژند زاویې ته ننوځو.
 ځاني لټون د شپې او ورځې په تېرېدو او مادي غوښتنو کې نه موندل کېږي، بلکې د معنوي اساساتو په بناء یې لټون کېدای شي، چې له دې سره انساني تفکر په خوځون راولي.
ځان موندل او پېژندل په اصل کې د خدایي حسرتونو او نعمتونو څخه د اګاهۍ زیرۍ دی؛ نو کله چې هم د دې مبهماتو  په تصوري دایره  کې د انساني ارزښتونو لارې وموندل شي؛ نو د ځاني لټون په اړه تصور په خوځښت راځي او د هرې شته پوښتنې په اړه د ذهني زاویې لارې پراخیږي. هر څه په یوې وړې محدوده کې نه راټولیږي، بلکې د فرد په فکري پراختیا باندې کار کول پکار دي. موږ د هرې پدېدې سره د مبارزې توان لرو؛ خو هغه څه چې اړین دي، د هغه په کسبولو او پراختیا ورکولو کې پاتې راځو، چې هغه د فکر جوړونې تفکر دی، چې د همدې تاثر له امله بیا په ځاني لټون کې د فکر کولو ستر ځواک تر لاسه کولای شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply