نا باوري

محمد مصطفی سمون

0 660

عاطفي اړخ مو ورک، احساس مو مړ، په ژوند کولو ناباوره، په خپلې راتلونکې باندې بې باوره، د فکري انتقاد د ناباوریو په اوج کې اوسو، خپلې ټولې انساني هیلې مو محوه کړي. څه د مړه احساس خاوندان ګرځېدلي او څه په ذهني چاپېریال کې د فطرت له اړخه کمزوري شوي یو. موږ په ټوله کې ژوند د خیال په ایینو کې کوو. دا ځکه چې زموږ په فطرت کې د غرایزو یو جوپه شتون لري، چې د هرې پدیدې په وړاندې د تعارض فکر له ځان سره لرو.

هیلې په خپل داخلي جوړښت کې محوه کوو او ژوند د انسان جوړونې او باور پیداکېدنې په حوض کې نه ورګډوو؛ بلکې دروني غوښتنې د غرایزو له لارې اشباع کوو؛ خو د غرایزو اشباع یوازې د بېلارۍ په انتخاب کې نه دي نغښتې؛ بلکې د ښه کارونو په ترسره کولو کې هم انساني سکون ترلاسه کېدای شي، چې انسان ورسره فطرتاً هم سازش کوي. دا په ټولنیز ژوند او فکر پورې اړه لري، چې د خلکو لپاره د چاپیریالي ایډیال نښه وګرځي او هر یو ترې متاثره شي، هر فرد غواړي چې څنګه ټولنه د خپل ځان په رنګ کړي او د هرې پدیدې پر وړاندې د خلکو تصور او عکس العمل ټول له نظره تېرکړي، چې ټولنه په کوم ځای کې ده؟

دا حالت د ناباورۍ فضا له بدلون سره تړلې که موږ په فکري لحاظ د ټولنې په دروني خوځښت کې د انسان پالنې درک  پیدا کړو او ټولنه د خپل هېوادنۍ مینې په چاپېریال کې مطالعه کړو او هېوادنی فکر پر ټولنیز تفکر کې ذوب کړو؛ نو هله به د ټولنې په باورونو کې د بدلون څرک ولګېږي او هر تصور به د خپلې تللې رڼا سره بېرته وصل شي او د باور یو رنګین تصور به راښکاره شي، چې له دې سره به په ټولنیزوالي کې د انسان پالنې تصور په خوځښت راشي او په هر ناباوره تصور کې به د باور رنګ راښکاره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply