عزم

محمد مصطفی سمون

0 815
د ځاني تحول په اړه فکر کول د لوی او لوړ عزم څخه پیلیږي، چې فرد یې له چاپیریالي اغېزه پیلوي، بیا د کورنۍ او ټولنې د تحول خوب په رښتیا د پلي کېدنې ګامونه اخلي.
دا د بشري تاریخ له پاڼو ښکاره ده، کله چې هم کوم کس د داسې ګام اراده کړې یا ورک شوی او یا له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی؛ خو متحرک فکر او د لوړ هوډ درلودونکی فرد بیا د صبر زانګو ته ځان خطا کوي او د ژوند نوي پړاو کې د ایوب (ع) په صبر باندې اتکا کوي او د راتلونکي ټولنیز تحول عزم یې د ذهني چاپیریال درس ګرځي.
دا په دې مانا نه دی، چې د دا ډول فکر کوونکی فرد د ځاني خوشبختۍ لپاره هر څه ځان ته  غواړي او کېدای شي زمینه هم ورته مساعده شي؛ خو د ټولنیز فکر د بدلون لپاره له ارامه ژونده د ستونزو غېږې ته ځان ور اچوي؛ ترڅو د ټولنې د سکون شېبې راپیدا کړي. دا د نیکمرغۍ زیری دی، چې نور افراد په دې ډول چاپیریال کې د ژوند تېرولو فرصت پیدا کوي؛ بیا دلته د انساني ارزښتونو غولی په هوارېدو شي. شته او راتلونکي نسل ته هم د امن غږ پورته شي او د راتلونکي نسل د عزم او پیاوړتیا تکل به د عملي کارونو په ترسره کولو کې برملا شي. دا عزم د علم او منطق له لارې ترلاسه کېدای شي، ترڅو له هرې پېښې سره د شعور او استدلال له مخې برخورد وکړي.  همدې برخوردونو کې بیا د ټولنې د
راتلونکي عزم هوډ برملا کېږي او ټولنه  د علم په زانګو کې نوی چاپیریال د مینې او انسانپالنې له لارو رامنځته کوي. باعزمه  انسان بیا بې موخې نه وي. دا ځکه چې فرد په دروني لحاظ روزل کېږي او د لوړې ایډیالوژۍ څښتن کېدل هم له دې ځایه پیلیږي، چې بیا انسان په بیروني او دروني لحاظ د استدلال او منطق په ګاڼو  سمبالوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply