پاکستان ته نور د توطيې پر ځای غور لازم دی

سرخط

0 832

کلونه کېږي چې پاکستان له افغانستان سره د سالمو اړيکو دعوه لري، خو تر اوسه دغه تګلاره سمه شوې نه ده او نه يې له افغانستان سره د د يو عادي ګاونډي هېواد روابط ساتلي دي.

دغه هېواد تل د افغانستان لپاره له ترهګرۍ ډکه تګلاره پر مخ بيايي چې د یو شمېر افغاني وسله‌والو ډلو له لوري یې پلي کوي. د افغانستان د ورانۍ لپاره یې وسله‌وال روزلي، وسلې او تجهیزات او ان په خپله خاوره کې یې خوندي پټن‌ځایونه ورکړي او وخت پر وخت یې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف سیاسي چلند کړی دی.

که څه هم اسلام‌اباد هيڅکله له افغانستان سره ښه او مناسب چلند نه دی کړی، خو په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا خپله تګلاره تونده کړې او د سیاسي اړخ تر څنګ یې د افغانانو پر وړاندې پر نظامي اقداماتو هم لاس پورې کړی دی.

پاکستان څه موده مخکې په کابل کې افغانانو ته د وېزو ورکول محدود کړل او ورسره هممهاله یې د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې پر افغان خاورې راکېټي بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو او خلکو له توند غبرګون سره مخ شول او پاکستانی پوځ یې پر شا وتمباوه.

په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو تر نامالومې مودې نه یوازې افغانانو ته د وېزو د ورکړې لړۍ ودروله، بلکې خپل دفتر یې هم وتاړه. د دې تر څنګ، د پاکستان استخباراتي ادارې یا ای‌اېس‌ای وړمه ورځ په اسلام‌اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل احضار او د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو په وینا، دې ادارې له افغان سفیر سره ناډیپلوماټیک چلند کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان نه یوازې افغانانو ته د وېزو ورکړې په برخه کې نامناسب عمل کړی، بلکې په اسلام‌اباد کې یې له افغان سفیر سره هم د نړیوالو نورمونو او ډیپلوماټیکو اصولو خلاف چلند کړی او په کار ده چې پر خپلو ناسمو اقداماتو غور وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې ناسمه تګلاره غوره کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو ورته اقدامات کړي دي. واقعیت دا دی چې اسلام‌اباد له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په یوه او بل نامه په افغانستان کې خپل نفوذ او رول ساتلی او د همدغه هېواد ناسمو تګلارو افغانستان پر کنډواله بدل کړی، په لکونو افغانان شهیدان شوي، هېواد د بهرنیو استخباراتو د جګړې او رقابت ډګر ګرځېدلی او دا توره لړۍ لا هم روانه ده.

هر کله چې د افغانستان له کبله پر پاکستان نړیوال او سیمه‌ییز فشارونه راغلي، یا یې هم افغان دولت پر وړاندې جدي تګلاره غوره کړې، دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو مزدورو وسله‌والو ډلو په وسیله او کله هم د سیاسي، ټولنیزو او ان نظامي فشارونو له کبله پر افغانانو زور اچولی دی.

اسلام‌اباد له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وسیله په افغانستان کې جګړه توده وساتله، خو کله چې د سولې لپاره د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه هلې ځلې پیل شوې او په دې برخه کې پر پاکستان نړیوال فشارونه راغلل، دغه هېواد له امریکا او طالبانو سره لاس یو کړ او غوښتل يې چې د سولې په نامه داسې معامله وکړي چې په افغانستان کې خپل نفوذ او رول وساتي او په ټوله کې خپلو موخو او ګټو ته ورسېږي، خو خپل دغه هدف ته و نه رسېد.

اوس چې ټاکل شوې افغان حکومت د سولې په راتلونکیو خبرو اترو کې مهم او ځواکمن رول ولري او په دې برخه کې یې مخکې له مخکې د سولې طرحه له ځینو شرطونو سره هم وړاندې کړې؛ نو پاکستان به هرو مرو یو ځل بیا هڅه وکړي چې په دې پروسه کې خپل رول پیاوړی او افغان حکومت چې د افغانانو استازولي کوي، څنډې ته کړي.

خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه به د پاکستان هره مغرضانه طرحه او تګلاره له ناکامۍ سره مخ کېږي او که د افغانانو پر وړاندې هر ډول سیاسي، ټولنیز او نظامي چلند کوي، ورته ځواب به ویني. اسلام‌اباد ته په کار ده چې له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي رول ادا کړي او د ناسمې او ترهګریزې تګلارې پر ځای، پر دوستۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او ګټو ولاړه تګلاره غور وکړي، که نه زیان به یې خپله هم وویني.

اسلام‌اباد چې اوس په سخته کورنۍ لانجه او اختلافاتو هم اخته دی، باید له افغانستان سره په خپل دریځ کې بدلون راولي. اوس یې چې د افغانانو پر وړاندې کوم اقدامات کړي یا یې کوي، په هيڅ ډول د دغه هېواد په ګټه نه دي او د دواړو هېوادونو نسبي اړیکې نورې هم خرابولای شي. پاکستان چې اوس پر کومه لار روان دی، ترکستان ته تللې او په دا ډول اقداماتو سره د تېر غوندې اسانه خپلو موخو او ګټو ته نه‌شي رسېدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply