د نړۍ يوه زړه لنګه

0 884

روغتیا‌پالان تر ډېره د زېږون عمر څلوېښت کاله منلی دی، خو په چین کې یوه مېرمن چې ۶۷ کاله عمر لري، د یوه روغ ماشوم تر زېږون وروسته بیا مور شوه.
د چينايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د ټیان په نوم دې مېرمنې خپل ماشوم ته تر زېږون وروسته په چین کې تر ټولو ډېر عمر لرونکې مور لقب هم خپل کړ.
د دې ماشوم ۶۸ کلن پلار هم ډېر زیات خوښ دی چې په دومره عمر کې یې نوی ماشوم پیدا شو او زیاتوي نوی ماشوم یې فطرتاً زېږېدلی دی او له خوشالې په جامو کې نه ځایېږي.
د ټیان لومړی ماشوم له ۱۹۷۷ کال مخکې پیدا شوی و، خو بیا تر هغه وروسته په چین کې د دوو ماشومانو پر زېږون بندیز ولګېده؛ نو ځکه یې نه شوای کولای بل ماشوم وزېږوي، خو کله چې په ۲۰۱۶ کې دا بندیز لرې شو، هغې اوس بل ماشوم هم دنیا ته راوړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply