د افغان سفیر پر وړاندې د پاکستان غیرډيپلوماتیک چلند

عبدالرحمن بړېڅ

0 506

متل دی وایي اوښ ته یې ویلي و چې غاړه دې ولې کږه ده؟ اوښ ویلي و، کوم ځای مې سم دی چې ته د غاړې د کوږوالي پوښتنه کوې؟

ممکن لوستونکي هم ووایي چې د پاکستان کوم کار ډيپلوماتیک، په اصولو، قوانینو او نورمونو برابر دی چې تاسو له سفیر سره د غیرډيپلوماتیک چلند ګیله ترې کوئ، لوستونکي په حقه دي، ځکه:

هغه هیواد چې د یوې دسیسې په بڼه په قراردادي شکل رامنځته شي؛

هغه هیواد چې د ځان د اسلام ټېکدار او خپله پلازمېنه اسلام اباد ګڼي، مګر ټولې کړنې یې د اسلام خلاب وي؛

هغه هیواد چې نه یوازې ګاونډ بلکې د سیمې اکثره هیوادونه د دوی د ناوړه کړنو، تروریستي اعمالو، افراطیت، تشدد، لاسوهنو او نورو جنایتونو له امله نارامه او ناکراره وي؛

هغه هیواد چې دمقاماتو، سیاسیونو او فوج ټول فکر یې پر افراطیت، توندلارۍ، ترهګرۍ او بې لارۍ ورټول وي؛

هغه هیواد دین، زور، تشدد، ترهګري او افراطیت خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو لپاره د فشار او وسیلې په توګه کاروي؛

هغه هیواد چې د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب پرځای د دښمنۍ ذهنیت لري او د همدغه ذهنیت په اساس بې موجبه وژنې، قتلونه او جنایتونه ترسره کوي؛

هغه هیواد چې مدرسې، اکاډمیک مرکزونه او ټول ماحول یې د ترهګرۍ او افراطیت تولیدونکی وي، نو له هغوی څه ګیله پکار ده.

پاکستان د جوړېدو له ورځې د سیمې لپاره په یو ناسور ټپ اوښتی دی، له کومې ورځې چې پاکستان د یو قرارداد په پایله کې رامنځته شوی، نو نه افغانستان او نه هم د سیمې هیوادونو د ښې ورځې مخ لیدلی دی.

د وسله والو طالبانو، تروریستي ډلو او ګروپونو پټنځایونه، روزنځایونه او مرکزونه د پاکستان په ښارونو کې دي، دغه ناوړه ډلې او ګروپونه هلته سربازګیري کوي، جنګیالي روزي، هغوی ته جنګي وسایل برابروي او بیا یې د افغانستان خلاف لمسوي او جنګوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو ادارې چې هیڅ حق یې نه جوړېږي افغان سفیر ورغوښتی او هغه ته یې د مرګ ګواښ کړی دی او ورته یې ویلي دي چې که پر ډیورنډ، افغان بلډینګ او نورو مسایلو خپله خوله چوپه نه کړي او خاموشي اختیار نه کړي، نو وبه یې وژني. د پاکستان دا غیر ډيپلوماتیک چلند نه یوازې د سختې غندنې وړ دی، بلکې د افغانستان ستراتیژیک شریکان او په ځانګړي ډول نړیواله ټولنه باید پاکستان ته په دې اړه سخت خبرداری ورکړي او پر وړاندې یې غبرګون وښیي. که چېرې د پاکستان د دې چلند پر وړاندې نړیواله ټولنه جاموشه شي، نو باور دی چې د پاکستان له لوري سیمې او نړۍ ته ګواښ خطر او تهدید به نه یوازې په اوسنۍ کچه پاتې شي، بلکې د لا ډېرېدو احتمال یې زیات دی.

If you’re interested in writing for Dawat Media, Dawat Media 24 and Afghan Sabawoon – please send us an email via dawatmedia@yahoo.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply