افغانستان اوس په کوم لور؟

نورمدین بلخېل

0 644

افغانستان یو اسلامي هېواد دی، چې د اسیا په زړه کې د لویو اتومي قدرتونو تر منځ واقع دی، د نړۍ هر زوره ورقدرت کوښښ کوي چې تر څو په دغه ځای خپل تمرکز ټینګ کړي او په دغه سیمه کې خپلې اقتصادي او سیاسي موخې تعقیب کړي، افغانستان له تاریخه نېولې بیا تر ننه پورې د همدغو نړیوالو له دغه ډول عمل سره مخامخ دی، خو افغانانو تر ننه مقاومت کړی، تر څو دوی خپله خاوره د پردو له سلطې او حاکمیت څخه وساتي.

په اوس مهال کې د افغان لانجې په اړه د امریکا او طالبانو په مابین کې خبرې روانې وې خو ولې د ټرمپ له خوا ودرول شوې، دا چې ټرمپ څومره دې خبرو بیا شروع ته لېواله دی، معلومه خبره ده چې دا خبرې به د دوو امریکایي استادانو په خوشي کیدو سره بېرته پیل شي دا استادان چې په کابل کې دافغانستان امریکايي پوهنتون استادان وو او یو څو کاله مخکې په کابل کې د طالبانو له خوا ونېول شول، اوس طالبان غواړي چې دا پروفیسوران د طالبانو د مهمو قومندانانو په تبادله کې وسپاري، طالبان اوس د دغو دوو کسانو په مقابل کې له امریکا څخه د انس حقاني په شمول نږدې اتیا کسانو د طالبانو د مهمو غړو خلاصول غواړي، انس حقاني د طالبانو د اسلامي تحریک د مشرتابه معاون او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ورور دی، کوم چې دغې شبکې په دې وروستیو اتلسو کالو کې په افغانستان کې پر امریکایي عسکرو او افغان دولتي ځواکونو تر ټول زیاتې حملې کړي دي.

بل خوا د امریکا ولسمشر ټرمپ د راتلونکو انتخاباتو کې د میدان د ګټلو لپاره د طالبانو سره خبرې او بالاخره د افغانستان نه د عسکرو په ویستلو کې د خپلو خلکو سره په وعده کې ځان ريښتونی ثابت کوي چې تر څو د انتخاباتو په میدان کې بریالی شي، دا ځکه د امریکا د خلکو یوه غوښتنه دا هم ده چې باید له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

بل خوا افغان دولتي ځواکونو پر طالبانو او طالبانو بیا پر افغان او خارجي قوتونو خپلې حملې ډېرې کړي دي، د دې لپاره چې دواړه لوري په يو ډول نه یو ډول ځانونه مستحګم وښيي، تر څو یو پر بل خپل حاکمیت ثابت او داسې یوه ننداره وړاندې کړي چې خلک پرې د راتلونکې لپاره د ګټونکي قضاوت وکړي.

داسي هم ویل کیږي چې امریکایانو په تېر کې هڅه کړې تر څو د حقاني شبکې او نورو طالبانو تر منځ یو بېلتون را منځ ته کړي، تر څو په دې سره طالبان کمزوري او په راتلونکې کې په افغانستان کې د طالبانو تاثیر بې تاثیره وښيي، خو داسې معلومیږي چې د حقاني شبګه د طالبانو یوه مهمه برخه ده، د هغوی تر منځ د درز پیدا کول کوم اسانه کار نه دی، بل دا چې طالبان حقاني شبکه د ځان نه بېلیدونکې حصه ګني او په هيڅ  صورت ددې امکان نشته چې حقاني له طالبانو او یا د طالبان له حقاني سره وداع وکړي.

بل خوا افغان دولتي چارواکو په مابین کې د سولې په برخه د فکر لریوالی له ورایه لیدل کیږي او داسې معلوميږي چې دوی په خپل مابین کې هم څوک له یوه اړخه او بیا بل څوک یې له بل اړخه نظر ورکوي، چې دا خبره هم د نړیوالو لپاره د اندیښنې وړ ده او فکر کوي چې ممکن د سولې په ځنډ او خنډ کې رول ولري.

اوس دا پوښتنه را پورته کیږي چې ایا افغان دولت به دغه ته حاضر شي چې دغه انس حقاني چې له وړاندې د مرګ پر سزا محکوم دی او همدارنګه  نور د طالبانو مهم قومنداانان ، د یوې معاملې په ترڅ کې وسپاري؟

معلومه خبره ده چې داسې یوه ورځ به را رسیږي چې انس حقاني او همدارنګه د طالبانو  نور لوړ پوړي قومندانان چې د دولت په بند کې دي، د دغو دوو خارجي استادانو په مقابل کې به خوشي کیږي، ځکه افغان دولت د امریکایانو په مقابل کې مقاومت نه کوي.

موږ تاسو هره ورځ د رسنیو څخه اورو، چې د سولې په برخه کې د افغانمستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد کله اسلام باد او کله کابل ته په همدغه موضوع پورې ځي او راځي، تر څو د بندیانو مساله حل او بیا د سولې دریدلي مذاکرات  پیل او بالاخره د افغان لانجې د حل لپاره یو معقول حل پیدا او د افغانانو لپاره یوه تلپاتې سوله قایمه او دایمه شي.

حکومت د سولې د خبرو لپاره که څه هم ځینې شرایېط وړاندې کړي، خو داسې هیلې شته چې دا خبرې به حتما پیلیږي او لمړۍ به د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې یوې نتیجې ته رسیږي او بیا به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو پروسه پیليږي او په دې کې به بیا د اوربند او نورو مهمو مسایېلو په اړه مفصلې خبرې کیږي، که څه هم طالبانو په اوس مهال کې د افغان دولت سره مخامخ خبرې رد کړي دي خو دا یو حقیقت دی چې طالبانو له خوا باید د افغان دولت سره په یو ډول نه یو ډول خبرې وکړاي شي.

افغان دولت هم په دې برخه کې خپل کار پیل کړی، چې تر څو د طالبانو سره د خبرو لپاره اماده ګي ونیسي، دا هم یو واضح حقيقت دی چې افغان دولت او د افغان سیاسیون په مابین کې هم یو څه فاصله شته، لومړۍ خو باید دا فاصله را کمه او بیا د دوی تر منځ کامله اجماع را منځته شي، تر څو د طالبانو سره په خبرو کې کوم ډول کمی او نیمګړتیا احساس نه شي، خو دا چې کله به د افغان لوري او د طالبانو تر منځ خبرې شروع کیږي، راتلونکی به یې ځوابوي او دا به له وخت مخکې وي چې سړی پرې دقیق قضاوت وکړي.

د راتلونکې لپاره د افغانستان ولس منتظر دی چې دې هېواد ته به سوله راځي، د دوی امید دا دی چې طالبان به د سولې د بهیر سره په خپلو شرایېطو او غوښتنو یو ځای کیږي او بالاخره به یو تل پاتې سوله د افغان ولس لپاره حتمي ده.

د یوه سرلوړي او باعزته افغانستان په هيله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply