طالبان ولې له مخامخ مذاکراتو وېرېږي؟

اېمل پیاوړی

0 782

اصلي پوښتنه داده چې د طالبانو رهبري ولې له افغان دولت سره له مخامخ خبرو څخه وېره لري؟

که څه هم په ښکاره ځینې وایي دوی په دې ډول غواړي چې افغان دولت کم ارزښته کړي او یا فکر کوي چې ټول واک له امریکا سره دی او په دې خاطر له امریکا سره د سولې مذاکرات کوي، مګر دا منطق غلط ځکه دی چې که واک له امریکا سره وای، نو ولې په نهو میاشتو کې د مسلسلو مذاکراتو باوجود دوی حداقل یو توافق ته سره ونه رسېدل او د ډونالډ ټرمپ له یو ټویټ سره هر څه په سیند لاهو شول او د سولې مذاکرات په ټپه ودرېدل.

اصل خبره داده چې وسله وال طالبان د مذاکراتو لپاره داسې څه نه لري چې بحث ورباندې وشي او یا یې دوی د دلیل په توګه وړاندې کړي. بل عمده دلیل یې دادی چې د طالبانو مشران له دې وېرېږي چې که دوی د سولې مذاکراتو ته کېني، نو جنګیالي به یې خپلو کورونو ته ستانه شي چې دوی به یې د بیا راټولېدو وس ونه لري او دریم دلیل یې دا هم کېدای شي چې د طالبانو مشران سولې ته لېوال نه دي او نه غواړي چې سوله وکړي، ځکه د دوی ګټې په جنګ کې خوندي دي. بل دلیل یې دا هم کېدای شي چې وسله وال طالبان د سولې د مخامخ مذاکراتو اجازه نه لري او نه هم دا حق ورکول کېږي.

له کوم وخت راهسې چې ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره کړې چې مونږ به له افغان طالبانو سره مخامخ د سولې مذاکرات پېل کړو، له همغه وخت راهیسې پاکستان حکومت یو ځل بیا پر افغان خاوره باندې بريدونه شروع کړي، تر څو یو ځل بیا بدبیني او بې باوري زیاته کړي او د سولې هڅې له مينځه یوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply