وتښتول طالبانو، خو تسلیم ISI کړل!؟

محمد جاوید حیدري

0 800

د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه استادان له کابل ښار څخه طالبانو وتښتول او له هماغې ورځې د هغوی د ژغورنې لپاره عملیات پیل شول، خو نه افغان حکومت او نه هم امریکا بریالي شول.

تښتول شوي استادان د لوګر له لارې پکتیا او له هغه ځایه کُرمې ایجنسۍ ته واړول شول. په ۲۰۱۲ کال کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغوی د خوشې کولو لپاره په لوګر کې عملیات هم وشول، خو بریالي نشول. په ۲۰۱۴ کې امریکایي استخباراتو معلومات ترلاسه کړل، چې دغه استادان په کرمه ایجنسۍ کې په یوې بشپړې قبایلي سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېږي. دوی له پاکستاني استخباراتو سره معلومات شریک کړل او پلان دا و چې د هغوی د ژرغونې لپاره به ګډ عملیات ترسره کېږي، خو تر عملیاتو وړاندې د بندیانو ځای بدل شو او پلان تر عمل وړاندې خنثی شو.

د لیکنې هدف د امریکایي پوهنتون د استادانو په ساتلو او د دې جریان په تشریح نه دی، بلکې موضوع دا ده چې دغه کسان خو له کابل ښاره طالبانو وتښتول، مسوولیت یې طالبانو ومانه او وخت په وخت یې له بند څخه د هغوی د وضعیت په اړه ویډیوګانې خپرې کړې، خو د تسلیم پروسه یې ولې د پاکستاني استخباراتو له لوري پرمخ یوړل شوه؟

په ۲۰۱۳ کال کې د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې هم پاکستان له امریکا د ورته معاملې غوښتنه وکړه، خو هغه مهال هم د ځینو تخنیکي موضوعاتو له وجې دې موضوع پرمختګ ونه کړ او د امریکایي استخباراتو ټول پلان دا و چې هغوی به ومومي او په عملیاتو کې به یې وژغوري.

لومړۍ خبره دا ده، چې طالبانو په ځلونو افغان مامورین، کارکوونکي او نظامیان بې محاکمې ځای پر ځای وژلي دي او د دوی د ړانده قضاوت زرګونه ژوندي مثالونه شته دي، خو بهرنیو بندیانو ته امتیازات هم ورکوي او ساتنه یې هم کوي. دا توپیر د کوم دیني او اخلاقي توپیر له وجې؟ د افغان بندیانو د ساتنې ځای نه لري، خو بهرنیان په کلونه ساتلی شي؟ که دوی دا حق لري، نو افغان حکومت بیا ولې د دوی یوولس زره بندیانو د خلکو برخه ډوډۍ خوري، خو ځای پر ځای باید طالب بندیان هم ووژل شي، مګر افغان حکومت ته اسلامي او بشري حقونه د دې کار اجازه نه ورکوي او طالب بیا د اسلام خلاف دا کار کوي؟

دویمه خبره دا ده چې، د بندیانو دومره خوندي ساتل د طالبانو د وس خبره نه ده. وخت په وخت د هغوی ځای بدلول او ان د هغوی په خپرېدونکو ویډیوګانو کې وخت، شرایطو او استخباراتي نښو ته پام ساتل د هغو جنګي طالبانو تر جنګي ذهن پورته خبره ده، چې د مذهبي مدرسو د پنځو کتابونو پیداوار بلل کېږي. په دې خبرو بحث ډېر تکراري دی، اما په هره زماني مقطع کې نوي نسل ته له ای ایس ای سره د طالبانو د تړون د ثبتونو وړاندې کول د ټولو فرض دی.

له کابله د دغو کسانو تښتولو سره سم په هغوی پسې استخباراتي او نظامي عملیات پیل شول، لوګر، پکتیا او کُرمې پورې ټولې سیمې تر پوښښ لاندې وې، خو هغه طالب چې بېګاه د بې پیلوټه له ډاره څلور جوماتونه بدلوي، نو دغه ډول بندیان څنګه په خوندي ځای کې ساتلی شي؟

طالبانو دغه بندیان کُرمې ته له رسېدو سره سم پاکستاني استخباراتو ته وسپارل او له هغوی سره په خوندي ځای کې ساتل کېدل. پاکستان په ځلونو د دې بندیانو په خوشې کولو له امریکا څخه د امتیازاتو اخیستو هڅه وکړه، اما دا ځل بریالي شول او دقیق په داسې وضعیت کې چې پاکستان له سخت اقتصادي او سیاسي فشار سره مخ دی، پاکستاني استخباراتو دغه خلا له منځه یوړه او ځان یې بېرته امریکا ته نږدې کړ او د بندیانو په خوشې کولو به ګڼ مالي او سیاسي امتیازات ترلاسه کړي.

طالبان د پاکستان د ګټو لپاره دغه ډول قرباني ورکوي او د پاکستان له لوري دغسې کارول کېږي. د بندیانو په تبادلې د بحث لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته راغی او په درې اړخیزه معامله کې د طالبانو مخامخ، څرګند او واضح استازیتوب ای ایس ای وکړ.

درېیمه خبره دا ده، چې طالب د ای ایس ای د مهار شوي جنګیالي په توګه په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي او د افغان حکومت هغه موقف اوس سم ثابتېږي چې د سولې په خبرو کې باید له پاکستان سره خبرې وشي. طالب دغسې د سولې په خبرو کې بېواکه دی لکه د بندیانو په تبادله کې چې و.

د پاکستان د استخباراتو رئیس کابل ته راغی او دلته یې د امریکا او افغان حکومت له ګډ پلاوي سره پر هغو احتمالي تضمیمنونو لاسلیک وکړ، چې د بندیانو د خوشې کېدو په مقابل کې به طالبان تاوتریخوالی کموي، بین الافغاني مذاکراتو ته به تیاری نیسي او د سولې خبرو لپاره به ښه نیت ښیي.

دې معاملې د ای ایس ای د مهار شویو جنګیالیو په توګه د طالبانو او پاکستاني استخباراتو اړیکې ثابتې کړې او دا پوښتنه د ټولې معاملې نوعیت څرګندوي، چې بندیان طالبانو وتښتول، خو بېرته یې ای ایس ای څنګه سپاري؟

د خلکو د اذهانو مغشوشولو لپاره یوه ډله کابل کې ګمارل شوې او د سولې د لابیانو په نوم لګیا دي د طالبانو خپلواکي ډنډوره کوي. په دې اوس د افغانستان هر ماشوم پوهېږي چې د طالبانو تحریک د امریکا په مالي او د پاکستان په عملي مرسته د څه لپاره جوړ شو؟ د فعالیت اهداف یې څه دي؟ پاکستان یې پر سر څه غواړي؟ او طالبان څوک دي؟ حاجت نشته چې پروژه یي لابیان د شنونکو په توګه په رسنیو کې کېني او موږ ته د طالبانو د خپلواکۍ سرینده وغږوي. دغه دی د طالبانو خپلواکي او دغه دی د طالبانو د تحریک اصول، اهداف او تګلاره!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply