خدای، هیواد، دنده

ژمن

0 587

له مودو راهیسې مو په دې شعار فکر کاوه چې ګواکې دا خو لکه د کفارو موږ هم تثلیث کړی (هغه چې فکر کوي خدایان  درې دي) د دښمن منحوسو پروپاګند او د دیني نصوصو غلط تفسیر یا د ځان په ګټه تفسیر يي دومره زموږ ذهنیت خراب کړی و، چې ان د خپلو ځواکونو د ټانګونو په سر د مبارکې کلیمې لاندې په دې شعار شکمن وو او تل به مو د ځان سره کرل ریبل، چې ګواکې زموږ افغانانو اخره خاتمه الله مکړه خرابه ده، او څوک چې زموږ د ځواکونو یا نظام پر وړاندې ټوپک را اخلي یا جنګیږي په حقه دي،  او فکر مو کولو چې خدای، وطن او دنده یو ځای یادول ظلم او شرک دی، له نیکمرغه نن مو د دکتور محمد عبدالمالک الخطیب چې په ازهر شریف کې د تفسیر او علوم القران استاد دی ددې ایت شریف د تفسیر لاندې واوریدل، هغه وايي: الله جل جلاله فرمايلي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (۹) فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (۱۰) سورة الحجرات

ژباړه: اې مؤمنانو! کله چې د جمعې لمانځه لپاره اذان وشي، تاسې د الله په طرف روان شئ او پېرودل او پلورل پریږدئ، دا کار ستاسې لپاره غوره دی که چیرې پوهیږې، او کله مو چې لمونځ ادا کړ، بیا په ځمکه خپاره شئ، او د الله د فضل او کرم په لټه کې شئ، د الله جل جلاله ډیر ذکر وکړئ ښايي چې کامیاب شې.

دکتور زیاتوي: اوس مهال یوه کتله انسانانو یواځې د عباداتو لار خپله کړې او په دنیاوي کارونو کې هیڅ ونډه نه اخلي او یا د دنیا لپاره ورته کار هم د وخت ضایع ښکاري، په مقابل کې يي نور انسانان دي چې یواځې په دنیا او کاروبار باور لري او اخرت يي بیلکل له ذهنه ویستی، مګر اسلام تل د منځلاریتوب او عدل څخه کار اخیستی، د اسلام په مبارک دین کې، نه په افراط باور شته او نه هم په تفریط، دکتور صیب وايي: له دې ایته جوتېږي چې عبادات او معاملات (ژوند کول) دواړه د الله حکم دی، او ددې لپاره چې د الله جل جلاله احکام په درست شکل پلې کړو د هغې لپاره ضرور ده چې د وطن د بهبود، ابادۍ او ازادۍ ساتلو لپاره نه ستړې کیدونکې ګامونه واخلو او په هیواد کې د هر هغه عمل چې د هیواد د ویجاړۍ سبب کیږي مخه ونیسو، او د خپل وطن د ابادۍ او ښیرازۍ لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو ځکه د هیواد او فکر روزل او ابادول زموږ دیني دنده ده الله جل جلاله فرمايلي: ((هُوَ الَّذِي اَنشَأكُمْ مِنَ الاَرضِ وَ اسْتَعمَرَكُمْ فِيهَا))

ژباړه: الله هغه ذات دی چې تاسې يي له ځمکې پیدا کړي يي او له تاسې يي د همدې ځمکې ابادي غوښتې، د نحوې علماء وايي: الف سین تا دا د مبالغې لپاره استعمالیږي، یعنې دلته الله جل جلاله زموږ څخه حتما د ځمکې ابادي او ښیرازي غوښتې، او ابادول د الله حکم دی.

اوس که غواړو چې دالله جل جلاله حکمونه پلې کړو، لومړی باید د امنیت په ټینګولو او د امنیت په راوستلو کې د خپلو امنیتي ځواکونو او نظام ترڅنګ په کلکه ودریږو، ها! دا منم چې زموږ امنیتي ارګانونه او یا هم نظام کې به ستونزې وي ولې دا باید ومنو، څومره چې له خپلو امنیتي ځواکونو او نظام فاصله نیسو هغومره نورې ستونزې راپیدا کیږي او بالاخره بنسټونه ختمیږي او زموږ بدختي له همدغه ځايه پيلیږي.

راځې لاس په کار شو خپل مسؤلیت وپيژنو او د خپلې خاورې او هیوادوالو سره له زړه مینه او خدمت وکړو.

اوس هر فرد من حیث د یو افغان، دا مسؤلیت لري چې کم ترکمه پخپلو دندو کې په اخلاص کار وکړي، د خپلو هیوادوالو لپاره د ژوند په تیرولو او د ژوند د اسانتیا په برابرولو کې د خپل نظام په ځانګړي ډول د ځواکونو تر څنګ او د خپلو ریښتینو مشرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي او شته بدبختیو ته په ګډه د پای ټکی کیږدي.

خپله لیکنه د نوم وتلي شاعر ابوالعلاء المعري په خبره پای ته رسوم هغه وايي: د قیامت په ورځ دا ارزو او امید لرم چې یوه لحظه د حشر څخه دنیا ته راشم او بیا خپل هیواد ته یو سلامي ووهم او بیرته حشر ته وګرځم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply