هیڅوک د بل چا رایه نه شي باطلولای؟!

ډاکټر ګل مرجان منګل

0 587

 د ټاکنو د کمسیون دا پریکړه چې په ځینو مرکزونو کې به بیا شمارنه کوي کوم بل هدف نه لري بدون له دې چې د هغه رایو شفافیت مالوم کړي د کومو چې اودوله، ګلبدین او نبیل دوي د هغه باطلول غواړي، هر څوک د يوې رايې حق لری باید د هر چا رايې ته احتر ام وشي. کله چې ټاکنې تر سره شوې د ټاکنو مواد چې په هغوی کې د بايومتریک إلی هم شاملې وې مرکز ته د انتقال په وخت کې يې ځینې يا ورکې شوې، يا ماتې شوې او يا د ځینو الو څخه حافظې یا ميموريګانی وباسل شوې.

د همدغه رايو صندوقونه د ټاکنو د خپلواک کمسیون له خوا کرنتین شول کرنتین پدې مانا چې د همدغه محلونو او صندقونو رايې به بیا څیړل کیږي که په شرایطو پوره وي نو سرور یا عمومي سیستم ته به يې شاملوي او که په شرایطو برابرې نه وې سیستم ته به يې نه شاملوي باطلې به وي. کله چې د اودوله د بی ثباتی ټیم پوه شو چې رايې يې کمې دي په هیڅ وجه ټاکنې نه شي ګټلی هغه وو چې بدون له دې چې همدغه رایې وارضول شي د ټاکنو خپلواک کمسیون ته يې امر وکړ چې دغه کرنتین شوی رايې باید بدون له لدې چې بیا وشمارل او بیا و ارضول شي باطلې اعلان شي چې پدې مسله کې يې ګلبدین او نبیل هم د ځان سره ملګري کړل.

ګلبدین پدې خاطر ورسره ملګری شو تر څو هغه شرم چې خلکو کمې رايې ورکړې وي پدې ډول پټ کړي ولس ته ووايي چې که درغلي نه وای شوي نو ما خو ټول وهه یانې ټاکنې مې ګټلې پداسې حال کې چې د ولسي جرګې ته د ټاکنو په وخت کې يې زوي شل رايې هم نه وې وړي. بل نبیل دی دی نبیل په خپل سر نه ټاکنو ته ولاړ دی او نه هم د اودوله او ګلبدین سره په خپل سره په يو سنګر کې د ولس پر وړاندې ولاړ دی نبیل پخواني مداري کرزي راپورته کړی د هغه کس دی چې څنګه ډوول ورته کرزی وهي نبیل همهغه ډول ورته ګډیږي. راځم خپلې موضع ته چې هغه د همدغه کرنتین شوي رایو سرنویشت دی د کومو چې يا بايومتریک إلی ورکې،ماتې یا يې هم حافظې باسل شوي دي. کله چې يو کس پدې سختو شرایطو کې د خپل سر په قیمت د رايو مرکز ته ځي ټول خطرونه په ځان مني نو بل کس څه حق لري چې د دوي رايې باطلې اعلان کړي.

د ټاکنو د کمسیون دغه کار یا پریکړه چې همدغه کرنتین شوي رايې چې په ټولو شرایطو پوره خو د بایومیتریک په الو کې په يو نه يو ډول ستونځې پيدا شوي له سره وڅیړي د ستایلو وړ دی باید ټول ولس يې ستاینه وکړي . د کمسیون دغه بېا شمارنه څنګه تر سره کیږي او څنګه پوهيږي چې دغه رايې په تول پوره دي؟ کمسیون چې کله شکمن مرکز ته ورځي په لاندې ډول د يوې رايې شفافیت یا عدم شفافیت تثبیت کوي. د بایومیتریک د الې سره په خوا کې د ټاکنو مرکزي دفتر ته د رایو اچونکي لیست هم راځي نو کله چې د بايومتریک اله یا ورکه، يا ماته او يا يې حافظه نه وي کمسیون هغه لیست چې د همدغه الې سره يو ځای د ټاکنو له پای ته رسیدلو سره یو ځای راغلی، را اخلي د ځانه سره يې وړي په شکمن مرکز کې يې په لاندې ډول سپيناوی کوي. لومړئ : ایا د ټاکنو څخه په وړاندې لیست کې فرض مثال احمد شته؟ هو یا نه دوهم: ای احمد د پيژند پاڼه سټیکر درلود؟ هو یا نه دریم: ایا احمد د رايې په ورکولو په ټولو شرایطو برابر وو؟

هو یا نه ایا په وروستي لیست کې چې د ټاکنو څخه وروسته مرکز ته راغلی د احمد نوم شته؟ هو یا نه ښه، که اوس په همدغه د احمد په مثال کې د ټولو پوښتنو ځوابونه هو وي او بايومتریک اله ورکه، ماته او یا يې میموري باسل شوي اوسي نو په کرنتین شوي صندوق کشې د احمد رایه باید حساب شي او که نه؟ زما په اند هیڅوک دا حق نه لري چې د احمد رایه باطله کړی ځکه احمد خطر قبول کړ د رايې مرکز ته لاړ خپله رايه يې په ټولو شرایطو پوره وکاروله دا چې د بايومتریک اله ورکه شوه، یا ماته شوه او یا يې حافظه وباسل شوه دا خو د احمد ګناه نه ده باید د احمد رایه حساب شي. د ټاکنو خپلواک کمسیون وايې چې بلکل ورته د بایومیتریک رايې د منلو وړ دي خو کله چې د بايومتریک اله نشته پدې صورت کې کمسیون باید شکمن مرکز ته لاړ شي په همهغه ترتیب لکه احمد مو چې پورته مثال ورکړی وو پلټنه وکړي که د احمد رایه په همدغه ډول ثابته شوه یانې په لومړني ليست کې او وروستني لیست کې يې نوم وي او د رايې نور شرایط يې پوره کړي وي د چا پلار هم دا حق نه لري چې د احمد رایه باطله اعلان کړي. ځکه خو موږ وايو چې اودوله، ګلبدین نبیل يا بل هیڅوک دا حق نه لري چې د چا رايې په خپل سر باطلې اعلان کړي .

د ټاکنو خپلواک کمسیون باید خپل کار ته په نورمال ډول دوام ورکړي شکمن مرکزونه چې د بايومتریک إلی ورکې، ماتې او حافظې يې باسل شوی دی له سره وشمارل شي او پلټنه يې وکړي که رايې په شرایطو برابرې وې نو مرکزي سرور یا مرکز ته يې داخلې کړي. که څوک د ټاکنو د خپلواک کمسیون پر وړاندې خنډ او ځنډ جوړوي حکومت په ځانګړي توګه امنیتي ارګانونو ته په کار ده چې همدغه اوباشان، لنډغر، او شرار چې د قانون پر وړاندې بغاوت کوي ګرفتار د قانون منګولو ته وسپاري د جزا د قانون مطابق سخته جزا ورکړي.

ومن الله توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply