وروستی ولسمشر ته یوه کتنه!

خبیب امیري

0 1,328

وروستی ولسمشر د پیاوړي لیکوال آرش ننګیال پر ګوتو لیکل شوی پولیسي ناول دی او ګودر کتاب خپرنځي چاپ کړی دی، چې زموږ د هېواد د یوه ملي اتل او لوی شخصیت د ژوند وروستۍ پېښې او د یوه پیاوړي نظام چپه کېدل پکې انځور شوي دي.
د دې ناول نوم (وروستی ولسمشر) دی او په ۱۳۹۷هـ.ش. کال لیکل شوی دی؛
وروستی ولسمشر ناول له سره تر پایه ځورونکی دی او لوستونکي ته دا فکر ورکوي چې د افغانستان ډېری خلک د خپل هېواد او ولس وژونکي دي او تل یې خپل هېواد، ژبه، فرهنګ ویجاړ کړی دی؛ خو بلخوا د داسې کسانو شتون هم ثابتوي چې په خپل هېواد، ملي ارزښتونو، ولس او ملي ګټو یې خپل سرونه قربان کړي دي. د دې ناول له لوستو دا هم څرګندیږي چې که هر څومره قوي او زبر ځواک دښمن ولرو خو چې خپل افغان ورور، هېوادوال او خپل مشران ورسره ملګري نه شي نو د دې خاورې خوړل اسانه نه دي.
په دې ناول کې ټولې پېښې طبعي ښکاري خو د ناول وروستۍ پېښې چې کله پاکستاني جاسوسان او ورسره یې افغان ملګري کابل ته راځي او په ارګ کې د پاکستاني مشرانو له ډلې څو کسان غواړي چې ولسمشر د ملګرو ملتونو له دفتر څخه ارګ ته بوځي تر څو خپلې موخې ورباندې ومني، نو په ډېره اسانۍ سره دوی وکولای شی چې ولسمشر له یاد دفتر څخه بوځي او بلخوا په ارګ کې هم له پاکستاني مشرانو پرته بل کوم افغان مشر او حتی یو عسکر هم نه معلومیږي. چې دا چاره لوستونکي ته غیرطبعي ښکاري، ځکه د یو خپلواک هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ دا ډول خالي او بې څښتنه نه شي کېدای او یا هم داسې ولسمشر چې په یوه خپلواک هېواد یې پنځه کلن جمهوري ریاست کړی وي بیا دې بې له کوم ساتونکي او داسې بې پروا ژوند وکړي چې له پردي هېواده د څو تنو جاسوسانو او مشرانو په غوښتنه په زور او جبر سره ارګ ته بوتلل شي تر څو خپل اهداف ورباندې پلي کړي، په داسي حال کې چې ولسمشر د دوی پر موخو ښه پوهیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply