اُروشي روټيلا: زه د غرونو نجلۍ يم، زموږ په ټوله کورنۍ ښکلا غوړېدلې

0 1,244

د هندي فلمونو ښايستوکې اداکاره اُروشي روټيلا وايي، چې هغه د هماليې د غرونو اوسېدونکې ده او ټوله کورنۍ يې همداسې ښکلې ده.

اُروشي روټيلا چې ډېر وخت يې نه کېږي فلمونو ته راغلې ده، هغې په ډېرو فلمونو کې کار وکړ او سخت ډېر مينه وال يې پېدا کړل. همدا راز پرلپسې فلمونو کې په کار کولو سره هغې خپل ځانګړى نوم پېدا کړى دى.

نوموړې چې د هند د اترکنډ اوسېدونکې ده، د ښايست تر څنګ يې قد هم دنګ دى، چې په دې خاطر هم په هندي سينما کې ورته ډېر پام کېږي او د ښې اداکارۍ له امله په پرلپسې فلمونو کې راروانه ده.

تازه اُروشي روټيلا د انيل کپور، جان ابراهيم او ارشد وارثي په ګډون د سترو فلمي ستورو سره په ګډه په يوه فلم (پاګل پنتي) کې راروانه ده، چې ويل کېږي يو کامېډي فلم دى.

د نوموړې وروستى کامېډي فلم (ګرېټ ګرېنډ مستي) و، چې دغه فلم ويل کېږي يوازې د بالغانو لپاره و، خو د خپل اوسني فلم په اړه اُروشي روټيلا له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د دې فلم نوم پاګل پنتي (لېونتوب) ځکه دى چې ټول له کامېډۍ ډک دى. هغه وايي په دې فلم کې د يو پېري رول لوبوي.

نوموړې همدا راز د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د هغې د ښکلا تر شا يوازينى راز دا دى چې هغه تل خوشحاله وي او هېڅ کله هم خپګان ته غاړه نه ږدي. هغه وايي چې د هماليې د غرونو اوسېدونکې ده او ښکلا يې په ټوله کورنۍ غوړېدلې ده.

نوموړې د فلمي ممثلينو د ژوند په اړه وايي، چې يو فلمي ممثل هېڅ شخصي ژوند نه لري، زما ژوند ټول د يوې ممثلې په څېر دى. هغه وايي زه له خپل کار سره ډېره مينه لرم او خپلو مينه والو ته هم وايم، چې تاسې هر کار کوئ، په پوره مينه او صداقت سره يې ترسره کړئ.

د يادولو ده چې (پاګل پنتي) فلم چې انيس بزمي يې لارښود يا ډايريکټر دى او جان ابراهيم، اُروشي روټيلا، انيل کپور، اليانا ډي کروز، ارشد وارثي او کريتي کهربانډا پکې کار کړى دى، د نومبر په ٢٢مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply