فیمینېزم؛ ولې او څنګه؟

احسان احسان

0 813
نړۍ کې د مرد سالارۍ له جبره په تنګون د ښځپالنې( دښځو حقوقو ته مبارزه) کیسې را شروع شوې، چې له نیکه بخته څه موده زموږ د دودپالې ټولنې هم دا فکر را میلمه شوی. دیني او انساني تقاضا د عدل او برابرښت ده، چې دواړه د ښځې په وړاندې د روان ظلم غندنه کوي او معقول اعتدال غواړي. اما زه فکر کوم له نورې نړۍ هم یو څه زیات، موږ د فیمینېزم اړمن یو؛ دا چې ولې او څنګه؟ لاندې وایم.
پاس مې وویل زموږ ټولنه دودپاله ده؛ بس خاص همدا ټکی د ولې ځواب وایي. له ډېر پخوا مردسالاري دود ده او زموږ ټولنه یي د خپل عادت له مخې پالي، چې له همدې ځایه د ښځپالنې اړتیا رامخته کېږي، د کوم چې د دودپالنې د بدو او غیرانساني عواقبو له وجې پلي کیدو ته محتاجي ایجادېږي.
زموږ دودونه پخواني دي، آن له اسلامه هم مخکیني؛ د هغه وخت، کله چې نړۍ کې یوازې او یوازې مردسالاري وه او د ژوند ټول حقوق او ازادۍ یوازې (نر) ته ورکول کېدې؛ چې بدبختانه زموږ ټولنې له هماغه وخته د خپل خوی( دودپالنې) له مخې تر ننه راپاللي او دا راپالنه موږ د منځلارو او انساني حقوقو طرفدارانو په صفت مجبوروي، چې د فیمینېزم معقول طرفدار شو او د ښځې هغه حقوق چې بیخي ابتدایي او له ټولو شرونو(ضررونو) پاک دي، ښځو ته وغواړو.چې دود پخوانی شو او ضرورت نوی، نو بیا پخوانی دود د نن ضرورت نه پوره کوي او باید چې، هم نوی شي هم سم.
نوی په دې معنا، چې دود مو حتا له اسلامه هم ړومبی دی، نو اول خو باید غیراسلامي څه ترې بیل شي، چې خپله همدا د دود د نوښت دلیل دی. او بیا اسلامي احکام هم ټول تغیر نه منونکي ندي، له ثابتو بغیر یې، اکثر د وخت، حالاتو او پیښو په وړاندې بدلیږي، چې له دې وجهې هم باید دود بدل کړو، د مردسالارۍ له مطلقیته راووځو او هم زمان او اړتیا ته په کتو نوي څه منلو ته تیار شو.

زموږ ټولنه، لمړی د ښځو او نر تر منځ توپیري چلند لري، بیا ډېر زیانمن رواجونه، چې باید دواړه له منځه ویسو، کوم چې په ښکاره د اسلام خلاف هم دي. او د همدغو د ختمولو او اعتدال ته د رسیدلو تر بریده باید هر افغان د فیمینېزم ملاتړ شي.

دلته یو څه نرانو ته جواز لري، ښځو ته نه. نرانو ته پکې حق ورکول کېږي، ښځينه وو ته نه، چې همدا د ښځو په وړاندې توپیري چلند او بې انصافي ده؛ لکه نران تعلیم ته پرېښودل کېږي، جنکۍ نه، له نرانو د واده د انتخاب په اړه پوښتنه کېږي، له جنکیو نه، چې همداسې په لسهاوو نور مثالونه شته، چې د خدای د دې یوه خلق کړي مخلوق او پخپله دایره (رالیږلي پيغام) کې ورته اجازه او عدالت شته، خو زموږ په ټولنه کې نه، چې د همدې د ختمولو او ریښتوني اسلام عملي کولو تر بریده هم باید فیمینېستان شو.

له دې هم بیا ډېر، زموږ درانده، نامناسب، تاواني او اکثر غیرانساني رواجونه د دې وړ دي چې بدل شي، بیا خاصکر د ښځينه وو په حق کې؛ او صرف و صرف موږ باید د ښځینه وو د شرعي او انساني حق غږ پورته کونه (فیمینیستي) باید د همدې رواجونو له وجې هم تر مناسب حده وکړو! د انجینو په بدل او بدو کې ورکول، په پیسو خرڅول، په کم عمري واده کول، له ځانه مشر ته په نکاح کول، د حمل په وخت جبري درانده کارونه، له تعلیم محرومیت او په لسهاوو داسې نور بد رواجونه/چلندونه دي، چې له وجهې یي یو معقول انسان د خاتمې په پار باید مبارزه وکړي، نور که فیمینیست بلل کیږي یا بل څه، خو دا کار باید وشي.

خو دا چې څنګه یې عملي کړو؟ نو باید د هرې ټولنې له حاکم فکري حالت، شعوري حد، لویې کلتوري برخې او ارزښتونو ته په کتو باید مخکې لاړ شو!

چېرې چې یو ادعا یا مبارزه کامیابېږي، نو راز به یې په منځلارۍ، کرار کرار مخته تللو او د هغې ټولنې او خلکو له ذهني کچې او کلي وضعیت سره برابر مخته تللو کې وي، کوم کې چې مبارزه پیلیږي. زموږ ځینې فیمینېست غواړې په همدا لمړۍ ورځ زموږ په دودئیزه ټولنه کې هر هغه څه ولري، چې نوره نړۍ کې اوس موجود دي، خو عملي کولو او عادي کولو یې لسیزې وخت نیولی. هلته د ښځو په اړه چې کوم ذهنیت دی، څه رنګ حقوق چې ورکړل شوي او یا یې د آزادۍ حد څومره دی، دوی طمعه لري هماغومره او په هماغه شکل کټ مټ دلته هم ولري او خلک ورته تیار هم کړي، چې دا ناممکن ده.

زه فکر کوم د ښځو په اړه بحث کې، لمړی که ښځو ته هغه حقوق وګټو، د کومو چې انساني فطرت غوښتنه کوي او یا د اسلام په دایره کې ورته تعین شوي وي، نو هم به مو لوی کار کړی وي، هم به مو نورو زماني اړتیاو ته د حل یوه لار جوړه کړې وي، چې هم یې په اړه مبارزه بې غبرګونه ده او هم یې کامیابه نتیجه ممکن ده.

له وخته مخکې او له امکانه زیاته، په یوه دودپاله ټولنه کې د ښځو حقوق په افراطیت غوښتل، خپله د ښځو په حقوقو تېری دی او شونتیا یې ناشوني کول دي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply