سرحدي روابط؛ کابل او پنجاب

احسان احسان

0 631

کله چې خلکو د خپل هستوګنې، خوندیتوب او حاکمیت فکر پيدا کړ، له نورو سره یې د همدغو حدود مالوم کړل، چې بیا یې له سرحد هاخوا اړیکې هم د ضرورت، ګټې او محفوظیت پر اساس جوړې کړې، کوم چې تر ننه له یو څه تغیر او نوښت سره سرحدي روابط همدې ته په کتو مخته وړل کېږي؛ چې د چا له چا سره ګټې خوندې وي، چاته یې اړتیا وي او له چا سره خوشال وي، له هغو سره اړیکې پالې، نرمښت ورسره کوي او اصول ورسره مني، کنې نه پالل شته، نه ښه روابط او راشه درشه.

له پرون راهیسې د ډیسورند پر کرشه د پاکستان له لوري د نصب شوي ازغن سیم د ویجاړېدو تصویرونه او یو څه نور خبرونه خپرېږي، چې پنجاب توپیري چلند کوي، هند سره ښه دی، آزاد راشه درشه کوي، تجارت کوي او ولسي اړیکې ساتې او برعکس افغانانو سره ویشتل، جنګ او تاوتریخوالی کوي، کوم چې پاس مفهوم ته په کتو مخته وړل کېږي.

خو افغانانو د خپل عادت له مخې دېته هم په اخلاقي جنبه ورکولو دلایل وئیل او ګیلې یې کولې، کومې چې په سیاست، دوجانبي او سرحدي اړیکو کې هېڅ ځای نه لري. افغانان که واقعاً غواړي له خپلو ګاونډیو سره نیکې، حیثیتي او مفادي اړیکې ولري، باید لاندې څه وکړي:

۱: طبعاً اړیکې د حیثیت موندلو، ساتلو او ګټلو لپاره رامنځته کېږي، چې لمړی یې د ځان سره نسبي وجودول شرط وي، بعدي یې له بل سره پراخول هدف ګرځي. تر څو چې هر قوم له خپل وجود او بطنه حیثیتي پوړۍ طی، حاصل او قایل نه کړي، له بل دې د باوقاره روابطو تمه نه کوي. دا اوس افغانانو او افغان دولت پورې تړلې، چې د خپلې تقاضا اړوند د ترلاسه کولو څومره اوټ پوټ (حاصل/نتیجه) لري او جوړوي.

دا چې د قومونو حیثیت څنګه حاصلېږي، څه ډول ترفیع کوي او څنګه ساتل کېږي، له بحث وتلې موضوع ده، کنې مهمه وه.

۲: که کوم قوم خپل حیثیت لري هم، تر هغو چې د نورو حیثیت ورسره خوندي نه شي، نور یې اړیکو ته اړتیا نه ویني او فکر نه کېږي، چې بغیر له دې کوم قوم سره بل څوک ښې اړیکې جوړې کړي. یعنې مانا دا چې، که موږ خپل حیثیت وه هم لرو، تر څو چې د بل حیثیت/ګټې راسره خوندي، لوړې او ثابتې نشي، څوک اړ نه دي، چې زموږ سره دې هسې عبث اړیکې جوړې کړي.

سوال پیدا کېږي، چې د نورو حیثیت زموږ سره څنګه خوندي او لوړېږي یا ثابتېږي‌؟

کیسه ساده ده. یو قوم له بله د ځمکني، اقتصادي، سیاسي او کلتوري جوړښت، مفاد او خیر تمه لري، چې دا یې په یو بل کې وي، سره خواښه او رابطه کې وي، کنې یا نه وي، یا چندان ښه او خوندور نه وي.

اوس زموږ له ګاونډیو خاصکر پاکستان سره دا شیان څنګه دي او څنګه د دوی په رغېدا اړیکې رغېدای شي؟

موږ له سلو هم ډېرو کلونو پاکستان سره جغرافیاوي مشکل لرو او بیا له ده سره په تړلې او رامنځته کړل شوې ټوله لېکه کې یې لرو، چې شونتیا لا کموي او ختموي. دا ځکه کموي، چې ډېره او په ټوله لېکه ده، د هند په څير یوازې یو ځای او د کشمیر غوندې یوه آیالت کې نه ده، چې خاص هلته به حالت کړکیچن و او نور به روغ و، خو زموږ ټول ناجوړ دي. نو تر هغو چې دا مشکل نهایي نشي، د ټولیزو ټولو اړیکو سمون په ټولو اړخونو کې ناممکن دی. که وي هم، د اړتیا له مخې به وي، چې یا به پنجاب اړ وي، یا کابل.

دلته په لېکه پراته قومونه مهم دي، خو پرې بحث به زموږ حاضر بحث بلې خوا ویسي، اما یادونه، رول لوبونه او تاثر یا ضرورت رامنځته کول یې دا پاس یاد تعبیر چورلټ بدلوای شي، خو که ممکن شي.

دې سره اقتصادي مفاد او زیان دویم هغه څه دي، چې اړیکې رغوای او ویجاړوای شي. څومره چې پنجاب زموږ تولید ته اړمن وي، یا زموږ په خاوره د خپل تولید خرڅلاو کې مفادمن وي، د دوی اړیکې به په هماغه اندازه زموږ سره، سره له دومرت سرحدي مشکلاتو مناسبت پیدا کوي. د دوی تولید ته له دې وجهې مجبور پاتې کېدل له دې یواړخیز مفاده، زموږ خودي شل چنده زیات زیان لري، چې باید مکمل په دا بیخ کې ختم شي. ښه او عالي خبر به دا وي، چې په خپل تولید د دوی اړتیاوې پوره کړو او له دې اړتیا د اړیکو موضوع حل ته نېژدې او امکان ته ور ټیله شي.

همدارنګ د اړیکو جوړښت ته سیاسي اړخ هم رامخته کېدای شي، اما سیاست کوم جامد، واحد او یو بعدي مفهوم او عنصر نه دی، چې په یوازې سر دې مخته لاړ شي. سیاست له لمړي یاد حیثیته نیولې بیا تر جغرافیې، اقتصاد او شخصي مفاده نور ډېر څه په ځان کې رانغاړي او ګډ مخته ځي، کنې یا ځي نه یا که ځی هم، نو بې هدفه او بغیر له کومې مانا به وي. نو اوس که سیاسي اړیکې لرو هم او یا یې رامنځته کوو هم، باید چې مضبوطې جغرافیاوي، اقتصادي او نورې نړیوالې اړیکې ورته ولرو، کنې د دې اړیکو ایجاد له امکانه فاصله اخلي.

او اخري څه چې زه د اړیکو ایجاد کې یادول غواړم، هغه ګډ او ګټور کلتور دی، چې کار به ورکړي اما هغومره نه! لکه اقتصاد، جغرافیه او سیاست. اصلاً ننۍ نړۍ کې له ډېر پخوا تجربو، تاریخ او مشاهدو څخه ښکاري، چې نړۍ دا عنصر یوازې هغه وخت راپورته کوي، چې د دوی پکې ګټه وي، کنې پاڼه یي هم څوک نه اړوي. موږ ډېر ولېدل، چې د ګټې په نشتون کې یې خپل هم فرهنګه هېر کړل او په شتون کې یې له جلا فرهنګو سره هم راشه درشه شروع کړل. خیر، د ا عنصر هم ګټور او موثر تمامېدای شي، اما هلته چې د کرښې په دواړو غاړو کې پراته اقوام پکې جدي، مهم او اغیزمن رول ولوبوي، کنې مه یې ښیه.

نو نتیجه دا شوه، که له پاکستان یا بل هر قوم او وطن سره د ښو اړیکو تمه لرو، باید چې له بل هر څه مخکې خپل حیثیت جوړ او وساتو، کوم چې د قوي نظام، باوري اقتصاد، بشپړه پاکه جغرافیه، با ثباته مؤثر سیاست او نسبي شریک کلتور سره رامنځته کېږي او ساتل کېږي، چې دې ټولو کې شعوري، بیدار، خواریکښ او وطن ته ژمن ولس په کار دی. اوس نو که ولس چا سره ښې اړیکې غواړي، د پاس یاد څه ایجاد، رامنځته کولو، ګټلو او ساتلو ته دې مټې راونغاړې، کنې د سیاست په دې سیالمنه نړۍ کې دې زارۍ، ژړا او ګیلې نه کوي. کرار دې کیني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply