جمعه خان همدرد

عطالله خان حيران

0 1,499

ماته ياد شي، هغه وخت چا د اسلامي حزب نوم له وېرې په خوله نشوی اخستی همدرد صيب په ډېر فخر او په مېړانه ورڅخه دفاع کوله، هغه وخت د حزب نورو مشرانو غړو د بهرنيانو په ناستو کې د حکمتيار بده ويله او هغه يې په مختلفو نومونو نوماوه خو همدرد صيب په هرډګر په هره ناسته کې د حکمتيار او دحزب ننګه کوله او پرډګر يې هرچاته غاښ ماتي ځوابونه ويل.
ماته ياد شي، حکمتيار هم هغه وخت هرڅه ننداره کول پوهېده چې نور رانه تبه ګار دي يو همدرد دی چې په نره راباندې ننګ کوي نو د حکمتيار د کورنۍ غړي هم هېواد ته د همدرد په ډاډ راتلل لنډه دا چې کله د تاوان او د ننګ ورځ وه هلته يواځې همدرد حزبی وه خو چې کله حالات لږ ساز شول بيا په کې محمد خان فاروق وردګ وقاد ، ارغنديوال اودې ته ورته نور هم چې پخوا يې له ډاره ځان ته حزبی نشو ويلی دامتياز په ورځ ټول حزبيان شول دوکان يې خلاص کړ او سوداګري يې پيل کړه، دوخت په تیریدو سره هر يوه خپل ځان زبات کړ چې له شخصي ګټو پرته ورته هېڅ شی ارزښت نه لري هر يوه خپله اجانډه پرمخ ورله هيڅوک دحزب په تګلار نه تلل او نه يې ددې هېواد په اړه کومه برنامه لرله او نه يې کوم دريځ معلوم وه ددوی دريځ ددوی شخصي ګټې وې د هرچا په لمن کې به چې ددوی ګټه وه هلته به دوی ځانونه اچولي وه خو همدرد صيب هغه وخت هم لکه نن ثابت دريځ او خپل تګلوری درلود سياسي دريځ يې معلوم وه همدرد صيب په يواځې ځان په سياسي ډګر کې ولوبېده خپل سياسي مخالفين يې چې په اصل کې دګوند مخالفين يې ول خو هغوی ګوند هېر کړی وه غچ يې له همدرد څخه اخسته هغوی هم په دې پوهېدل چې دا نور هسې سرونه دي نو دوی ته ګوند او حکمتيار همدرد صيب وه خپل ټول زور يې وه ازمايه مختلفې دسیسې يې جوړې کړې هغه هم په داسې حال کې چې له نيم څخه زياته برخه دحکومت يې هم په لاس کې وه او بهرنيان او ګاونډيان يې هم ترڅنګ ولاړ ول او همدرد صيب په سپين ميدان ورته په يوازې ځان ولاړ وه خو ماته يې ونه منله کله چې ولس بيا په تېره پښتنو چې دهمدرد صيب ننګ او غيرت وليد نو بيا چا دا نه کتل چې تړاو يې له کوم حزب سره دی خو په سياسي مسايلو او په نورو مسايلو کې هرڅوک مشر او ځوان دهمدرد صيب ترڅنګ ودریدل.
حکمتيار هغه وخت نه پوهېږم چې اسلام اباد کې به وه او که د هېواد په غرونو کې پټ وه خو کابل ته دده د راتګ او له تور ليست څخه دده د وېستلو په برخه کې چې څومره هڅې همدرد صيب کړي هغه هم ټولو ته معلومې دي چې کله چې سوله کېږي حکمتيار کابل ته راوستل کېږي دلته چې همدرد صيب څومره قرباني ورکوي هغه هم له هيچا څخه پټ نه دي.
نن ورڅخه يو داسې وفا دار او دسختو شپو ورځو ملګری لار بېلوي او دوی يې په اړه همدومره وايي چې دا څېرې پخوا هم دومره مهمې نه وې.، زه دنورو په اړه څه نه وايم ځکه سوشل میډیا يې شاهده ده چې هغوی هرډول او دهرچا په سياسي ودونو کې ځانونه ښه خولې کړي دي خو همدرد داسلامي حزب د ملاتیر وه دده په تلو حزب، حزب نه پاتې کېږي او دهمدرد صيب پریکون پرځای ګڼم ځکه چې حکمتيار فرعوني خويونه او دپردو په فکرونو باندې نن هم شخوند وهي نن يې هم ارادې دې هېواد او ددې هېواد ولس ته سمې نه ښکاري، بل ددې ترڅنګ هغه څه لري څه يې له لاسه ورنه کړل؟ کوم سياسي ثبات لري هغه چې په کوم برم راوستل شو هغه يې کله وساته دواک په خاطر يې له سياسي ماشومانو او شرمخانو سره يې موخې يو کړې په اصل کې انسان پېژندنه سخته ده هسې خو يې نه دي ويلي چې مرغان هغه سره الوت کوي چې بڼې يې ورسره برابرې وي متل راته سم نه دی ياد دلته بښنه خو په حقيقت کې حکمتيار نه حکومتيار وه او دواک لپاره نوموړي پخوا هم دافغانستان د پياوړي نظام پرخلاف دپنجاب په مرسته د جګړې غږ پورته کړی و چې نورو ملګرو يې بښنه او پښېماني وښوده خو ښاغلی لا هم ورباندې وياړي حکمتيار سياسي فرعون دی هغه ګوندي سياست او سياسي اصولو ته نه ژمن دی او نه ورته ارزښت لري د يو ويشتمې پېړۍ په سياست کې فرعونيت ځای نه لري.
جمعه خان همدرد ته پکار ده چې خپل هرڅه د يو داسې چا قرباني نه کړي چې له پيل نه تر دې دمه دپرديو په فکرونو شخوند وهي او دهغو په اشارو روان وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply