د میرمنې خوښۍ لپاره دا (۱۰) مهم کارونه ترسره کړئ!

0 651

۱. که وخت مو درلود حتماً د خپلې میرمنې سره د کور په ځینو کارونو کې همکاري وکړئ، له دې کړنې سره به مو هغې ته احساس ورکړی وي چې تاسو خپله مېرمن درک کړې ده. په یاد ولرئ، د مېرمنې سره په چارو کې مرسته کول کومه بده خبره نه ده.

۲. یو شمېر کسان خوښوي چې د وړو وړو مسایلو په اړه خپلې مېرمنې ته ونه وايي، خو دا سمه خبره نه ده؛ هغه وړې خوښۍ چې تاسو يې په ژوند کې پیدا کوئ، ژر یې له خپلې میرمنې سره شریکې کړئ؛ هڅه وکړئ چې خپلې مېرمنې ته د میسج کولو پر ځای زنګ ووهئ، له دې کړنې سره زړونه نور هم نږدې کیږي.

۳. که چېرته موقع وي او د کور نه د وتلو شرایط درته برابر وي، نو هڅه وکړئ چې خپله میرمن د چکر لپاره بهر او یا هم خپل خپلوانو کور ته یوسئ. خو دا پلان داسې جوړ کړئ، چې ستاسو مېرمن يې پر لیدو د خوښۍ احساس وکړي، یعنې تاسو باید د خپلې مېرمنې د ذوق او خوښۍ په اړه پوه اوسئ!

۴. که کوم وخت تاسو د ملګرو سره او یا د دفتر له خوا کوم بل ښار او یا هیواد ته ځئ! نو د راتلو پر وخت مو حتماً د خپلې مېرمنې لپاره د ځان سره یو څه راوړئ، په حقیقت کې دا کار د خوشاله او ګډ ژوند په تېرولو کې درسره مرسته کوي.

۵. که چېرې تاسو پوهیږئ! چې د مېرمنې مو کوم ځانګړي خواړه خوښ دي، نو هڅه وکړئ چې کله نا کله پر هغه ځای ځان وربرابر کړئ او دغه خواړه له ځان سره راوړئ.

۶. کله چې تاسو وینئ چې د ژوند ملګرې مو ځينو شیانو ته اړتیا لري، لکه میک اپ او نور شیان، نو هڅه وکړئ چې دا توکي تل پټ واخلئ او خپلې میرمنې ته یې راوړئ!

۷. د ژوند ملګرې ته مو ووايئ، چې ستاسو څه خوښیږي، کوم ځایونه، هوټل، ښار او خواړه مو خوښ دي.

۸. که په کور کې برېښنا او ټلویزیون ولرئ، هڅه وکړئ! چې یو د بل د خوښې وړ سیریالونه او فلمونه سره په ګډه وګورئ!

۹. کله کله مو د ژوند شریکې، یعنې مېرمنې ته د هغې د شخصیت ستاینه وکړئ، د هغې د سلوک، چلند، جامو او نورو ښو عاداتو په اړه ورته ووایئ. ارواح پوهان وايي که تاسو  هره شپه له مېرمن سره دوه خوږې خبرې هم وکړئ، د هغې په زړه کې درته غرونه غرونه مینه پیدا کیږي.

۱۰. هڅه وکړئ، چې د مېرمن د پلار، مور، خور، ورور او نورې کورنۍ خیال وساتئ، قدر يې وکړئ او په ستونزه کې يې لاس نیوی وکړئ.

دا کارونه ډېر ساده او واړه ښکاري، خو په حقیقت کې ستاسو د ژوند شریکې ته دا احساس ورکوي چې تاسو ته ارزښت لري او تاسو يې په اړه فکر کوئ. په دې سره به تاسو د ژوند شریکې ته دا احساس ورکړی وي، چې تاسو هغې ته څومره ارزښت ورکوئ او اړتیاوو ته يې څومره پام کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply