د ۲۰۱۹ کال د نړۍ ۵ غوره پوهنتونونه!

ژباړه: عزت الله ذکي

0 1,206

اکسفورډ پوهنتون:- اکسفورډ پوهنتون د برتانيا تر ټولو معتبر او معياري پوهنتون دی، چي په ۱۰۹۶م کال کي تاسيس سوی او ۳ کاله کيږي، چي په پرلپسې ډول د انګلستان په ټاپ پوهنتونونو کي راځي.

اکسفورډ د انګلستان تر ټولو پخوانی او پېژندل سوی پوهنتون دی، چي په نړيواله کچه زيات شهرت لري.

اوسمهال تر ۲۳ زرو زيات زده کوونکي د ياد پوهنتون په بېلابېلو څانګو کي لوړي زده کړي کوي او تر دې مهاله يې ۲۰ زره تنه بېلابېلو برخو کي فارغ کړي، چي ۹۵ سلنه فارغين يې تر فراغت وروسته په دندو هم ګمارل سوي دي.

کېمبريج پوهنتون:- کېمبريج پوهنتون هم د برتانيا يو له ټاپ او معياري پوهنتونونو څخه دی، چي په ۱۲۰۹م کال کي تاسيس سوی او د کالج پر سيسټم يې تحصيلي چاري مخي ته ځي.

کېمبريج پوهنتون کي نږدې ۲۰ زره زده کوونکي په لوړو زده کړو بوخت دي او پکي ۳۱ کالجونه او ۱۵۰ اکاډميکي څانګي شتون لري.

ياد پوهنتون اوږدمهاله تاريخچه لري، کله چي اکسفورډ پوهنتون کي پوهانو يو بل سره نښتي وکړې، نو هغه مهال يو شمېر پوهانو کېمبريج پوهنتون ته فرار وکړ.

د وتلي فزيک پوه نيوټن او هارورډ پوهنتون د بنسټګر جان هارورډ په شمول د نړۍ يو شمېر نورو مشهورو سياستوالو، کلتوري شخصيتونو او ساينسپوهانو په کېمبريج پوهنتون کي لوړي زده کړي ترسره کړي دي.

سټنفورډ پوهنتون:- سټنفورډ پوهنتون د امريکا يو وتلی او مخکښ معياري پوهنتون دی، چي په ۱۸۹۱م کال کي د امريکا کالفورنيا ايالت کي تاسيس سوی دی.

سټنفورډ پوهنتون په ساينسي اقتصادي برخه د نوبل نړيواله جايزه هم ترلاسه کړې ده.

اوسمهال په دغه پوهنتون کي نږدې ۱۷ زره زده کوونکي په لوړو زده کړو بوخت دي، چي د زده کوونکو د اوسېدني، مطالعې او نورو تحصيلي اړتياوو د پوره کولو لپاره پکي ۷۰۰ تعميرونه اعمار سوي دي.

ماساچسټيس ټکنالوژيکي انسټيټيوټ:- ماساچسټيس ټکنالوژيکي انسټيټيوټ د امريکا يو معياري انسټيټيوټ دی، چي د ۱۸۶۱م کال د آپرېل پر ۱۰مه د امريکا ماساچسټيس ايالت کي تاسيس سوی دی.

دغه انسټيټيوټ د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي زده کوونکي روزي او اوسمهال شاوخوا ۱۳ زره زده کوونکي پکي لوړي زده کړي کوي.

د ماساچسټيس ټکنالوژيکي انسټيټيوټ زيات شمېر فارغين تر فراغت وروسته د نړۍ په وتلو انټرنيټي او ټکنالوژيکي کمپنيو ګوګل، آمازون او آپل کي په دندو ګمارل سوي دي.

کالفورنيا ټکنالوژيکي انسټيټيوټ:- کالفورنيا ټکنالوژيکي انسټيټيوټ د امريکا يو معياري انسټيټيوټ دی، چي د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودي په موخه زده کوونکي په مسلکي ډول روزي.

دغه انسټيټيوټ په ۱۸۹۱م کال کي د امريکا په کالفورنيا ايالت کي تاسيس سوی، چي اوسمهال پکي شاوخوا ۲۳۰۰ تنه د معلوماتي ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کي لوړي زده کړي کوي.

په لومړي ځل د کالفورنيا ټکنالوژيکي انسټيټيوټ بنسټ د تروپ پوهنتون په نوم کېښودل سو، چي وروسته په ۱۹۲۰م کال کي يې نوم د کالفورنيا ټکنالوژيکي انسټيټيوټ ته واوښت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply