تاریخي خاطره- د جدي شپږمه نیټه !

انجنیر زهیر

0 961

داسې مې په ياد دي لکه همدا شيبه ، د ١٣٥٨ ل كال د جدى د مياشتى د لومړى نيټى نه به هره ورځ د كابل فضا د الوتكو په پروازونو ډكه وه او هره خوا به د الوتکو غراری و ، د كابل اوسيدونكو به يو بل نه په حيرانۍ پوښتنى كولى، دا به څه خبره وي چى هره ورځ جوپى جوپى الوتكى را روانى دي او په هوايي ميدان كى ښكته كيږي ،خو هيڅوك يي په علت نه پوهيدل
داچې د داود خان د کودتا سره سم يو شميرافغانان لکه حکمتيار ، رباني ، مسعود …. د پاکستان په چراډ کې د ټرنيګونو لاندې ونيول شول او ورسره سم کونړ ، پنجشير ….کې جګړې هم شروع شوې وې نو کله چې ۱۳۵۷ کال کې کودتا وشوه ، پاکستان هم چراډ کې ټرننګونو ته زياته پاملرنه وکړه او جګړې هم ورځ تر بلې شدت اخيست ، د حفيظ الله امين په واکمنۍ کې اوازه گډه شوه ، چى زموږ هيواد د پاكستان له خوا د جدي خطرسره مخ دى ، همدا علت چې روسان هره ورځ د الوتکو په وسيله هوايي ډګر ته د مرستې په خاطر را روان دي ، اوامين هم دې مرستې ته زيات خوشاله و . خو بيا هم چا پوره باور نه كاوه ، د جدي په شپږمه نيټه غرمه مهال ښار کې اوازه خپره شوه چى حفيظ الله امين ته د شوروي اتحاد د تاجكستان تبعه اشپزى نن د غرمى په ډوډۍ كى مسموم كونكي مواد اچولي ، امين په خپل كور كى بستر او روسي ډاكټر يي تداوى ته ورغلى دى ، هغو وزيرانو چى امين سره يې يو ځاى ډوډى خوړلى وه ، هغوي هم په روغتون كى بستري وو
د ماښام د پيل سره سمه حمله پيل شوه او د لومړي ځل د پاره يې دپښتونستان په واټ كى د مخابراتو شبكه په بمونو والوځوله او ورسره سم يي په تاج بيگ قصرباندې تعرضي ډزى پيل شوې .
ماښام تير ببرك كارمل د تاشكند له ښار څخه د راډيو افغانستان په څپو د خپل بري او د امين له منځه وړلو اعلان وركړ

تصوير : په دارالمان كى د تاج بيگ قصر يا د حفيظ الله امين د واكمنى ارگې هره

Image may contain: sky, mountain, outdoor and nature

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply