افغان جګړې سره د امریکا د ‘چلند تغییر’ هیڅ ګټه نه ده کړې

0 678

لوکل پیس اکانومې سایټ تر همدې عنوان لاندې د واشنګټن پوسټ له لوري د افغانستان د جګړې په اړه د خپرو شویو اسنادو په اړه په یوې تفصیلې لیکنه کې لیکلي دي، چې راتلونکي امریکایي حاکمان باید له پخوانیو درسونو تجربه واخلي او د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره باید په یوې واقعبینانه او د پایلو پر اساس، حللارې فکر وشي.

په دې لیکنه کې د واشنګټن پوسټ له لوري د افغانستان د اتلس کلنې جګړې په اړه خپرو شویو اسنادو ته اشاره شوې، چې ټولو امریکایي واکمنانو د دې جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي او هغه لارې چارې یې نقد کړي، چې د امریکا له لوري په افغانستان او د نړۍ نورو هېوادونو کې ازمویل شوې دي، خو پایله یې نه ده ورکړې.

د دې لیکنې د معلوماتو پر اساس، په امریکا کې هر واکمن له جګړو سره د (رژیم چینج) یا یوازې د چلند یا پروسیجر د بدلولو لوبه کړې او د جګړې د پای ته رسولو او بریا ته د رسېدو لپاره یې په واقعبینانه لارو چارو غور نه دی کړی.

لومړی، امریکا په هر هېواد کې د جګړې د ګټلو لپاره د واکونو زیاتېدو پروسیجر کارولی دی. د یوه هېواد د ټارګېټ کولو لپاره امریکا خپلو خلکو ته د اطلاعاتي جګړې له لارې دوکه ورکړې او هڅه یې کړې هغوی ته اندېښنې او تشویشونه زیات کړي، ترڅو د دوی واکونه زیات کړي او دوی ترې په جګړه کې پخپله ګټه استفاده وکړي.

دویم، تحریمونه او بندیزونه. په جګړه کې د اقتصادي تحریمونو او بندیزونو لګولو هم ځکه امریکا ته ګټه نه ده کړې چې غیر قانوني مرګ ژوبله ورسره زیاته شوې. تحریم خلک وژني او د خوړو، درملو او نورو اساسي موادو اړتیا محدودي. په ۱۹۹۰ کال کې په عراق د ملګرو ملتونو ورته بندیزونو سلګونه زره انسانان ووژل. همدغه راز، نن سبا په عراق او وینزویلا د امریکا تحریمونو لسګونه زره انسان له منځه وړي دي. دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

لیکنه د پروفیسور رابرټ پاپیز څېړنې ته اشاره کوي، چې په یوې موضوع کې تحریمونو د هدف په ترلاسه کولو کې ایله ۴ سلنه رول لوبولی دی. د امریکا تحریمونو له تباهۍ او بدبختۍ زیاتولو بله لاسته راوړنه نه لري.

درېیم، کودتا او نیابتي جګړې. د امریکا له لوري دغه انتخابونه په هندوراس، اوکراین او بولیوا کې هیڅ ګټه نه ده کړې. په افغانستان، کوریا، ویتنام او عراق کې د نیابتي جګړو او کودتاګانو پایله د نظامي ورانۍ باعث شوې او امریکا ترې له نظامي تلفاتو پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.

څلورم، بمبارد. سره له دې چې بمبار په یوه دلیل د نظامي تلفاتو د کموالي لامل کېږي، خو د اهدافو ترڅنګ په کې عام خلک او تاسیسات هم له منځه ځي. داسې نو نشي کېدای چې بمب دې وغورځېږي او څوک دې ونه وژني. د ۲۰۱۴ کال له پیله تر اوسه په عراق او سوریه کې د داعش ډلې پر اهدافو له سل زرو څخه زیات بمونه غورځول شوي دي. یوازې په موسل کې له ۴۰ زرو زیات عام خلک وژل شوي دي.

پنځم، پوځي یرغل. په عراق او افغانستان د امریکایي ځواکونو یرغل امریکا ته هغومره چې توقع لرله ګټه نه ده رسولې او په دې دواړو هېوادونو سربېره په ویتنام کې د بربادۍ لامل شوه. نن په عراق کې د فساد پر ضد د ځوانانو پراخ لاریونونه دا پوښتنه راپورته کوي، چې د امریکا برید عراق ته څه ګټه ورسوله؟

دغه مقاله چې په سالون (Salon) سایټ کې خپره شوې، وړاندیز کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې نوی حکومت باید د جګړې دغه ستراتېژي تغییر کړي او په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په بدیلو لارو چارو غور وکړي، ترڅو نه انسانان په کې ووژل شي او نه منابع بې ځایه مصرف شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply