علمانیت په لغت کې

عبدالمالک ننګرهاری

0 672

د علمانيت لفظ اصلا په انګريزي ژبه کي د (Secularism) او په فرانسوي ژبه کي د (Secularite) د کلمې غلطه ترجمه ده، کومه چي په عربي محاورې کي له خپلي معنا څخه په اوښتي بڼه د لادينيت او يا بې دينۍ په معنا سره کارول کېږي. د علمانيت کلمه د ځينو په اند د علم (د عين په زير) څخه او يا هم د عالم (د عين په زور) څخه اخيستل سوې ده ده. (۱)

خو اصلي خبره دا ده، چي ياده کلمه په مطلقه توګه نه د (علم) د مادې او نه یې هم د مشتقاتو سره ارتباط لري. صحيح ترجمه یې په دنيويت، لادينيت او غيبيت سره کېږي. يعني هغه څه کول چي د دين سره هيڅ ارتباط او اړيکه ونه لري، يا د دين سره متضادو اړيکو درلودلو او يا هم د مقدساتو او غيبياتو نه احترام ته ويل کېږي.

مخکنيو کسانو، چي په اسلامي نړۍ کي د (سيکولريزم) د ترويج لپاره هڅي کولي، په دې پوهېدل چي ددې کلمې که حقيقي ژباړه وسي، نو خلک به ئې رد کړي او نفرت به ځني وکړي، نو ځکه ئې د د سيکولريزم حقيقت د علمانيت په کلمه کي له خلکو پټ کړ، تر څو خلک په دې سره وغولېږي، چي دا يوه علمي نظريه ده، د علم، پر مختګ او عصريت سره اړيکه لري. يا دا چي دا يوه عالمي د امتونو، قومونو او افرادو تر منځ نړيواله متفق عليها مفکوره ده، چي د ثقافت او تمدن سره هيڅ ټکر نه لري.

په عربي کلتوري ساحه کي د يادي اصطلاح کاروونکي په نولسمه (۱۹) پېړۍ کي د شام نصرانيان وه. دوی هغه کسان وه، چي په لومړۍ ځل ئې ياده اصطلاح مطرح کړه، خو په علمي ډګر کي د (إلياس بقطور) لخوا چي يو لبناني تبع نصرانی وو د لومړي ځل لپاره د علمانيت اصطلاح په خپل قاموس (عربي/فرنسي) کي ځای کړل سول. او تر ده وروسته بيا (البستاني) په خپلو دوو تأليف سوو معجمونو کي ياده کلمه مطرح کړل.

په مخکنيو قاموسونو او معاجمو کي د علمانيت د لفظ ژباړه زياته نه موندل کېږي، ځکه چي دا ديوې نوې اصطلاح په توګه راڅرګنده سوې ده، البته په اوسنيو ځيني د لغتو په کتابونو کي څه ناڅه اشاره ورته سوې ده، چي ځيني ئې په لنډه توګه ورڅخه ذکر کوو:

الف- په معجم المعلم البستاني کي راغلي دي، چي العلماني: العامي الذي ليس بإكليريكي
ژباړه: علماني: هغه عام کس دی چي اکليريکي (د کليسا خادم) نه وي.

باء- په (المعجم العربي الحديث) کي علماني داسي راپېژندل سوی دی: “علماني: ما ليس كنسياً ولا دينياً”
ژباړه: علماني هغه کس ته ويل کېږي، چي دين او کليسا ته وفادار نه وي.

جيم- د عربي ژبي په يو بل ممتاز قاموس (المعجم الوسيط کي هم د علماني همدې ته ورته تعريف سوی دی او ليکلي ئې دي: “العلماني نسبة إلى العَلم بمعنى العالم، وهو خلاف الديني أو الكهنوتي). (۲)

ژباړه: د علماني د لغت نسبت علم ته کېږي علماني يعني عالم، حال دا چي علماني د دين او کليسا سره مخالفت کوونکو اشخاصو ته ويل کېږي.

نو ځکه وايو، چي د علمانيت صحيح ترجمه “لادينيت” او “دنيويت” دی. دا خبره په خارجي دايرة المعارفو کي له راغلو عباراتو څخه ښه واضح کېږی. (۳)

۱-۲: علمانيت په اصطلاح کي

دايرة المعارف برتانيا د Secularism تعريف داسي رانقل کړی دی:

هغه اجتماعي حرکت دی، چي هدف ئې د آخرت له پاملرني څخه يوازي د دنيا وپاملرني او متوجه کولو ته د خلکو ګرځول او اړول دي. (۲۹)، (۲)

…په همدغه دايرة المعارف کي د علمانيت د بحث په ضمن کي د الحاد څخه هم يادونه سوې ده او الحاد ئې دوو ډولونو ته ويشلی دی:

نظري الحاد او عملي الحاد، علمانيت ئې هم د عملي الحاد په ضمن کي راوستلی دی.

له همدې وجهي د علمانيت د کلمې صحيح مدلول د “د دين او دولت ترمنځ بېلتون” ته ويل کيږي، يا د فرد او ټولني ژوند له دين څخه پرته پر نورو بنسټونو بناء کولو ته ويل کيږي.

د علمانيت په اړه افراد او دولتونه بېلابېل موقفونه لري، بعضي دعلمانيت مفهوم ډېر محدودوي او نه پرېږدي، چي هر اړخ ته ددې کلمې مفهوم لاره پيداکړي، خو ددې برعکس بعضي بيا دا کړۍ ډېره پراخه کوي اود معتدل علمانيت په يادولو سره ئې مفهوم يو ډول کُلي شکل ته راباسي. ددوی په اند دا يوداسي لادينيت بلل کېږي، چي له دين سره ټکر نه لري، او دا په هغو ټولنو کي چي د دين سره ټکر نه وي. بديهي خبره ده، هر هغه څه چي ديني مبادي او تطبيقات له ځانه سره نه لري هغه په حقيقت کي د دين سره ټکر لري، ځکه نو اسلام او لادينيت دوه داسي نقيضي لاري دي چي نه هيڅ کله سره يوځای کېدلای سي او نه ئې ترمنځ اړيکه پيداکېدلای سي.

نو علمانيت یا سیکولرزم داسي سياست او دولت کولو ته ويل کېږي چي پر دين ولاړ نه وي او دين په دنيا کي له تاثير ښندلو څخه ليري کوي، ځيني وائي چي دين ته په علمانيت (سیکولرزم) کي هغه مهال د جواز مجال سته، چي د انسان او د هغه د خالق ترمنځ اړيکه شتون ولري اودغه اړيکه دده پر اقوالو، افعالو او د ژوندانه پر چارو کي هيڅ ډول تاثير ونه لري.

په دې کي هيڅ د شک ځای نسته، چي د علمانيت غربي مفهوم چي دين د بنده او رب تر منځ يوه داسي خصوصي اړيکه ده، چي زړه ئې محل دی او د واقعي ژوند سره هيڅ اړيکه نه لري، له منحرفي کليسا څخه سرچينه اخيستې ده، چي شعار ئې وو: “أد ما لقيصر لقصير، ما لله لله”. څه چي د قيصر دي قيصر ته ئې ورکړه او څه چي د الله دي الله ته ئې ورکړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply