کال او د افغانستان اوافغانانو لاس ته راوړنې۲۰۱۹

داکتر تاج الدین ملت مل

0 691

زما په اند د ‌‌‌‌‌‌ډيرو ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره افغان دولت او ولس په تیر کال کی لاندی د افتخار وړ لاس ته راوړني درلودي، راځې چې خوشحالی او شکرانه یی د یوه نوی او ځلاند افغانستان د جوړولو په اند د لاسونو په را ب‌‌‌‌‌‌ډ وهلو ادا او د خپل هیواد دښمنان شرمنده او ناکام کړو:
1- افغان ملې امنیتې قواو طالبان او نوري تروریستې ‌‌‌‌‌‌ډلي دتعرضی حالت نه دفاعې حالت ته وروستلي دي.
2- افغان ملې اردو د اولین ځل دپاره د اجرایه شورا او ولسی جرګۍ د هر اړخیز بی شرمه پلوی سره سره نیغ په نیغه د لن‌‌‌‌‌‌ډهغریزم سره جګړه کی بریا خپله کړه.
3- داکتر صیب اشرف غنې په پوره درایت، حوصله مندی او قاطعیت د افراطیت، مافیاوی کړیو او بهرنیو لاسوهنو په وړاندی مبارزه په ښه بریالې توګه پرمخ ویوړه.
4- د ټولو داخلې، سمیزو او نړیوالو توطو ، مخالفتونو او بی باوریو سره سره ولسمشر او ولس په پوره میړانه د جمهوریت نه دفاع بریالې کړه او د امارت او نورو توطیزو ناقصې او غولونکې طرحي یی نا کامه کړي.
5- د ټولو هر رنګه مخالفتونو او ننګونو سره سره د سولۍ لویه مشورتې جرګه په یوی بی مثاله جرګه بدله او کامیابه تر سره شوه. پدی جرګه کې د هیواد د ټولو قومونو او اقشارو [ خاصتا د ځوانانو او ښځو ] متبارزه او عادلانه ون‌‌‌‌‌‌ډه او عدم انحصار د ځانګړی ستاینی وړ وه.
6-. د افغانستان د سمیز دښمن ملکونو استبدادی او مافیاوی رژيمونه د افغانستان د پر مختګ نه په الهام د سختو داخلی سیاسی اجتماعې او اقتصادیی ننګونو سره مخ او لاس په ګریوان شول .
7- افغانستان اوس تر ‌‌‌‌‌‌ډیره حده د اقتصادی انزوا او یواځې په پاکستان د اتکا نه د وتلو په درشل کی دی، بلکه ‌‌‌‌‌‌ډير ژر به پاکستان د تجارت له خوا د افغانستان په انحصار کی پریوزی. افغانې تولیدات او محصولات مخ په ښه رشد او ښه کیفیت روان دي.
دسولۍ تر نامه لاندی سمیزې او 8- نړیوالې توطي رسوا او اقلا تر یوه وخته شن‌‌‌‌‌‌ډي شوی.
په افغانستان کې د درواغجن 9- جهاد په نامه کشتې د بحر په منځ کې سوری او موږکان یی په تیښته کې د خپل ځانونو د ژغورولو په هڅو کی لا لهند او سرګردان دي
10- د زړو مداریانو شپيلې ماته او د تلسم کڅوړی یی سوری شوه.
11- د افغانستان د استقلال د سلمې کلیزی موفقانه او بی شانه تجلیل او د دارالامان د تاریخې ماڼی د بیا رغوونې د ولولو ‌‌‌‌‌‌ډکه پرانستېنې زمونږ په ملت کې د ژوند او افتخار نوی ولوله وزیږوله او زمونږ ځوان نسل ته یی د ازادې، ملې یوالې، افغانې نشنلیزم او افغانې سالم غرور داسی زده کړه ورکړه چې د دښمن پنځوس کلن شیندل شوی زهر یی بی اثره کړل.
12- د یو شمیر ستونزو سره سره افغان سپورت لوبغاړو په نړیواله کچه ښی لاس ته راوړني درلودي، چې دی زمونږ د ځوانانو هیله مندی لا هم زیاته کړی ده.
13- د تش جهاد په نوم او قومې ټيکهداران د سطرنج په لوبه کې هغو ماتی خوړلو شاهانو ته ورته دي چی اوس صرف د خپل څو تنو عسکرو د ترحم په هیله ژوند کوي.
14- افغان ځوان نسل اوس ورځ تر بلې د جهاد په نوم د وطن پلورنې د هغې ژورې بی هوشۍ نه د راوتلو چټ ګامونه اخلې چې پردی پالو جهادیانو ؟ کلونه کلونه پردی پالنه د دو ي په مغزونو کې ترزیق کړی وه.
15- 2020 کال به د افغانستان د پاره د ټولو چیلنجونو د غره په څوکه د پورته کیدو او د یوه نوې او ځلاند افغانستان د نوی اغاز او اساسی بنیادونو د جوړولو کال وی.  وطن پال او با مس‌ؤلیته افغانان دی ځانونه سالمې ون‌‌‌‌‌‌ډی اخستو ته اماده کړي.

افغان ولسمشر او افغان ولس ته دی دا بریاوی مبارک او 2020 کال دی د لا زیاتو بریاوو او خوښیو کال شی.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply