زندانونه که د طالبانو ارامځایونه؟

لیکنه: نسیم خان

0 662

طالبان، د نشه یي توکو سوداګر او چاقاقبر تر بهر په زندانونو کې ډېر مسترح ژوند لري. ان تر دې؛ هغه څه چې بهر نشي کولی په زندانونو کې یې په ډاډه زړه کولی شي.

په پلچرخي کې د طالبانو د بند تازه تصویرونه ښیي، چې دغه ډله ان د افغانستان په کچه په هغه تر ټولو خونړي زندان پلچرخي کې هم تر ټولو خوښ او له اسانتیاوو ډک ژوند لري.

د افغانستان حکومت به د بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو پر اساس د طالب بندیانو لپاره ټولې معمولي اسانتیاوې برابروي، خو پوښتنه دلته چې دا د بشري حقونو والا کله له طالبانو هم د مقابل لوري د بندیانو پوښتنه کړې؟ هغوی یې لیدلي چې له خپلو بندیانو سره څه ډول چلند کوي؟ هغوی هم د افغانستان حکومت په څېر بندیانو ته دومره اسانتیاوې ورکړې دي؟ د بندیانو خوراک، څښاک، د ساتلو ځای او له هغوی سره چلند همداسې دی؟

د ملي دفاع وزارت له لوري په وروستي یو کال کې له ټولو ماتو شویو زندانونو څخه خوشې شوي بندیان خو چې موږ ګورو سپېره، سپېره وي، له څېرو یې معلومېږي چې ان په ګېډه ماړه هم نه دي ساتل شوي، بیا د مسترح ژوند او د اسلامي او بشري اصولو پر اساس اسانتیاوې خو لرې خبره ده.

د ټولو ازادو شویو بندیانو وچې خولې، ببر سرونه، خیرنې جامې، په پښو کې لویې هتکړۍ، تاوتریخوالی او ډنګر وجودونه د لوی ظلم هغه داستانونه دي، چې په اورېدو یې د انسان ستونی ډکېږي.

خو په مقابل کې یې دولت طالب بندیانو ته په پلچرخي زندان کې سرې قالینې هوارې کړې دي، مناسب خواړه ورکول کېږي او د بشري حقونو دلالانو په نوم بهرني او کورني څارونکي لري. کله چې بیا د بشري حقونو له همدې دلالانو پوښتنه وکړې چې د طالب په بند کې خو هم د بندیانو حال احوال واخلئ، بیا یې خبره همدا وي چې موږ کله د طالب زندان ته تللی شو؟ دولت او یوه یاغي ډله خو باید فرق ولري! د طالبانو په زندان کې بندي عام او حکومتي زندانیان نه څوک د پوښتنې لري او نه طالب د بندي ساتلو لپاره کوم څرګند اصول او مقرره.

طالب د اسلام په نوم له خپل بندي سره د بشریت تر ټولو لوېدلی چلند کوي او د زندان نه لرلو له وجې خو ډېری تورن کسان ځای پر ځای له منځه وړي، دا خو لا لرې خبره ده چې د محمدي سنتو او لارښوونو پر اساس بندي ته خپل ځای ورکړي.

د افغانستان زندانونه د طالبانو او د نشه یي توکو د قاچاقبرو لپاره مېلمستونونه دي. ټلیفون، کرېډېټ کارت، فېسبوک، اونۍ کې درې وخته غوښه، مقوي خواړه، د ورزش ځایونه او له زندانونو څخه خپلو ډلو ته د لارښوونو فعال چینلونه لري. دغه وضعیت بندیانو ته له دواړو لوریو برابر شویو فرصتونه تشریح کوي. حکومت دغسې افراط کوي چې د زرګونه انسانانو قاتلین یې په سرو قالینو کېنولي او طالب دغسې افراط کوي، چې یوازې د دوی د نظر مخالف تورن ځای پر ځای د وژلو دی، ځکه نه ورته زندان شته، نه تورن د سپیناوي او محکمې حق لري.

د افغانستان حکومت همدې یوې خبرې نیولی چې د یوه حکومت په توګه له طالب او هر یاغي سره یې چلند د قوانینو په چوکاټ کې دی، خو طالب چې تر دې هاخوا د اسلام په نوم د یوې لویې دایرې دعوه کوي، نه پخپله کوم قانون لري، نه محمدي قانون عملي کوي او نه د خپل ښه چلند ثبوت وړاندې کولی شي. هو قوانین لري، خو د ظلم، وحشت، بربریت او تاوتریخوالي. ګنې د طالب له زندان څخه د خوشې شویو بندیانو عکسونه دا ټول څه له ورایه ښیي.

هو طالب خپل بندي ډېر ښه ساتلی او ان تر پلچرخي یې هم ورته ښه امکانات او امتیازات ورکړي، مګر هغه یوازې او یوازې بهرني او امریکایي بندیان. هغه د امریکایي پوهنتون د دوو خوشې شویو استادانو داستانونه خو ټولې نړۍ واورېدل، چې د طالب د برخورد ستاینه کوي.

دقیق طالب پخپلو افغانانو زړه سختی دی، خو په مقابل کې په بهرنیانو مهربانه دی او د قرانکریم د دې ایت سل سلنه په مخالف جهت روان دي، چې وایي: مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ.

ژباړه: محمد د الله استول شوی استازی دی او هغه څوک چې له ده سره دي [اصحاب کرام] د کفارو پر وړاندې شدید او سخت دي [چلند یې سخت دی]، خو پخپلو منځو کې مهربانه دي.

برعکس طالب خپل افغان انجینر لا خبرې ته هم نه دی پرېښی او ځای پر ځای یې وژلی. ډاکتر یې په موچي تار حلال کړی او محصل خو یې د شدت له وېرې کلی او کور پرېښی، خو امریکایی یې په تر ټولو خوندي او مسترح ځای کې ساتلی. وخت په وخت یې درملنه ورته کړې او د ناروغۍ پوښتنه یې ورته کړې. دا شو طالبېزم، همدا شو د طالب د تعرف فلسفه او همدا شو د طالب هدف او پروګرام چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply