ډاکترڅوک دی؟

ثناءالله سليم

0 730

ډاکتر په ټولنه کې تر ټولومهم وګړی شمېرل کېږي . ټولنه او خلک ورته ډېرپه درنه سترګه ګوري ځکه هرڅوک په هر وخت کې ډاکتر ته اړتیا لري.

په افغاني او اسلامي ټولنه کې له دومره ستونزو سره سره هم داکتردافغاني ټولنې لپاره تر هر څه زیات  مثمر ثابت شوی او ټولنې ته یې له بل هرکسه ګټه ډېره رسولې.

په ټولنه کې هر څوک کوښښ کوي چې دخپلو سالمو حقونو داعادي لپاره مبارزه وکړي او خپل امتيازات ترلاسه کړي خو ډاکتر دجزي امتيازاتودتر لاسه کولولپاره شپه او ورځ دخلکو خدمت کې حاضر وي.

د انسان عظمت ته احترام په هرحالت کې دډاکتر د مهمو دندو څخه شميرل کېږي نو باید ددغه سپيڅلي دندې څخه هيڅ وخت سرغړونه ونه کړي او خپل ورسپارل شوی انساني مسوليت په پوره ايماندارۍ او صداقت سرته ورسوي.

ډاکتر بايد په خپل ځان کې منفي خلاوې ډ کې کړي ځکه که په شعوري ياغيري شعوري ډول کومه تېروتنه وکړي نو ډېر انساني ناورينونه زېږوي او په ټولنه کې دنه حل کېدونکو ستونزو سره مخ کېږي.

ډاکتر باید خپل اخلاق د مادي امتيازاتو قربانې نه کړي .ځکه اخلاق دډ اکتر جامه ده کوم ډاکتر چې اخلاق نه لري په ټولنه کې قدر نه لري.

دډاکتر اخلاق يوازې دانه دي چې په نرمه لهجه له ناروغ سره وغږيږي .که په نرمه لهجه او په موسکي انداز ورته دخپلو شخصي امتيازاتود تر لاسه کولو لپاره بې ضرورته درمل بارکړې نو دې ډاکترهيڅ ډول اخلاقي مسوليت ادا نه کړه هم یې له مريض سره  جفا وکړه او هم یې حرامې پېسې تر لاسه کړې.

ديوښه روغتيایي کارکوونکې ځانګړتیا داده چې دناروغ په درمله کې دناروغ اړتياوې درک او له هغې وروسته دهغه درملنه پيل کړي.

ځکه دناروغ تر درملنې هم دپيوازي اقتصادي او اجتماعي حالت معلومول مهم دي.

که ډاکتر ناروغ ته داسې درمل تجويز کړي چې اخېستل یې دپيوازي له وسې پوره نه وي .نو تر ناروغه کس پيوازی ډېر اغېزمنوي او په ژور خفګان یې اخته کوي.

نو ټولو روغتياپالانو ته په پکار ده کله چې ديوناروغ درملنه کوي بايد دهغه ناروغ اقتصادي حالت وڅيړي  او د داقتصادي وضيعيت له معلومولو وروسته بايد داسې درمل ورکړي چې ورته اړين وي.

دخپل ځان دهوساينې لپاره بايد روغتيایي کارکوونکي دغريبو او بيوسو ناروغانو جيبونه خالي نه کړي  او نه   په دغه ناروا عمل خپل معنويت ته سقوط ورکړي . کوم ډاکتران چې دا کار کوي اخلاقي جوهر یې هېر کړی او يواځې دځان دبډاينې په فکر کې کې دي.

ډاکتر چې کله له ناروع سره مخ کېږي بايد پوره خوصله ولري او ناروغ ته هراړخېز ډاډ ورکړي ،ځکه ډاکتر بايد ځيرک پوه او زړه سواندی وي او ناروغ سره دپوره بحث او خبرو توانایي ولري.

دډاکتر اخلاقي مسوليت دنړۍ په سطحه ترټولو دروند مسوليت دی ، نوبايد سالم فکر  ، په خپله اړونده څانګه کې پوره مهارت او اخلاق جوهرولري.

ډاکتر بايد دناروغ راز افشا نه کړي او هغه بايد له ځان سره وساتي ځکه ډاکتر په ټولنه کې او هم دمريض دکتلو په وخت کې د  بېلابېلو پېښو درامنځته کېدو شاهد وي .که داسې وکړي نو په ټولنه کې خپل حيثيت له لاسه ورکوي او خلکو ته یې ارزښت او درناوی کمېږي.

انساني فردي شخصيت ته درناوی دډاکترستره  دنده ده .بايد په ټولنه  کې دهر چا درناوی وکړي په ژوند کې هر ډول لوړې ژورې راځي . با يد په هېڅ وخت کې خپله حوصله او قوي عزم له لاسه ورنه کړي.

ډاکتر بايد دناروغ راز افشا نه کړي ځکه ناروغان ډاکتر ته دخپل ځان په اړه داسې مهم رازونه وایې چې خپلې ميرمنې ته یې هم  دويلو جرئت  نه لري.

ډاکتر هيڅ وخت ديوچا شخصي حريم نه زيانمنوي او نه داسې کړنې ترسره کوي چې اخلاق یې زيانمن کړي قانون نه ماتوي او همېشه ورته په درنه سترګه ګوري.

ډاکتر بايد هيڅ منفي کړنې ترسره نه کړي منفي کړنې دډاکتر بې باوري په ټولنه کې زياتوي او له بحران سره مخامخ کېږي.

ټولو ډاکترانو ته پکار ده چې ناروغانو ته په يوه سترګه  وګوري، ددوي دکتلو  او معاينې په وخت کې بايد هيڅ ډول توپيري چلند ونه کړي ،اونه ترې شخصي غچ واخلي ځکه که توپيري چلند وکړي او يا ترې شخصي غچ واخلي دطبابت له اخلاقو پوره سرغړونه ده.

له ناروغانو سره بايد  “انسانی”  چلند  وشی،دانساني چلند مانا دا ده چې خپل حقوق ورکړل شي کوم چې دطبابت په اخلاقو کې ورکړل شوي.

ناروغ ددانساني چلند نه بې برخې کول يو طبي جنايت دی بايد هيڅ کله ترسره نه شي .کوم ډاکتران چې داسې کړنې ترسره کوي بايد د مجازاتو وړ وګڼل شي.

ځکه که مجازات ورکړل شي دغه ناورينونه بیانه تکراريږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply