زما پلار زما قهرمان وه

لیکونکی: محمدنسیم زهیر 

0 699

زویه ژوند دی ، ژوند کی هر څه پیښیدلی شی ، کله به خوشحالی وی ، کله به بیا داسی حالت وی چی خوشحالی به پکی نه وی ، ولی تا باجراته وسیږه ، د پلار دغه خبری می د هری ورځی سبق دی ، کله می چه ترور مرضی سخته شوه ، څو دقیقی وروسته خبر راغی، چی ترور می په حق راسیدلی ، موږ داسی یو بل سره وویل چی تر سهاره به پلار نه خبرو ، پلار می حجری ته راغی، داسی ښکاریده ،چی خبر وی ، وویل څه خبر ده ، ورور می ورته وویل ترور می په حق رسیدلی پلار می وویل اناالله وانا الیه راجعون راځی چی ورشو ، دا دخدای ج رضا وه ، موږ خدای پیدا کړیو او بیرته به خدای ج خواته ورځو ، د پلار دغو خبرو زموږ

روحیه راژوندی کړه،  یو څه وخت وروسته می کوچنی او نازولی وراره چی زما پلار او موږ ټولو ته ډیر ګران وه ، په یو انتحاری عمله کی شهید شو ، د پلار روغتیا می هم په دغه ورځ هم ښه نه وه ، موږ ویلی چی شاید  که پلار خبر شی ، دنصرت شهید جدای به ونه شی زغملی ، بیا می هم ورور ورته وویل پلار د خدای ج رضا وه ، نصرت د تیری شپه انتحاری عمله کی شهید شوی ، پلار می بیا وویل انا لله وانا الیه راجعون د لوی خدای ج رضا وه هر څه  چی د لوی خدای ج د خوا نه دی ، زه دالله ج په رضا خوشحاله یم، ما خپل پلار ته کتل پلار به می د سترګو اوښکی روانی شوی بیا به وویل اناالله و اناالیه راجعون ، نه غوښتل چی د لوی خدای ج په رضا خفه شی، د ژوند داستان همداسی وه ، کال له پوره نه وه ، چی ورور می  هغه چه تل موږ ته یو سنګر وه ، په زړه ډیر پاک او د غیرت یوه بی مثاله انسان هم په حق ورسید.

بیا می هم ورور ورته وویل پلار حاجی فرهاد په حق رسیدلی ، د پلار حوصله می بیا هم له د یو غر په څير لوړه وه ، عقیده له ډیر نور هم پخه او کلک شوی وه ، بیا وویل اناالله و اناالیه راجعون د ستر ذات رضا ده، خدای ج راکړی وه ، او بیرته خدای ج را څخه واغیست د الله ج رضا کی زه څه نشم ویلی ، دا زما د پلار په ژوند کی اخری چراغ وه چی مړ شو، ولی د خپلو دری ورورنو چی یو تری مشر او دوه تری کشران وه ، د خوروګانو د وریرو مرګونه هم لیدلی وه ، ولی هیڅکله هم  د صبر څخه د الله ج د رضایت څخه نه دی بی صبره شوی ، تل په ذکر مشغول وه په غریب ډیر زړه سوانده د حق وینا کوونکی وه ، نوزه وایم چی زما پلار زما قهرمان وه .

کابل هوایی بلاکونه د شپه  ۹:۴۶بجی شنبه ۲۰۱۹ – ۸-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply